Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
نهه ویشتم فصل
د بابل یهودیانو ته د ارمیا لیک
۱ ما کاهنانو، پیغمبرانو، د قوم پاتې مشرانو او هغو ټولو خلکو ته چې نبوکدنصر پاچا د اورشلیم نه بابل ته د اسیرانو په توګه بېولي وو، یو لیک ولیکه. ۲ ما دا لیک له هغې وروسته ولیکه چې کله یهویاکین پاچا، د هغه مور، د ماڼۍ درباریان، د یهودا او اورشلیم مشران، کسبګران او اهنګران د اسیرانو په توګه بېول شوي وو. ۳ ما هغه لیک د شافان زوی العاسه او د حلقیا زوی جمریا ته چې د یهودا پاچا صدقیا د بابل پاچا نبوکدنصر ته لېږل، ورکړ. په هغه کې داسې لیکل شوي وو:
- ۴ مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای هغو ټولو خلکو ته چې د هغه د ارادې سره سم نبوکدنصر پاچا د اورشلیم نه بابل ته د اسیرانو په توګه بېولي وو، وایي: ۵ «کورونه جوړ کړئ او په کې واوسېږئ. باغونه جوړ کړئ او حاصل یې وخورئ. ۶ ودونه وکړئ او د اولادونو خاوندان شئ. بیا پرېږدئ چې اولادونه مو ودونه وکړي، ترڅو هغوی هم اولادونه پیدا کړي. ستاسو شمېر باید زیات شي او کم نه شي. ۷ د هغو ښارونو د نېکمرغۍ دپاره کار وکړئ چې تاسو ورته د اسیرانو په توګه بېول شوي یئ. د هغو ښارونو په خاطر ما ته دعا وکړئ، ځکه که چېرې هغه نېکمرغه وي، نو تاسو به هم نېکمرغه یئ. ۸ زه مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای تاسو ته خبرداری درکوم چې هغه پیغمبران او نور خلک چې ستاسو سره اوسیږي او دعوه کوي چې د راتلونکي په هکله پېشګویي کولای شي، هغوی مه پرېږدئ چې تاسو وغولوي. د هغوی د خوبونو تعبیر ته غوږ مه نیسئ. ۹ هغوی زما په نوم تاسو ته دروغ وایي. ما هغوی نه دي لېږلي. ما څښتن داسې ویلي دي.»
- ۱۰ څښتن داسې وایي: «کله چې د بابل د پاچاهۍ اویا کاله پوره شي، نو زه به تاسو ته درشم او خپله وعده به پوره کړم او تاسو به بېرته خپل وطن ته راولم. ۱۱ ځکه چې یوازې زه په هغو پلانونو باندې پوهېږم چې ستاسو دپاره یې لرم. داسې پلانونه چې تاسو ته به نېکمرغي راولي نه بدبختي، داسې پلانونه چې تاسو ته د راتلونکې دپاره هیله پیدا کوي. ۱۲ بیا به تاسو بېرته ما ته راوګرځئ. تاسو به راشئ او ما ته به دعا وکړئ او زه به ستاسو دعا قبوله کړم. ۱۳ کله چې ما د زړه له اخلاصه ولټوئ، نو پیدا به مې کړئ. ۱۴ هو، زه وایم چې تاسو به ما پیدا کړئ او تاسو ته به بېرته خپل جایداد درکړم. تاسو به د هر وطن او هر هغه ځای نه چې ما ورته شړلي وئ، راټول کړم او بېرته به مو هغه وطن ته راولم چې ما ورڅخه اسیران کړي وئ. ما څښتن داسې ویلي دي.
