د اشعیا نبي کتاب

پنځه شپېتم فصل

سرکښه خلکو ته سزا

۱ څښتن وویل: «زه دې ته تیار وم چې د خپلو خلکو دعاګانې قبولې کړم، خو هغوی دعا ونه کړه. زه دې ته تیار وم چې هغوی ما پیدا کړي، خو هغوی زما په لټه کې نه وو. ما ویل: ‹زه دلته یم، زه دلته یم›، خو بیاهم هغه قوم زما نوم نه یاداوه. ۲ ما ټوله ورځ خپله غېږه یو سرکښه قوم ته خلاصه کړې ده، خو هغوی په غلطو لارو روان دي او په کږو وږو نقشو پسې ګرځي. ۳ هغوی تل ما په قهر کوي. هغوی په خپلو باغونو کې بتانو ته قربانۍ وړاندې کوي او د خښتو د قربانۍ په ځایونو کې خوشبویي سوځوي. ۴ هغوی په هدېرو کې کښېني او په پټو ځایونو کې شپې تېروي، په دې خاطر چې د مړو له ارواحګانو نه مشوره وغواړي. د خوګ غوښه خورې او په لوښو کې یې د ناپاکو غوښو ښوروا ده. ۵ دا سرکښه خلک نورو ته وایي: ‹مونږ ته مه رانژدې کېږئ، ځکه مونږ ستاسو نه سپېڅلي یو.› زه داسې خلک نه شم زغملی، هغوی د داسې اور په شان دي چې ټوله ورځ بلیږي.

۶ ګورئ، دلته زما په وړاندې د سرکښه خلکو عملونه ثبت شوي دي: ‹زه به نور غلی پاتې نه شم، بلکې هغوی ته به پوره سزا ورکړم. ۷ زه به سرکښه خلکو ته نه یوازې د هغوی د ګناهونو له امله بلکې د هغوی د پلرونو او نیکونو د ګناهونو په خاطر به هم سزا ورکړم. ځکه چې هغوی په غرونو او غونډیو باندې خپلو بتانو ته خوشبویي سوځولې ده او زما سپکاوی یې کړی دی. نو له دې امله سرکښه خلکو ته به د هغوی د بدو کړنو په خاطر مناسبه سزا ورکړم.›»

۸ څښتن داسې وایي: «هېڅوک د انګورو ښه وږي له منځه نه وړي، بلکې د هغو څخه شراب جوړوي. خو زه هم خپل ټول قوم له منځه نه وړم او د خپلو خدمتګارانو ساتنه کوم. ۹ زه د یعقوب د نسل څخه او د یهودا د قبیلې څخه اولادونه پیدا کوم چې زما د غرني هېواد خاوندان شي. څوک چې زما غوره شوي خدمتګاران دي، هلته به اوسیږي. ۱۰ څوک چې زما په لټه کې دي، په لوېدیځ کې به د شارون ډاګ د هغوی د رمو څړځای او په ختیځ کې به یې د مصیبت دره د څارویو د څرولو ځای وي.

۱۱ خو تاسو چې ما پرېږدئ، زما سپېڅلی غر هېروئ، د ‹بخت› بت ته دسترخوان هواروئ او د ‹سرنوشت› بت ته د شرابو جامونه ډکوئ، ۱۲ تاسو به بد سرنوشت ولرئ او ټول به د حلالوونکي په وړاندې ټیټ شئ. ځکه کله چې ما په تاسو غږ وکړ، تاسو ځواب رانه کړ او کله چې مې ستاسو سره خبرې کولې، غوږ مو ورته نه نیوه، بلکې زما د سترګو په وړاندې مو بد کارونه کول. تاسو هغه لاره غوره کړه چې زما رضا نه وه.» ۱۳ نو بیا څښتن تعالی داسې وایي: «ګورئ، زما خدمتګاران به پرېمانه ډوډۍ وخوري، خو تاسو به وږي پاتې شئ. هغوی به د څښلو دپاره هرڅه ولري، خو تاسو به تږي اوسئ. هغوی به خوشحاله وي، خو تاسو به رسوا شئ او وبه شرمېږئ. ۱۴ زما خدمتګاران به د خوشحالۍ سندرې ووایي، خو تاسو به د زړه له درده چیغې ووهئ او د ویر ژړا به کوئ. ۱۵ ستاسو نوم به زما د غوره شوي قوم په منځ کې د یو لعنت په توګه وکارول شي. زه څښتن تعالی به تاسو له منځه یوسم، خو خپلو رښتینو خدمتګارانو ته به یو نوی نوم ورکړم. ۱۶ نو هرڅوک چې په دې وطن کې د وفادار خدای په نوم د خپل ځان دپاره برکت وغواړي او یا قسم وخوري، پخواني کړاوونه به یې هېر شي او زما له سترګو څخه به پناه شي.»

نوی پیدایښت

۱۷ څښتن وایي: «ګورئ، زه نوي اسمانونه او یوه نوې ځمکه پیدا کوم. ټول پخواني شیان به هېر شي. ۱۸ څه چې ما پیدا کړي دي تاسو ورباندې تل خوشحاله اوسئ. ګورئ، زه اورشلیم جوړوم او اوسېدونکي به یې خوشحاله وي. ۱۹ اورشلیم او زما خلک چې د هغه ځای اوسېدونکي دي، هغوی به زما د خوشحالۍ سبب وګرځي. هلته به نوره ژړا او چیغې وانه ورېدل شي. ۲۰ ماشومان به نور په وړوکتوب کې نه مړه کیږي او ټول خلک به خپل عمر پوره کوي. سل کلن خلک به په ځوانانو کې شمېرل کیږي او څوک چې سل کلنۍ ته نه رسیږي، هغوی به لعنتي شمېرل کیږي. ۲۱ څوک چې کورونه جوړوي، نو په خپله به په کې واوسیږي او څوک چې د انګورو باغونه کري، نو د هغو انګور به وخوري. ۲۲ ځکه نور به زما د قوم کورونه او د انګورو باغونه د بل چا لاس ته ورنه شي. زما غوره شوي خلک به د ونو په شان ډېر اوږده عمرونه ولري. د خپل زیار حاصل به لاسته راوړي او په پوره توګه به ترې خوند واخلي. ۲۳ د هغوی زیار به بېځایه نه وي او د هغوی ماشومان به نور د بدبختۍ سره نه مخامخ کیږي. ځکه زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تل برکت ورکړم. ۲۴ حتی مخکې له دې چې هغوی ماته غږ وکړي، زه به ځواب ورکړم. مخکې له دې چې خپله دعا پای ته ورسوي، زه به هغه قبوله کړم. ۲۵ لېوان او وري به په یوځای کې څریږي، زمریان به د غویانو په شان بوس خوري، خو د مارانو خواړه به خاوره وي. هغه وحشي حیوانات به نور زما په سپېڅلي غره صهیون باندې به هېچا او هېڅ شي ته زیان ونه رسوي او نه به یې له منځه یوسي.» څښتن داسې ویلي دي.