Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
نولسم فصل
د مات منګي مثال
۱ څښتن ما ته وویل: «لاړ شه او د خټو یو منګی په بیه واخله. بیا د قوم او د کاهنانو یو څو مشران د ځان سره واخله ۲ او د مات شویو منګیو د دروازې له لارې د بنهنوم درې ته لاړ شه. هلته هغه پیغام چې زه یې درکوم، اعلان کړه. ۳ هغوی ته ووایه: ‹ای د یهودا پاچاهانو او د اورشلیم خلکو، څه چې زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای وایم، غوږ ورته ونیسئ. زه به په دې ځای باندې داسې یو افت نازل کړم چې هرڅوک ورڅخه خبر شي، نو هغه به هک حیران شي. ۴ ځکه چې هغوی زه پریښی یم او دا ځای یې ناپاکه کړی دی. هغوی په دې ځای کې نورو خدایانو ته قربانۍ وړاندې کړې دي چې پخوا دوی او د دوی نیکونو او د یهودا پاچاهانو هغوی نه پېژندل. هغوی دا ځمکه د بېګناه خلکو په وینو ډکه او رنګ کړې ده. ۵ هغوی د بعل د بت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړي دي چې خپل اولادونه ورباندې د قربانیو په توګه وسوځوي. ما هغوی ته هېڅکله دا حکم نه دی کړی چې داسې کار وکړي او دا خبره زما ذهن ته هم نه ده راغلې. ۶ نو داسې وخت به راشي چې دا ځای به نور د توفت یا د بنهنوم د درې په نوم نه یادیږي، بلکې د وژنې د درې په نوم به یادیږي. ۷ په دې ځای کې به زه د یهودا او اورشلیم د خلکو پلانونه شنډ کړم. زه به د هغوی دښمنان پرېږدم چې په دوی باندې بریالي شي او هغوی په جنګ کې ووژني. د هغوی مړي به د مرغانو او ځنګلي حیواناتو خوراک کړم. ۸ زه به دا ښار داسې ویجاړ کړم چې هرڅوک چې له هغه ځایه تېریږي، نو وبه لړزیږي او حیران به پاتې شي. ۹ دښمن به ښار کلابند کړي او کوښښ به وکړي چې د ښار خلک ووژني. زه به کلابندي دومره سخته کړم چې دننه په ښار کې خلک د یو بل او حتی د خپلو زامنو او لورګانو غوښې وخوري.›»
۱۰ بیا څښتن ما ته وویل: «دا منګی د هغو خلکو په مخکې چې تا سره راغلي دي، مات کړه ۱۱ او هغوی ته ووایه چې مطلق قادر څښتن داسې ویلي دي چي زه به دا خلک او دا ښار ټوټې ټوټې کړم او هغه به د خټو د دې مات منګي په شان وي چې بیا به نه جوړیږي. خلک به خپل مړي په توفت کې ښخوي، ځکه چې نور به د مړو د ښخولو دپاره ځای نه وي. ۱۲ څښتن وایي چې زه به د دې ښار او د هغه د اوسېدونکو سره داسې چلند وکړم، ترڅو ښار د توفت په شان شي. ۱۳ د اورشلیم کورونه، د یهودا د پاچاهانو کورونه او هغه ټول کورونه چې د هغو په بامونو باندې ستورو ته خوشبویي سوځول کیږي او نورو خدایانو ته په کې د څښلو نذرانې وړاندې کیږي، هغه به ټول د توفت په شان ناپاکه شي.»
۱۴ بیا ارمیا د توفت نه چې څښتن د خپل پیغام د اعلانولو دپاره هلته ورلېږلی ؤ، اورشلیم ته راستون شو. بیا هغه د څښتن د کور په حوېلۍ کې ودرېد او ټولو خلکو ته یې وویل: ۱۵ «مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې ویلي دي چي زه به په دې ښار او د هغه شاوخوا ښارګوټو باندې هغه مصیبتونه چې ما ویلي وو نازل کړم، ځکه چې هغوی سرتمبه خلک دي او زما خبرو ته غوږ نه نیسي.»