د ارمیا نبي کتاب

نهم فصل

۱ کاشکې سر زما چینه وای د اوبو

او وای مې سترګې فواره د اوښکو

چې مې ژړلی شوای شپه او ورځ

د خپلو خلکو په خاطر چې وژل شوي هغوی

۲ کاشکې لرلی مې یو ځای دښته کې

مسافرانو لره چې اوسېدلی په کې

چې لېرې تللی وای د خپلو خلکو څخه

دي هغوی ټول زناکاران او د خاینانو ډله

۳ هغوی هر وخت دي تیار دې ته چې دروغ ووایي

په دې سیمه کې دروغ دي قوي شوي

خو له منځه تللې وفا څښتن داسې وایي:

یوې بدۍ پسې کوي بله بدي زما خلک

او هغوی نه پېژني ما

۴ خپل ځان دې وساتي هرڅوک له خپله دوسته څخه

او څوک دې ونه کړي اعتبار په خپل ورور باندې

ځکه ټول ورونه دي چلبازان

او بدناموي هرڅوک خپل دوستان

۵ له لارې باسي هغوی ټول خپل دوستان

نه وایي هېڅوک رښتیا

عادت کړې یې په دروغو خپلې ژبې هغوی

او لاس اخیستلی نه شي له ګناهونو څخه

۶ کوي یو ظلم د بل ظلم پسې

یوې غولونې پسې بله کوي

هغوی نه مني دا چې زه یم خدای د دوی

۷ په دې سبب مطلق قادر څښتن داسې وایي:

زه به خپل قوم کړمه پاک د سپینو زرو په شان

او هغوی به وازمایم

بدي کړې زما قوم

نور څه کولای شم هغوی سره زه؟

۸ د هغوی ژبې دي وژونکو غشو په شان

وایي دروغ هغوی

خپل ګاونډي سره په خوله کړي دوستانه خبرې

خو حقیقت کې یې ورته ایښی وي دام

۹ ایا هغوی ته زه ورنه کړم سزا

د دې کارو په خاطر؟

او زه بدل وانخلم د داسې قوم نه؟ زه څښتن داسې وایم.

۱۰ زه به ژړا کوم د غرو دپاره

او کړم به ویر د څړځایو په خاطر

له دې امله چې ویجاړ او وچ شوي هغه

او تګ راتګ ورباندې نه کوي څوک

نور به نه اورېدل کیږي اوازونه د رمو او پادو

دي تښتېدلي حیوانات او مرغان

۱۱ څښتن وایي:

زه به جوړه کنډواله کړم اورشلیم نه

داسې یو ځای چې به اوسیږي سورلنډیان په کې

کړم به وران او ویجاړ د یهودا ښارونه

داسې یو ځای چې هېڅوک به په کې نه اوسیږي

۱۲ ما پوښتنه وکړه: «ای څښتنه، دا وطن ولې لکه د دښتې په شان وران، ویجاړ او وچ دی چې هېڅوک په کې سفر نه کوي؟ څوک دومره هوښیار دی چې په دې باندې پوه شي؟ چا ته دې دا بیان کړی دی چې هغه وکولای شي نورو ته یې ووایي؟»

۱۳ څښتن ځواب راکړ: «دا هر څه د دې دپاره وشول ځکه کوم شریعت چې ما خپل قوم ته ورکړی ؤ، هغه یې پریښی دی. هغوی نه زما اطاعت کړی او نه یې هغه څه کړي دي چې ما ورته ویلي وو. ۱۴ هغو په سرزورۍ سره داسې کارونه وکړل چې زړونو یې غوښتل او لکه څنګه چې خپلو نیکونو ورته زده کړي وو، هغوی د بعل د بتانو عبادت کاوه. ۱۵ نو بیا ګورئ چې زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای څه کوم. زه به دې قوم ته د خوراک دپاره ترخه بوټي او د څښلو دپاره زهرجنې اوبه ورکړم. ۱۶ زه به هغوی د داسې قومونو په منځ کې خواره واره کړم چې نه دوی او نه د دوی نیکونو هغوی پېژندل او زه به یې په وړاندې لښکرې ورولېږم چې هغوی بیخي تباه کړي.»

په اورشلیم کې ژړا او ویر

۱۷ داسې وایي مطلق قادر څښتن:

فکر وکړئ په دې هکله چې څه به کیږي

غږ وکړئ ښځو ویر‌کوونکو ته چې راشي

هغه ښځو ته چې دي تکړه

مړو باندې په ژړا کولو

۱۸ خلکو وویل:

هغوی ته ووایئ چې زر کوئ او وکړئ ژړا زمونږ دپاره

تر هغې چې له اوښکو نه شي ډکې زمونږ سترګې

او شي روان سېلاب د اوښکو زمونږ له سترګو څخه

۱۹ اورېدل کیږي په صهیون کې د ژړا اواز

څنګه مونږ شولو تباه مونږ شو بیخي رسوا

د خپل وطن نه باید لاړ شو مونږه

په دې خاطر چې کورونه دي

وران شوي زمونږ

۲۰ ما وویل:

ای ښځو، غوږ ونیسئ چې څه وایي څښتن

او وکړئ پام د هغه خبرو ته

خپلو لورګانو ته ورزده کړئ د ویر سندره

او خپلو دوستانو ته د غم سندره

۲۱ مرګ دی راغلی زمونږ د کړکیو په لار

او راننوتی دی زمونږ ماڼیو ته

هغه وژني ماشومان کوڅو کې

او په چوکونو کې ځوانان وژني

۲۲ څښتن وویل چې خلکو ته داسې ووایم:

په هرځای کې به پراته وي مړي

لکه پرتې چې وي پټیو کې ډېرۍ د سرې

لکه چې پاتې وي ګېډۍ د غلو د لوګرو شاته

او هېڅوک به نه وي چې راټولې یې کړي

۲۳ څښتن داسې وایي:

هوښیار دې نه کوي ویاړ خپلې هوښیارۍ باندې

او قوي دې نه کوي ویاړ په خپل قوت باندې

او نه دې شتمن کوي ویاړ خپلې شتمنۍ باندې

۲۴ که څوک وغواړي چې وکړي ویاړ

نو دا ویاړ دې وکړي چې هغه پوه وي

او پېژني ما

په دې خاطر چې زما مینه ده تلپاتې

او هغه کار کومه چې وي سم او عادلانه هغه

دا هغه څه دي چې خوشحالېږمه پرې

ما څښتن داسې ویلي دي.

۲۵‏-۲۶ څښتن داسې وایي: «ګورئ، هغه وخت راروان دی چې زه به د مصر، یهودا، ادوم، عمون، موآب او په دښتو کې اوسېدونکو خلکو ته چې خپل ویښتان یې لنډ کړي دي، سزا ورکړم. د دې قومونو ټول خلک سنت شوي دي، خو هغوی زما لوظ چې سنت یې نښه ده، هېر کړی دی. نه د دوی څخه او نه د اسراییلو څخه چا زما په لوظ باندې عمل کړی دی.»