- ۱۵ تاسو ویلي دي چې څښتن په بابل کې مونږ ته پیغمبران راکړي دي. ۱۶ نو د څښتن خبرو ته غوږ ونیسئ چې د هغه پاچا په هکله یې کوي چې د داود د اولادې څخه دی او د هغه په تخت باندې ناست دی او د هغو ټولو خلکو په هکله چې د اورشلیم په ښار کې اوسیږي، یعنې ستاسو هغه وطنداران چي ستاسو سره بابل ته د اسیرانو په توګه نه دي بېول شوي. ۱۷ مطلق قادر څښتن داسې وایي چې زه به په هغوی باندې جنګ، لوږه او وبا راولم او هغوی به د هغو خوسا شویو انځرو په شان کړم چې د خوړلو نه وي. ۱۸ زه به هغوی په جنګونو، لوږې او وبا باندې ځوروم او د نړۍ ټول قومونه به د هغوی په لیدلو ووېریږي. هغوی چې هرځای ته وشړم، نو د هغوی سره چې څه کیږي د هغو په لیدلو به خلک لړزیږي او وېریږي. خلک به ورباندې ملنډې وهي او په هغوی باندې به لعنت وایي. ۱۹ د هغوی سره به داسې کیږي، ځکه چې هغوی زما هغه پیغام چې هر وخت مې د خپلو خدمتګارانو پیغمبرانو په وسیله لېږلی دی، نه دی منلی. هغوی زما خبرو ته غوږ نه نیوه. ۲۰ ای هغو خلکو چې د اورشلیم نه مې بابل ته د اسیرانو په توګه لېږلي یئ، زما خبرو ته غوږ ونیسئ.»
- ۲۱ مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای د قولایا د زوی اخاب او د معسیا د زوی صدقیا په هکله چې تاسو ته د هغه په نوم دروغ وایي، داسې ویلي دي چې هغه به هغوی د بابل پاچا نبوکدنصر ته په لاس ورکړي او هغه به هغوی ستاسو په مخکې ووژني. ۲۲ هرکله چې هغه خلک چې د اورشلیم نه بابل ته د اسیرانو په توګه بېول شوي دي وغواړي په چا باندې لعنت ووایي، نو هغوی به وایي: «څښتن دې ستا سره داسې عمل وکړي لکه څنګه چې یې د صدقیا او اخاب سره وکړ چې د بابل پاچا هغوی ژوندي په اور باندې کباب کړي وو!» ۲۳ دا به د هغوی په قسمت کې وي، ځکه چې هغوی په اسراییلو کې د شرم څخه ډک کارونه کړي دي، هغوی د خپلو ګاونډیانو د ښځو سره زناګانې کړې دي او د څښتن په نوم یې دروغ ویلي دي. دا د څښتن پیغام نه ؤ، هغه پوهیږي چې هغوی څه کړي دي او هغه په خپله د دې شاهد دی. څښتن داسې ویلي دي.
د شمعیا د دروغو لیکونه
۲۴-۲۵ مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای ما ته د نحلامي شمعیا دپاره یو پیغام راکړ چې هغه په خپل نوم د اورشلیم ټولو خلکو او د معسیا زوی سفنیا کاهن او نورو ټولو کاهنانو ته لیکونه لېږلي وو. هغه په دې لیکونو کې سفنیا ته لیکلي وو:
- ۲۶ «څښتن ته د یهویاداع په ځای کاهن ټاکلی یې او اوس د څښتن په کور کې مشر یې. دا ستا دنده ده چې کله هر لېونی ووینې چې د پیغمبرۍ دعوه کوي، نو هغه باید د لرګي په کنده کې وتړې او په غاړه کې یې زولنې واچوې. ۲۷ نو تا ولې دا کار د عناتوت د ارمیا سره چې خلکو سره د پیغمبر په توګه خبرې کوي، ونه کړ؟ ۲۸ باید د هغه مخه ونیول شي، ځکه چې هغه بابل ته زمونږ دپاره پیغام لېږلی دی چې مونږ به تر ډېر وخته پورې هلته اسیران يو او باید هلته کورونه جوړ کړو، ترڅو په کې واوسېږو او باغونه جوړ کړو چې حاصل یې وخورو.»
۲۹ سفنیا هغه لیک ما ته ولوست ۳۰ او بیا څښتن ما ته وویل: ۳۱-۳۲ «دا پیغام چې د نحلامي شمعیا په هکله دی، هغه په بابل کې ټولو اسیرانو ته ورسوه: ‹زه څښتن به شمعیا او د هغه ټولې اولادې ته سزا ورکړم. ما هغه نه دی استولی، خو هغه تاسو ته داسې خبرې کړې دي لکه هغه چې یو پیغمبر وي او تاسو یې مجبور کړي یئ چې په دروغو یې باور وکړئ. ستاسو په منځ کې به د هغه اولاده نه وي. هغه به ژوندی نه وي چې هغه ښه کارونه چې زه یې د خپلو خلکو په حق کې کوم وګوري، ځکه چې هغه خلکو ته ویلي وو چې زما په وړاندې سرکښي وکړي.›» ما څښتن داسې ویلي دي.