د اشعیا نبي کتاب

اته پنځوسم فصل

رښتینې روژه

۱ څښتن وایي: «ته په لوړ اواز چیغې ووهه، ورو ورو خبرې مه کوه! د سرني په شان خپل اواز اوچت کړه! د یعقوب اولادې یعنې زما قوم ته د هغوی د یاغیتوب او ګناهونو اعلان وکړه! ۲ زما خلک هره ورځ زما په لټون کې دي او هغوی لېوال دي چې زما لاره وپېژني. هغوی د هغه نېک قوم په شان ښکاري چې د خپل خدای حکمونه یې رد کړي نه وي. دوی زما نه عادلانه پرېکړې غواړي. هغوی ماته وایي: ‹مونږ تا خدای ته د نژدېوالي له امله خوشحالېږو.›»

۳ خلک د څښتن څخه پوښتنه کوي: «کله چې مونږ روژه نیسو، ولې تاسو یې نه وینئ؟ مونږ ځانونه دومره وږي کړل، ولې تا پام ونه کړ؟»

څښتن خلکو ته وایي: «حقیقت دا دی کله چې تاسو روژه نیسئ، نو یوازې د خپلې ګټې په فکر کې یئ او د خپلو ټولو مزدورانو سره ظلم او زیاتې کوئ. ۴ داسې روژه څه ګټه لري چې تاسو په کې ناندرۍ وهئ او جګړه کوئ او یو بل په سوک وهئ؟ د داسې روژې په وخت کې ستاسو اواز اسمان ته نه رسیږي. ۵ کله چې تاسو روژه نیسئ نو خپل ځانونه کړوئ، لکه د لوخو په شان خپل سرونه ټیټ نیسئ، بوجۍ غوړوئ او په ایرو باندې کښېنئ. ایا تاسو دې ته روژه وایئ؟ ایا فکر کوئ چې زه به داسې روژه ومنم؟

۶ کومه روژه چې زه یې غواړم هغه دا ده: د ظلم زنځیرونه وشلوئ، د بې عدالتۍ جغ لېرې او مات کړئ او مظلومان ازاد کړئ. ۷ د خپلو خوړو نه وږیو خلکو ته برخه ورکړئ او د خپلو کورونو دروازې بې وزلو او بې کوره خلکو ته خلاصې پرېږدئ. کوم خلک چې کالیو ته اړتیا لري، هغوی ته کالي ورکړئ او د خپلو خپلوانو سره د مرستې کولو څخه مه پټېږئ. ۸ نو بیا به تاسو لکه د سهار د لمر په شان ځلېږئ او ستاسو ټپونه به ډېر زر روغ شي. ستاسو نېکي به ستاسو سره مل وي او د څښتن جلال به د هرې خوا څخه ستاسو ساتنه وکړي. ۹ کله چې تاسو اواز وکړئ، زه به هغه واورم. کله چې زما څخه مرسته غواړئ، نو وبه وایم: ‹زه حاضر یم.›

که چېرې تاسو په خپل منځ کې د ظلم، ګوتنېونې او ناحقه تور څخه لاس واخلئ، ۱۰ که تاسو وږیو خلکو ته خواړه ورکړئ او د اړو خلکو اړتیاوې پوره کړئ، نو بیا به ستاسو رڼا په تیاره کې وځلیږي او ستاسو شاوخوا تیاره به د غرمې د لمر په شان په رڼا بدل شي. ۱۱ زه به تل ستاسو لارښوونه وکړم او په وچو سیمو کې به تاسو په خپلو نعمتونو ماړه کړم. زه به تاسو قوي وساتم. تاسو به د هغه باغ په شان یئ چې پرېمانه اوبه ولري او د هغې چینې په شان یئ چې هېڅکله نه وچیږي. ۱۲ ستاسو خلک به هغه ځایونه چې ډېر پخوا وران شوي وو، بېرته ودان کړي او د هغو په بنیادونو باندې به بیا ودانۍ جوړې کړي. تاسو به د ښار د دېوالونو د رغوونکو او کوڅو د بیا جوړوونکو په نوم مشهور شئ.»

د سبت د ورځې د لمانځلو اجر

۱۳ څښتن وایي: «که چېرې تاسو د سبت د ورځې درناوی وکړئ، هغه سپېڅلې وګڼئ او په دې ورځ د خپلو ګټو په فکر کې ونه اوسئ او که چېرې دې ته د خوشحالۍ ورځ ووایئ، کار ونه کړئ، له ناوړو خبرو نه لاس واخلئ، ۱۴ نو بیا به هغه خوشحالي لاسته راوړئ چې زه یې درکوم. زه به تاسو ته لوی عزت درکړم. زه به تاسو دې ته هم پرېږدم چې د هغې ځمکې څخه خوند واخلئ چې ستاسو د نیکه یعقوب سره مې وعده کړی وه. ما څښتن په خپله داسې ویلي دي.»