د اشعیا نبي کتاب

یوشپېتم فصل

د خلاصون زېری

۱ نازل شوی دی په ما روح د څښتن تعالی

ځکه چې زه یې مسح کړی یمه

ترڅو ورسوم زېری غریبانو ته

زه رالېږلی یم هغه

چې ورکړم شفا مات شویو زړونو ته

او اسیرانو او بندیانو ته اعلان کړم ازادي

۲ زه یې رالېږلی یمه چې کړم اعلان

د مهربانۍ کال د څښتن

او دا چې رارسېدلې ده د انتقام ورځ د څښتن

زه یې رالېږلی یمه چې تسلي ورکړم

ټولو ویرجنو خلکو ته

۳ هغو خلکو ته چې ویر کوي صهیون کې

د ایرو په ځای به ورکړمه هغوی ته ښایسته تاج

د ویر په ځای به خوشحالي ورکړمه

او خفګان به یې بدل شي د ستاینې په سندره

هغوی به وي خپلې نېکۍ کې د څېړیو د ونو په شان

چې کرلي دي څښتن د خپل جلال دپاره

۴ هغوی به بیا جوړ کړي هغه پخواني ښارونه

چې د ډېر وخت دپاره وران پراته وو

هغوی به بیا ودان کړي هغه وران ښارونه

چې په کې ژوند نه کاوه د خلکو ډېرو نسلونو

۵ پردي خلک به کوي پام ستاسو رمو باندې

هغوی به ستاسو بزګران وي

او وي باغوانان به د انګورو د باغونو

۶ خو د څښتن د کاهنانو په نامه به مشهور شئ تاسو

خلک به وایي چې یئ د خدای خادمان

تاسو به شئ برخمن د نورو قومونو له شتمنیو څخه

او تاسو به ویاړئ چې هغه شتمني شوه ستاسو

۷ پای ته به ورسیږي سپکاوی او رسوایي ستاسو

او وبه اوسېږئ په خپل هېواد کې

شي به دوه چنده شتمني ستاسو

او خوشحالي به مو په برخه شي د تل دپاره

۸ څښتن وایي:

«زه انصاف خوښوم او کوم کرکه له غلا او ظلمه

په وفادارۍ سره به ورکړم اجر خپلو خلکو ته

او د هغوی سره به وکړم یو تلپاتې لوظ

۹ ټولو قومونو او هېوادونو کې به

شي مشهوره اولاده د هغوی

هرڅوک چې وویني هغوی، نو په دې به پوه شي

چې ما ورکړی برکت هغوی ته»

۱۰ زه خوشحالي کومه ډېره د څښتن په خاطر

زما ځان به خوشحالي کړي په ستاینه د څښتن

ځکه هغه راته اغوستي د ژغورنې کالي

او د عدالت چپنه

لکه چې څنګه ښایسته کیږي زوم لونګۍ باندې

او ناوې ګاڼو باندې

۱۱ لکه چې څنګه راشنه کوي تخم ځمکه

او راشنه کوي باغ کرل شوي نیالګي

همدارنګه څښتن تعالی به کړي ښکاره

خپل عدالت ټولو قومونو لره

او هغوی به وکړي د هغه ستاینه