د ارمیا نبي کتاب

یوولسم فصل

د لوظ ماتول

۱ څښتن ما ته وویل: ۲ «د لوظ شرطونو ته غوږ ونیسه. د اورشلیم اوسېدونکو او د یهودا نورو خلکو ته ووایه ۳ چې د اسراییلو څښتن خدای وایي: ‹لعنت دې وي په هغه چا چې د دې لوظ شرطونه نه مني. ۴ دا هغه لوظ دی چې ما د اسراییلو د نیکونو سره هغه وخت کړی ؤ چې کله مې هغوی د مصر څخه چې د هغوی دپاره د سور تنور په شان ؤ، راوویستل. هغوی ته مې وویل چې زما اطاعت وکړئ او هغه کارونه به کوئ چې ما درته حکم کړی دی. اسراییلو ته مې وویل چې که چېرې هغوی زما اطاعت وکړي، نو هغوی به زما قوم او زه به یې خدای یم. ۵ نو بیا به زه هغه وعده پوره کړم چې د هغوی د نیکونو سره مې کړې وه، چې زه به هغوی ته هغه غني او حاصلخېزه ځمکه چې اوس په کې اوسیږي، ورکړم.›» ما وویل: «آمین ای څښتنه.»

۶ بیا څښتن ما ته وویل: «د یهودا ښارونو او د اورشلیم کوڅو ته لاړ شه. زما پیغام هلته اعلان کړه او خلکو ته ووایه چې د لوظ شرطونو ته غوږ ونیسي او په هغو باندې عمل وکړي. ۷ له هغه وخت نه چې ما د اسراییلو نیکونه د مصر نه راوویستل، بیا تر نن ورځې پورې مې هغوی ته څو څو ځلې سخت خبرداری ورکړ او ورته ویلي مې دي چې زما اطاعت به کوئ. ۸ خو هغوی نه غوږ ونیوه او نه یې اطاعت وکړ. هغوی ټول لکه د تل په شان خپلې سرتمبګۍ او بدیو ته دوام ورکړ. ما اسراییلو ته حکم کړی ؤ چې په دې لوظ باندې عمل وکړي، خو هغوی به انکار کاوه. نو ما هغوی ته هغه سزاګانې ورکړې چې په دې لوظ کې بیان شوې وې.»

۹ بیا څښتن ما ته وویل: «د اورشلیم اوسېدونکي او د یهودا نور خلک زما په ضد دسیسه جوړوي. ۱۰ هغوی یوځل بیا هغه ګناهونه پیل کړل چې د هغوی نیکونو کول او زما خبرو ته به یې غوږ نه نیوه. هغوی د نورو خدایانو عبادت او خدمت کړی دی. د اسراییلو او د یهودا خلکو هغه لوظ مات کړی دی چې د هغوی د نیکونو سره مې کړی ؤ. ۱۱ نو زه څښتن هغوی ته خبرداری ورکوم چې داسې بلا به ورباندې راولم چې هغوی ونه شي کولای ورڅخه وتښتي. او کله چې هغوی ما ته د مرستې په خاطر فریاد وکړي، نو زه به ورته غوږ نه نیسم. ۱۲ بیا به د یهودا او اورشلیم خلک هغو خدایانو ته ورشي چې دوی ورته قربانۍ وړاندې کولې او هغوی ته به د مرستې په خاطر فریاد وکړي. خو کله چې هغه بلا ورباندې راشي، نو هغه خدایان به نه شي کولای چې هغوی خلاص کړي. ۱۳ د یهودا خلک چې څومره ښارونه لري، هماغومره خدایان هم لري او د اورشلیم د کوڅو د شمېر په اندازه یې د بعل شرموونکي بت ته د قربانیو ځایونه جوړ کړي دي. ۱۴ ای ارمیا، د دې خلکو دپاره دعا مه کوه او مه فریاد کوه. کله چې هغوی په تکلیف وي او زما څخه مرسته وغواړي، نو زه به ورته غوږ ونه نیسم.»

۱۵ څښتن وایي: «د کومو خلکو سره چې زه مینه کوم، هغوی بد کارونه کوي. هغوی څه حق لري چې زما کور ته راځي؟ ایا دوی فکر کوي چې د حیواناتو د قربانیو په وړاندې کولو به د بلا مخه ونیسي؟ ایا دا کار به هغوی خوشحاله کړي؟ ۱۶ یو وخت ما هغوی د زیتون د شنې ونې په نوم یادول چې د ښکلو مېوو نه ډکه وه، خو اوس به یې زه د لوی توفان د غړمبار په شان هغې ته اور واچوم او څانګې به یې وسوځول شي.

۱۷ ما مطلق قادر څښتن اسراییل او یهودا لکه د ونو په شان وکرل، خو اوس ورباندې بلا نازلوم، ځکه چې هغوی بد وکړل او بعل ته د قربانیو په وړاندې کولو سره یي زه په قهر کړم.»

د ارمیا د وژلو دسیسه

۱۸ څښتن زه د هغو دسیسو نه خبر کړم چې زما دښمنانو زما په ضد جوړې کړې وې. ۱۹ زه د هغه بې‌ګناه وري په شان وم چې د حلالولو دپاره یې روان کړی وي او زه نه پوهېدم چې هغوی زما په ضد داسې بدې دسیسې جوړې کړې دي. هغوی ویل: «راځئ چې دا ونه د هغې د مېوو سره راوغورځوو، ترڅو نوم یې د تل دپاره هېر شي.»

۲۰ بیا ما دعا وکړه: «ای مطلق قادر څښتنه، ته یو عادل قاضي یې، ته د خلکو زړونه او خیالونه ازمایې. ما خپله دعوه ستا لاسونو ته سپارلی ده، نو پرېږده ووینم چې ته د هغو خلکو نه بدل واخلې.»

۲۱ د عناتوت خلکو غوښتل چې ما ووژني او هغوی ما ته وویل چې که چېرې د څښتن د پیغام اعلانول بس نه کړم، نو هغوی به ما ووژني. ۲۲ نو مطلق قادر څښتن داسې وویل: «زه به هغوی ته سزا ورکړم! د هغوی ځوانان به په جنګ کې مړه شي او ماشومان به یې له قحطۍ او لوږې مړه شي. ۲۳ ما د عناتوت په خلکو باندې د مصیبت راوستلو دپاره وخت ټاکلی دی او کله چې هغه وخت راشي، نو د هغوی نه به هېڅوک هم ژوندی پاتې نه شي.»