Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
یودېرشم فصل
خپل وطن ته د اسراییلو راستنېدل
۱ څښتن داسې وایي: «یو وخت به راشي چې زه به د اسراییلو د ټولو قبیلو خدای یم او هغوی به زما قوم وي. ۲ کوم خلک چې د مرګ نه خلاص شوي وو، ما په دښته کې هغوی ته برکت ورکړ. کله چې د اسراییلو خلک د ارام کولو په ارمان وو، ۳ نو زه د لېرې نه هغوی ته ورښکاره شوم. ای د اسراییلو خلکو، ما تل ستاسو سره مینه کړې ده او تر ابده پورې به ستاسو سره وفادار پاتې شم. ۴ ای ګرانه اسراییله، زه به یوځل بیا تاسو اباد کړم. تاسو به یوځل بیا خپلې چمبې راواخلئ او د خوشحالۍ نه به ګډاګانې کوئ. ۵ تاسو به یوځل بیا د سامرې په غونډیو باندې د انګورو باغونه جوړ کړئ او هرچا چې دا باغونه جوړ کړل، نو مېوه به یې وخوري. ۶ هو، داسې وخت راروان دی چې څوکیداران به د افرایم د غونډیو نه غږ کوي، راځئ چې صهیون ته د خپل څښتن خدای حضور ته ورشو.»
۷ څښتن داسې وایي:
د اسراییلو قوم دپاره چې په قومونو کې دی
ډېر لوی قوم ووهئ چیغې
سندرې ووایئ د خوشحالۍ
سندرې ووایئ د ثنا او صفت
څښتنه وژغوره خپل قوم
خلاص کړه هغه خلک
چې پاتې شوي ژوندي
۸ زه به راولم شمال نه هغوی
او زه به راټول کړم هغوی
د دنیا له ډېر لېرې ځایونو څخه
د هغوی سره به راشي ړانده او ګوډان
امیدواره ښځې او هغه ښځې
چې پیدا کیږي یې ماشوم
بېرته به راشي هغوی د لویې ډلې په شان
۹ کله چې راولم خپل قوم بېرته
نو راستانه به شي هغوی په ژړا
او دعاګانو باندې
هغوی به بوځم د اوبو ویالو ته
په هواره لاره چې ونه ښوییږي
زه اسراییلو ته یم لکه د پلار په شان
او افرایم دی زما مشر زوی
۱۰ څښتن وایي:
ای قومونو، ما ته غوږ ونیسئ
او ورسوئ زما پیغام د بحیرو
لرې غاړو او جزیرو لره
خواره واره کړل ما خپل خلک
خو زه به یې راټول کړم بیا
او داسې به یې وساتمه
لکه شپون چې ساتي خپله رمه
۱۱ ما کړل ازاد د اسراییلو خلک
ومې ژغورل د یو قوم نه هغوی
چې ؤ قوي له دوی نه
۱۲ هغوی به راشي او د خوشحالۍ نه
به سندرې وایي د صهیون غره باندې
او وي به خوشحاله هغوی زما په نېکۍ باندې
د غلو، شرابو او زیتونو د تېلو نعمتونو باندې
د پسونو او غویانو زیاتېدلو باندې
هغوی به وي د هغه باغ په شان
چې ولري پرېمانه اوبه
او وي به پوره ټول احتیاجونه د دوی
۱۳ نو ګډاګانې به کوي د خوشحالۍ نه پېغلې
او خوشحالي به کوي ځوان او زاړه
زه به ورکړم تسلي هغوی ته او کړم به بدل
د هغوی ویر په خوشحالۍ باندې
او د هغوی غم په خوشحالیو باندې
۱۴ زه به ماړه کړم کاهنان ښو خوراکونو باندې
او احتیاجونه به پوره زه د خپل قوم کړمه
داسې ویلي دي ما څښتن
په اسراییلو باندې د څښتن رحم
۱۵ څښتن داسې وایي:
شولو راپورته یو اواز رامه کې
اواز د وير او د سختې ژړا
ژاړي راحیل خپلو بچیو باندې
چې یې له لاسه دي ورکړي هغه
او نه مني تسلي
۱۶ ته ژړا بس کړه نوره
او پاکې کړه خپلې اوښکې
څه چې دې کړي اولادونو ته خپل
نه پاتې کیږي به بېاجره هغه
بېرته به راشي اولادونه ستا
د دښمنانو له وطنه څخه
۱۷ ستا د راتلونکي دپاره شته هیله
بېرته به راشي اولادونه ستا خپل هېواد ته
داسې ویلي دي ما څښتن
۱۸ زه یې اورم چې اسراییلیان یې له خفګانه وایي
ای څښتنه، مونږه وو هغه خوسي په شان
چې روزل شوی نه وي
تا اطاعت کول رازده کړل مونږ ته
بېرته راوګرځوه مونږ خپل ځان ته
ای څښتن خدایه زمونږ
دې ته تیار یو مونږه چې وکړو تا ته رجوع
۱۹ مونږ ستا نه مخ واړاوه
خو وروسته شو پښېمانه
کله چې تا مونږ ته سزا راکړه
مونږ له خفګانه وو نیولي خپل سرونه ښکته
مونږ شرمنده شو او رسوا شولو
ځکه چې مونږه د ځوانۍ وخت کې ګناه کړې وه
۲۰ زه څښتن داسې وایم:
ای اسراییله، ته ګران زوی یې زما
داسې ماشوم چې راته ګران دی ډېر
