Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
اتلسم فصل
ارمیا د کلال په کور کې
۱ څښتن ما ته وویل: ۲ «د کلال کور ته لاړ شه، هلته به زه تا ته خپل پیغام درکړم.» ۳ نو هلته لاړم او ومې لیدل چې کلال په خپل څرخ باندې کار کوي. ۴ کله به چې یو لوښی د کلال په لاس کې د جوړولو په وخت کې خراب شو، نو بیا به یې هغه خټه راواخیستله او کوم بل لوښی به یې ورڅخه جوړاوه، کوم لوښی چې کلال ته ښه معلومېده.
۵ بیا څښتن ما ته وویل: ۶ «ای د اسراییلو خلکو، ایا زه نه شم کولای هغه کار چې یو کلال یې د خټې سره کوي، هغه ستاسو اسراییلو سره وکړم؟ تاسو زما په لاس کې یئ لکه څنګه چې خټه د کلال په لاس کې وي. ۷ هر وخت چې زه ووایم چې یو قوم یا یوه پاچاهي بیخي له منځه وړم، هغه راچپه کوم او تباه کوم یې، ۸ که چېرې هغه قوم یا پاچاهي د خپلو بدو کارونو نه لاس واخلي، نو هغه وخت به زه خپله پرېکړه بدله کړم او په هغه قوم یا پاچاهۍ باندې به هغه تباهي نه راولم، کوم چې ما وویل. ۹ له بلې خوا که زه ووایم چې غواړم یو قوم یا یوه پاچاهي جوړه کړم او هغه ټینګه کړم، ۱۰ خو بیا که هغه قوم زما د حکم څخه سرغړونه وکړي او زما په وړاندې بد کارونه وکړي، نو زه به خپله پرېکړه بدله کړم او کوم برکت چې ما غوښتل هغوی ته یې ورکړم، له هغه څخه به ډډه وکړم. ۱۱ نو اوس د یهودا او اورشلیم اوسېدونکو ته ووایه چې زه څښتن د هغوی په ضد پلانونه جوړوم او هغوی ته د سزا ورکولو دپاره تیاری نیسم. هغوی ته ووایه چې خپل د ګناه نه ډک ژوند تېرول بس کړي، خپل چلند اصلاح کړي او بد کارونه پرېږدي. ۱۲ هغوی به په ځواب کې ووایي: ‹نه، مونږ ولې داسې وکړو؟ مونږ به هماغه شان سرتمبه اوسو او خپلو بدو کارونو ته به دوام ورکړو، لکه څنګه چې مو زړه غواړي.›»
اسراییلو خپل څښتن هېر کړی دی
۱۳ نو څښتن داسې وایي:
پوښتنه وکړئ ټولو قومونو څخه
چې دې نه مخکې شوی داسې کار
دی اسراییل د پاکې پېغلې په شان
خو هغې کړی دی ډېر هیبتناکه کار
۱۴ ایا لوړ غرونه د لبنان بې واورې شوي کله؟
ایا د لېرې غرونو هغه یخې ویالې دي وچې شوې کله؟
۱۵ خو بیاهم زه هېر کړی یم خپل قوم
دوی خوشبویي سوځوي هغو بتانو ته
چې دي بې ګټې
بېلارې کړي دي بتانو هغوی
نور نه ځي هغوی په پخوانیو لارو
دي روان په نابلده لارو
۱۶ دا وطن دی ویجاړ کړی هغوی
چې شي حیران به همېشه نور خلک
له هغه ځایه چې تېریږي څوک
نو په لیدو به یې لړزیږي هغوی
ښوروي به خپل سرونه هغوی له حیرانتیا نه
۱۷ لکه څنګه چې بادوي باد د ختیځ خاورې
داسې به زه خپل خلک تیت کړم دښمنانو مخکې
زه به واړومه شا هغوی ته
چې کله راشي مصیبت په هغوی
نو زه به نه کوم کومک ورسره
د ارمیا په ضد دسیسه
۱۸ نو بیا خلکو وویل: «راځئ چې یوه داسې لاره پیدا کړو چې ارمیا د خپلې مخې نه لېرې کړو! مونږ خپل کاهنان لرو چې د خدای قوانین راته وښایي، مونږ هوښیار خلک لرو چې مشوره راته راکړي او پیغمبران لرو چې د څښتن پیغام اعلان کړي. راځئ چې په هغه باندې تور ولګوو او د هغه خبرو ته نور غوږ ونه نیسو.»
۱۹ نو ما دعا وکړه او ومې ویل: «ای څښتنه، زه چې څه وایم هغه واوره او څه چې زما دښمنان یې زما په هکله وایي، هغو ته غوږ ونیسه. ۲۰ ایا د نېکۍ بدله بدي ده؟ خو هغوی بیاهم زما د وژلو دپاره کنده ویستلې ده. در په یاد کړه چې زه څنګه ستا حضور ته راغلم، نو د هغوی په خاطر مې ستا سره خبرې وکړې او هڅه مې وکړه چې د خپل قهر له مخې د هغوی سره چلند ونه کړې. ۲۱ نو اوس ای څښتنه، پرېږده چې د هغوی اولادونه له لوږې مړه شي او په جنګ کې ووژل شي. پرېږده چې ښځې خپل مېړونه او خپل ماشومان له لاسه ورکړي، د هغوی سړي د وبا له امله مړه شي او ځوانان په جګړه کې ووژل شي. ۲۲ یرغلګران ورولېږه چې یوناڅاپه د هغوی کورونه لوټ کړي. پرېږده چې د هغوی د کورونو نه د چیغو اوازونه واورېدل شي. هغوی ما ته کنده ویستلې ده چې په کې وغورځېږم او دامونه یې راته ایښي دي چې په کې راګېر شم. ۲۳ خو ای څښتنه، ته د ټولو دسیسو څخه چې زما د وژلو پلان یې جوړ کړی دی، خبر یې. د هغوی بدي مه معاف کوه او د هغوی ګناهونه مه بخښه. هغوی رانسکور کړه او د قهر په وخت کې ورسره چلند وکړه.»