د ارمیا نبي کتاب

لسم فصل

د بتانو عبادت او رښتینی عبادت

۱ ای د اسراییلو قومه، هغه پیغام ته چې څښتن یې ستاسو دپاره لري، غوږ ونیسئ. ۲ هغه داسې وایي:

نورو قومونو په لار مه ځئ تاسو

کله چې وینئ په اسمان کې عجیبه شیان

نو وېره مه کوئ ترې

که څه هم ورنه وېریږي نور قومونه

۳ دی غلط دین د دې خلکو

دوی وهي د ځنګل ونه

په تېشه باندې یې توږي نجار

چې جوړ کړي بت ورڅخه

۴ هغوی ښایسته کړي په سرو زرو

او سپین زرو هغه

او په مېخونو یې کلک کړي هغه

د دې دپاره چې راونه لویږي

۵ داسې بتان وي هغې څېرې په شان

چې وي پټي کې د بادرنګو

کولای نه شي خبرې هغوی

هغه وړي نور خلک

ځکه چې خپله ګرځېدلی نه شي

هغوی نه مه وېرېږئ

تاسو ته نه شي رسولی کوم زیان

او نه کولای شي کوم ښه درسره

۶ ای څښتنه ستا په شان نشته هېڅوک

ته لوی یې

او نوم دی لوی او زورور ستا

۷ ای د قومونو پاچا څوک دی

چې نه به کړي وېره ستا نه؟

ته د عزت لایق یې

د قومونو په ټولو هوښیارانو

او د هغوی په پاچاهانو کې

داسې څوک نشته لکه ستا په شان

۸ هغوی ټول دي بې‌عقلان او جاهلان

هغوی څه شي زده کولای د لرګیو له بتانو؟

۹ دي پوښل شوي بتان د دوی د کسبګرو له خوا

د ترشیش په سپینو زرو باندې

او د اوفاز په سرو زرو باندې

هغوی اغوستي اسماني او بانجاني کالي دي

چې اوبدل شوي د ماهرو کارګرانو له خوا

۱۰ خو ای څښتنه، ته یې رښتینی خدای

ته یې ژوندی خدای ته ابدي پاچا یې

ته چې په قهر شې کله نو لړزیږي دنیا

ستا قهر ته قومونه تاب راوړلی نه شي

۱۱ ای خلکو، تاسو باید هغوی ته ووایئ چې هغو خدایانو چې ځمکه او اسمان یې نه دی جوړ کړی، هغوی به تباه شي. هغوی به نور د ځمکې په مخ شتون ونه لري.

خدای ته د ثنا او صفت سندره

۱۲ څښتن جوړه کړله ځمکه خپل قدرت باندې

کړله پیدا یې دنیا په خپل حکمت باندې

او اسمان یې خپور کړ په خپلې پوهې باندې

۱۳ اوبه غړمبیږي پاس اسمان کې د هغه په حکم

راولي ورېځې هغه د دنیا له بله سره

په باران کې پړقوي هغه برېښنا

رالېږي باد هغه له خپلې ذخیرې څخه

۱۴ خو بې‌عقل او بې‌علمه دي دوی

څوک چې بتان جوړوي وبه شرمیږي هغوی

ځکه دي دروغ او بې‌ساه

هغه خدایان چې جوړوي یې هغوی

۱۵ هغوی ارزښت نه لري، نو باید سپک شي هغوی

کله چې راشي د سزا وخت د هغوی

نو شي تباه به دوی

۱۶ د یعقوب خدای نه دی د دوی په شان

دي پیدا کړي ټول شیان هغه

او اسراییل یې غوره کړی چې خپل قوم یې شي

د هغه نوم دی مطلق قادر څښتن

راتلونکې جلاوطني

۱۷ ای د اورشلیم خلکو، تاسو کلابند شوي یئ! خپل مال او شتمني سره راټول کړئ. ۱۸ همدا اوس څښتن تاسو د دې وطن څخه شړي. هغه به تاسو داسې وځپي، ترڅو تاسو د هغه قهر احساس کړئ. څښتن داسې ویلي دي.

۱۹ د اورشلیم خلکو داسې فریاد وکړ:

څومره سخت ژوبل شولو

روغ به نه شي زخمونه زمونږ

او مونږه فکر کاوه چې مونږ به وزغمو دا

۲۰ زمونږ خېمې ورانې شوې

چې تړل شوې وې په کومو پړو هغه وشکېدل

زمونږ نه لاړل ماشومان زمونږه

داسې څوک نه دی پاتې

چې زمونږ خېمې ودروي

داسې څوک نه دي پاتې

چې کړي راځوړندې پردې د هغو

۲۱ ما په ځواب کې وویل:

دي بې‌عقله مشران زمونږه

مشوره نه غواړي څښتن نه هغوی

ځکه ناکام شول هغوی

او خواره واره شول زمونږه خلک

۲۲ غوږ ونیسئ، رارسېدلی یو خبر دی

لویه غوغا ده په یو قوم کې د شمال خواته

د هغوی لښکرې به په دښته کړي بدل د یهودا ښارونه

په داسې ځای چې به اوسیږي سورلنډیان په کې

۲۳ زه پوهېږم ای څښتنه

قسمت د هېڅ انسان نه دی د هغه لاس کې

او هېڅوک نه لري اختیار د خپل ژوند

۲۴ ای څښتنه، ته کړه اصلاح خپل قوم

خو مونږ سره مه کوه ته ډېره سختي

چې کله یې په قهر نو سزا مه راکوه

داسې نه چې مو تباه کړې بیخي

۲۵ ته خپل قهر کړه نازل هغو قومونو باندې

چې نه پېژني تا

او په هغو خلکو چې ستا نوم نه اخلي

ځکه چې دوی ده قتل کړې د یعقوب اولاده

مونږه بیخي یو تباه کړي هغوی

او وران کړی یې وطن دی زمونږ