که څه هم ستا په ضد کوم خبرې ډېر ډېر ځلې
خو په ډېره مینه کوم فکر زه د ستا په هکله
زړه به مې وي ستا سره او رحم به وکړم په تا
۲۱ اشارې ودروئ او کړئ په نښه لاره
په کومه لاره چې يئ تللي تاسو
بېرته پیدا کړئ هغه
بېرته راوګرځئ ای د اسراییلو ګرانو خلکو
راستانه شئ بېرته خپلو ښارو ته
۲۲ زړه نازړه کېږئ به ترڅو ای بېوفا خلکو؟
ما پیدا کړي دي څه نوي ډول ډول شیان
لکه څنګه چې ښځه کړي د خپل مېړه ساتنه
د خدای د قوم راتلونکې نېکمرغي
۲۳ مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې وایي: «کله چې زه خلک بېرته خپل وطن ته راولم، نو هغوی به یوځل بیا په یهودا او د هغه په ښارګوټو کې وایي:
څښتن دې ورکړي برکت د اورشلیم سپېڅلي غره ته
هغه سپېڅلي ځای ته چې په کې اوسي هغه
۲۴ په یهودا او د هغه په ښارګوټو کې به ښاري خلک، بزګران او شپانه د خپلو رمو سره یوځای اوسیږي. ۲۵ زه به ستومانه شویو خلکو ته توان ورکړم او کوم خلک چې د لوږې له لاسه کمزوري شوي دي، هغوی به په خوړو باندې ماړه کړم. ۲۶ نو بیا به هر یو وایي: ‹ما ښه خوب وکړ او چې کله راپاڅېدم نو تر او تازه وم.›»
۲۷ زه څښتن داسې وایم: «هغه وخت راروان دی چې زه به د اسراییلو او یهودا وطن د انسانانو او حیواناتو نه ډک کړم. ۲۸ لکه څنګه چې مې هغوی له منځه یووړل، هغوی مې راچپه کړل، له پښو مې وغورځول، برباد مې کړل او هغوی مې خراب کړل، نو همداسې به هغوی بېرته ودان او آباد کړم. ۲۹ کله چې هغه وخت راورسیږي، نو خلک به نور داسې نه وایي:
غوره انګور مور او پلار وخوړل
خو خوله د اولادونو تروه شوه.
۳۰ خو وروسته به هرڅوک چې غوره انګور وخوري، نو په خپله د هغه خوله به تروه شي او هرڅوک به د خپلې ګناه په خاطر مړ کیږي.»
نوی لوظ
۳۱ څښتن وایي: «هغه ورځ به رارسیږي کله چې د اسراییلو او یهودا د خلکو سره نوی لوظ وکړم. ۳۲ خو دا لوظ به د هغه لوظ په شان نه وي چې د هغوی د نیکونو سره مې کړی ؤ. په هغه ورځ ما د هغوی لاسونه ونیول او د مصر څخه مې راوویستل، که څه هم ما د هغوی سره داسې مینه کوله لکه مېړه یې چې د خپلې ښځې سره کوي، خو هغوی زما لوظ مات کړ. ۳۳ هغه نوی لوظ چې زه به یې د هغوی سره کوم هغه به داسې وي: دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکې کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم. زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم. زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي. ۳۴ نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي چې څښتن وپېژنه، ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني. نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښم او نور به د هغوی ګناهونه نه یادوم.»
۳۵ څښتن پیدا کړ لمر چې ورځ کړي رڼا
سپوږمۍ او ستوري چې شپه کړي رڼا
راولي هغه بحیره په څپو چې شورماشور جوړ کړي
د هغه نوم دی مطلق قادر څښتن
۳۶ هغه وعده کوي ترڅو دوام مومي نظام د طبیعت
تر هغې پورې به وي د اسراییلو قوم
۳۷ لکه چې څنګه اسمان اندازه کېدلی نه شي
او معلومېدلی نه شي بنیاد د ځمکې
داسې زه هم کولای نه شم
چې کړم رد د اسراییلو قوم
که څه هم هغوی کړي ګناهونه
څښتن ویلي داسې
۳۸ څښتن داسې وایي: «هغه وخت راتلونکی دی چې اورشلیم به زما د ښار په توګه بیا ودان شي، د حننییل د برج نه لوېدیځ خواته د کنج تر دروازې پورې ۳۹ او سرحدي کرښه د هغه ځای نه لوېدیځ خواته د جارب تر غونډۍ پورې او بیا د جوعت خواته تاوه شوې وي. ۴۰ ټوله دره چې مړي په کې ښخیږي او خزلې په کې غورځول کیږي او په ختیځ کې د قدرون د درې پورې ټول پټي د اسونو تر دروازې پورې به زما دپاره سپېڅلي وي. دا ښار به بیا هېڅکله له منځه نه ځي او نه به ورانیږي.»