Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
دېرشم فصل
د یهودا او اسراییلو سره د څښتن وعده
۱ د اسراییلو څښتن خدای ما ته داسې وویل: ۲ «ما چې څه درته وویل هغه په یو کتاب کې ولیکه، ۳ ځکه چې هغه وخت راروان دی چې زه به یوځل بیا د خپلو خلکو اسراییلو او یهودا حالت ښه کړم. زه به هغوی بېرته هغه وطن ته راولم چې د هغوی نیکونو ته مې ورکړی دی او هغوی به یوځل بیا هغه جایداد ونیسي.» ما څښتن داسې ویلي دي.
۴ څښتن د اسراییلو او یهودا د خلکو په هکله داسې وایي:
۵ ما اورېدلې ده چیغه د وېرې
اواز د وېرې، نه اواز د سولې
۶ اوس ودرېږئ او وکړئ فکر
ایا کولای شي یو نر چې ماشوم وزېږوي؟
نو زه بیا ولې وینم چې هر سړي ایښي لاسونه
خپله خېټه باندې
د هغې ښځې په شان چې پرې راغلی وي
درد د لنګون؟
نو بیا ولې دی الوتی د هرچا رنګ؟
۷ افسوس! ده راروانه یوه داسې ورځ
چې مخکې داسې لیدل شوې نه ده
د سختۍ ورځې زما د قوم دپاره
خو دوی به وژغورل شي ورڅخه
۸ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «کله چې هغه ورځ راورسیږي، نو زه به د هغوی د غاړو جغ مات کړم او د هغوی زولنې به ټوټې ټوټې کړم او هغوی به نور د پردیو خلکو غلامان نه وي. ۹ د دې په ځای به هغوی زما یعنې خپل څښتن خدای او د داود د اولادې چې زه به یې د پاچاهۍ په تخت باندې کښېنوم، خدمت کوي.»
۱۰ مه وېرېږئ ای زما قومه
ونه وېرېږئ ای د اسراییلو خلکو
تاسو به خلاص کړمه زه د هغه لېرې وطن
هغه وطن نه چې اسیران یئ په کې
تاسو به راشئ خپل وطن ته بېرته او ارام ژوند به کوئ
تاسو به اوسئ خوندي او څوک به مو نه وېروي
۱۱ تاسو سره یم او وبه ژغورمه تاسو
زه به تباه کړم هغه ټول قومونه
چې خواره کړي مې یئ تاسو د هغو په منځ کې
خو زه به نه کړمه تباه تاسې
تاسې به نه پرېږدمه چې لاړ شئ بېسزا
خو چې درکوم کله سزا تاسو ته
وي هغه به د انصاف له مخې
داسې ویلي دي ما څښتن
۱۲ څښتن وایي داسې خپل قوم ته
دي ناعلاجه زخمونه ستاسو
او پرهارونه مو رغیږي نه
۱۳ داسې څوک نشته
چې دفاع وکړي له تاسو
نشته مرحم ستاسو زخمو دپاره
نشته هیله د رغېدلو ستاسو
۱۴ ټول عاشقانو دې هېر کړی یې ته
هغوی دې نه ساتي پروا
ما حمله وکړه په تا لکه دښمن په شان
ستا سزا وه ډېره سخته
ځکه چې ډېر دي ګناهونه ستا
او بدکاري ده ډېره زیاته ستا
۱۵ نور شکایت مه کوه خپلو زخمونو نه
ځکه چې نشته دی علاج د هغو
داسې مې درکړه سزا
ځکه چې ډېر دي ګناهونه ستا
او بدکاري ده ډېره زیاته ستا
۱۶ خو اوس چې څوک تباه کوي تا شي به تباه هغوی
او اسیران به بوتلل شي ټول دښمنان ستا
څوک چې ظلم کوي تا باندې
وبه شي ظلم په هغوی باندې
چې لوټ کوي څوک تا
نو شي به لوټ هغوی
۱۷ تا به روغ کړم بېرته
زه به جوړ کړمه زخمونه ستا
سره له دې چې دښمنان دې وایي
هېڅوک نه ګڼي صهیون نور خپل دوست
هېڅوک نه ساتي پروا د هغه
داسې ویلي دي ما څښتن
۱۸ څښتن وایي:
زه به راولم خپل قوم خپل وطن ته بېرته
او د دوی په هره کورنۍ باندې به رحم وکړم
اورشلیم به شي اباد بېرته په خپلې غونډۍ
او د هغه ماڼۍ به بېرته راشي پخواني ځای ته
۱۹ هغه خلک چې اوسیږي هلته
وایي به د شکرګزارۍ سندرې
هغوی به چیغې وهي د خوشحالۍ نه
هغوی به کم نه شي زیات به شي شمېر د هغوی
هغوی به سپک نه شي سرلوړي به شي
۲۰ بېرته به راولم هغوی خپل پخواني حالت ته
او شي به جوړه یوځل بیا د دوی ټولنه په حضور کې زما
سزا به ورکړم هغو ټولو ته چې کوي ظلم په هغوی باندې
۲۱-۲۲ حکمران به د هغوی وي د خپل قوم څخه
او د دوی مشر به وي د خپلو خلکو څخه
کله چې زه هغه راوغواړمه نو راځي به هغه
ځکه نه شي کولای جرات
چې څوک راشي نابللی ما ته
هغوی به وي زما قوم
او زه به یم خدای د هغوی
داسې ویلي دي ما څښتن
۲۳ ګورئ، د څښتن سخت قهر د توفان په شان دی. هغه لکه د یو هیبتناک ګرد باد په شان د بدکارانو په سرونو باندې لګیږي ۲۴ او دا قهر به تر هغه وخته پورې سوړ نه شي، ترڅو د هغه مقصد پوره شوی نه وي. په راتلونکي وخت کې به خلک په دې باندې پوه شي.