د ارمیا نبي کتاب

اوولسم فصل

د یهودا ګناه او سزا

۱ څښتن وایي: «ای د یهودا خلکو، ستاسو ګناهونه د اوسپنې په قلم باندې لیکل شوي دي، په داسې قلم باندې چې نوکه یې د الماسو ده او ستاسو په زړونو او ستاسو د قربانیو د ځایونو د څلورو کنجونو په ښکرونو باندې نقش ویستل شوی دی. ۲ ستاسو خلک د قربانیو د ځایونو او هغو نښو په څنګ کې چې د اشیره د بتانو دپاره د هرې شنې ونې لاندې او په لوړو غونډیو ۳ او غرونو باندې جوړې شوې دي، عبادت کوي. تاسو چې په خپل وطن کې کوم ګناهونه کړي دي، د هغو په خاطر به ستاسو دښمنان پرېږدم چې ستاسو ټول مال، دولت او خزانې د غنیمت په توګه یوسي. ۴ تاسو ته چې ما کوم وطن درکړی ؤ، هغه به له لاسه ورکړئ او دې ته به مو مجبور کړم چې په پردي هېواد کې چې د هغه په هکله هېڅ معلومات نه لرئ، د دښمنانو خدمت وکړئ، ځکه چې تاسو زما د قهر اور بل کړی دی او هغه به تل بلیږي.»

د څښتن له خوا لعنت او برکت

۵ څښتن داسې وایي:

وي دې لعنت په هغه چا باندې

چې اړوي مخ له څښتنه

او توکل کوي په انسانانو باندې

او د فاني انسان قوت باندې

۶ دی په دښته کې هغه د هغه

بوټي په شان

چې راشین کیږي په وچ بیابان

مالګینه خاوره کې

چې نه شین کیږي په کې بل شی

وبه نه ویني هېڅ خیر هغه

۷ خو زه څښتن به ورکړم برکت هغه ته

چې توکل کوي په ما باندې

۸ په مثال د هغې ونې دی دا شخص

چې وي کرل شوې د ویالې په غاړه

او رسوي خپلې ریښې اوبو ته

نه وېریږي هغه ګرمې هوا نه

ځکه چې پاڼې یې پاتې کیږي شنې

که باران هم نه وي اندېښنه نه کړي هغه

هغه مېوه نیسي تل

۹ زړه د انسان دی غولوونکی له هر څه نه

چې علاج یې نشته

څوک پوهېدلی شي هغه باندې؟

۱۰ زه څښتن لټوم د انسانانو پټ فکرونه

ازمایم د انسانانو زړونه

چلند کومه د هرچا سره

د هغه د کردار او عملونو سره سم

۱۱ څوک چې پیسې ګټي بې‌ایمانۍ باندې

هغه به وي د هغې زرکې په شان

چې کښېني هغه د نورو په هګیو

هغه به بایلي خپل دولت د ځوانۍ په اوج کې

کړي به ثابت خپل حماقت اخر کې

۱۲ زمونږ معبد دی د مجلل تخت په شان

چې د اول نه دی ولاړ په لوړ ځای باندې

۱۳ ته یې هیله د اسراییلو ای څښتنه

وبه شرمیږي هرڅوک چې پرېږدي تا

څوک چې مخ اړوي تا نه

هغوی به ورک شي هغو نومونو په شان

چې لیکل شوي وي په خاورو باندې

ځکه چې ای څښتنه هغوی پریښی یې ته

چې ته چینه یې د تازه اوبو

ارمیا د څښتن څخه ژغورنه غواړي

۱۴ ای څښتنه، ما ته شفا راکړه، نو زه به بیخي ښه شم. ما وژغوره، نو زه به په پوره توګه په امن کې اوسم. زه یوازې ستا ثنا او صفت وایم.

۱۵ خلک ما ته وایي: «هغه اخطارونه چېرته دي چې څښتن د هغو په هکله ویلي وو چې پېښ به شي؟ پرېږده چې هغه همدا‌اوس عملي شي!»

۱۶ خو ای څښتنه، ما خپله هغه دنده هېڅکله پرېنښودله چې تا زه د خپل قوم دپاره د شپون په توګه ټاکلی یم او ستا نه مې نه دي غوښتي چې په هغوی باندې دې سختې ورځې راشي. ای څښتنه، ته پوهېږې چې ما څه ویلي دي، هغه ستا نه پټ نه دي. ۱۷ ما مه وېروه، د مصیبت په وخت کې ته زما دپاره د پناه ځای یې. ۱۸ کوم خلک چې ما ځوروي هغوی رسوا کړه، خو ما د رسوایۍ نه وساته. په هغوی باندې وېره راوله، خو ما مه وېروه. په هغوی باندې مصیبت راوله او ټوټې ټوټې یې کړه.

د سبت د ورځې لمانځل

۱۹ څښتن ما ته داسې وویل: «ای ارمیا، لاړ شه او د ښار په اصلي دروازه کې چې د یهودا پاچاهان ورباندې وځي او ننوځي، ودرېږه او بیا د اورشلیم د ښار نورو دروازو ته ورشه. ۲۰ د یهودا پاچاهانو، د یهودا ټولو خلکو او د اورشلیم ټولو اوسېدونکو ته چې په دې دروازو باندې ښار ته ننوځي، ووایه چې زما خبرو ته غوږ ونیسي. ۲۱ زه څښتن داسې وایم: ‹که په هغوی باندې خپل ژوند ګران وي، نو د سبت په ورځ دې هېڅ بار نه وړي. هغوی باید د اورشلیم په دروازو باندې هېڅ شی رانه وړي ۲۲ او نه دې کوم بار د سبت په ورځ د خپلو کورونو څخه راوباسي. هغوی باید د سبت په ورځ هېڅ کار ونه کړي. لکه څنګه چې مې د هغوی نیکونو ته حکم کړی ؤ، دوی هم باید دا یوه سپېڅلې ورځ وګڼي. ۲۳ د هغوی نیکونو زما خبرو ته غوږ ونه نیوه او نه یې راته پام وکړ. د دې په ځای هغوی سرکښه شول، هغوی زما اطاعت نه کاوه او نه یې غوښتل چې زما څخه څه زده کړي.

۲۴ دې خلکو ته ووایه چې زما ټول حکمونه ومني. هغوی باید د سبت په ورځ د دې ښار د دروازو له لارې هېڅ بار یونسي. هغوی باید د سبت ورځ یوه سپېڅلې ورځ وګڼي او په دې ورځ باید هېڅ کار ونه کړي. ۲۵ بیا به د هغوی پاچاهان او شهزادګان چې د داود د اولادې څخه دي، د اورشلیم په دروازو باندې ننوځي. هغوی به د یهودا او اورشلیم د خلکو سره یوځای په جنګي ګاډیو او اسونو باندې سپاره وي او خلک به تل د اورشلیم په ښار کې واوسیږي. ۲۶ خلک به د یهودا له ښارونو، د اورشلیم د شاوخوا کلیو، د بنیامین له سیمې، د غرونو، د غرونو لوېدیځو لمنو او د یهودا د جنوب څخه راځي. هغوی به زما کور ته سوځېدونکې قربانۍ او نورې قربانۍ، د غلو دانو نذرانې او قیمتي خوشبویي او همدارنګه د شکرانې نذرانې راوړي. ۲۷ خو هغوی باید زما اطاعت وکړي او د سبت ورځ باید یوه سپېڅلې ورځ وګڼي. هغوی باید په دې ورځ د اورشلیم په دروازو باندې هېڅ بار یونسي. که هغوی داسې وکړل، نو زه به د اورشلیم دروازو ته اور واچوم. دا اور به د اورشلیم ماڼۍ وسوځوي او هېڅوک به ونه شي کولای چې دا اور مړ کړي.›»