Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
دوه دېرشم فصل
ارمیا د کلابندۍ په وخت کې ځمکه په بیه اخلي
۱ د یهودا د پاچا صدقیا د پاچاهۍ په لسم کال چې د بابل د پاچا نبوکدنصر د پاچاهۍ د اتلسم کال سره برابر ؤ، څښتن د ارمیا سره خبرې وکړې. ۲ په هغه وخت کې د بابل د پاچا لښکرو اورشلیم کلابند کړی ؤ او ارمیا نبي د شاهي ماڼۍ د ساتونکو په حوېلۍ کې بندي ؤ. ۳ صدقیا پاچا ارمیا په هغه ځای کې بندي کړی ؤ او په هغه باندې یې دا تور لګولی ؤ: «تا ویلي دي چې څښتن داسې وایي چې زه به د بابل پاچا ته اجازه ورکړم چې هغه دا ښار ونیسي ۴ او صدقیا پاچا به ونه شي کولای چې د بابلیانو څخه وتښتي. هغه به خامخا د بابل پاچا ته تسلیم کړای شي او د هغه سره به مخامخ خبرې وکړي او هغه به په خپلو سترګو وویني. ۵ صدقیا به د نبوکدنصر په امر بابل ته بوتلل شي او هغه به تر هغې پورې هلته پاتې شي، ترڅو زه د هغه په هکله پرېکړه وکړم. که هغه د بابلیانو سره جنګ هم وکړي، خو هغه به بریالی نه شي.» ما څښتن داسې ویلي دي.
۶ ارمیا وویل چې څښتن ما ته داسې وویل: ۷ «ستا د کاکا شلوم زوی حنمییل به تا ته درشي او ستا نه به وغواړي چې د بنیامین د سیمې په عناتوت کې د هغه پټی واخلې، ځکه چې ته د هغه د ډېر نژدې خپلوانو څخه یې او حق لرې چې هغه د خپل ځان دپاره واخلې. ۸ نو څنګه چې څښتن ویلي وو، زما د تره زوی حنمییل ما ته د ماڼۍ حوېلۍ ته راغی او راته ویې ویل: ‹زما هغه پټی چې په عناتوت او د بنیامین په سیمه کې دی په بیه واخله، ځکه ته زما د نژدې خپلوانو څخه یې او دا حق لرې چې زما پټی په بیه واخلې.› نو زه پوه شوم چې دا په رښتیا سره د څښتن خبره وه چې ما ته یې کړې وه. ۹ ما هغه پټی د حنمییل نه واخیست او هغه ته مې د هغه پټي بیه چې د سپینو زرو اوولس ټوټې کېدلې، ورکړې. ۱۰ ما قباله د شاهدانو په مخکې لاسلیک کړه، مهر مې کړه، سپین زر مې وتلل او ورته مې ورکړل. ۱۱ بیا مې د قبالې دواړه کاپيګانې چې یوه هغه کاپي چې مهر شوې وه او د هغه شرطونه په کې لیکل شوي وو او بله کاپي چې بېمهره او بېلاسلیکه وه، له ځان سره واخیستلې. ۱۲ هغه مې د حنمییل او هغو شاهدانو په حضور کې چې په قبالې باندې یې لاسلیک کړی ؤ او د هغو خلکو په حضور کې چې د ماڼۍ په حوېلۍ کې ناست وو، باروک ته چې د نیریا زوی او د محسیا لمسی ؤ، ورکړله. ۱۳ ما د هغو ټولو په مخکې باروک ته وویل: ۱۴ مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای تا ته داسې حکم کړی دی چې د قبالې دا دواړه کاپيګانې چې یوه یې مهر شوې او بله یې بېمهره او بېلاسلیکه ده، واخله او په منګي کې یې کېږده، ترڅو د ډېرو کلونو دپاره وساتل شي. ۱۵ ځکه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې وایي چې یوځل بیا به خلک په دې وطن کې کورونه، پټي او د انګورو باغونه په بیه واخلي.»
د ارمیا دعا
۱۶ وروسته له دې چې ما باروک ته د ځمکې قباله ورکړه، نو د څښتن په حضور کې مې داسې دعا وکړه: ۱۷ «ای څښتن تعالی، تا په قوي مټ او ټول قدرت سره ځمکه او اسمان پیدا کړل، ستا دپاره یو کار هم ستونزمن نه دی. ۱۸ ته د زرګونو خلکو سره تلپاتې مینه کوې، خو همدارنګه ته خلکو ته د هغوی د میندو او پلرونو د ګناهونو په خاطر سزا ورکوې. ته لوی او قدرتمند خدای یې، ستا نوم مطلق قادر څښتن دی. ۱۹ ته په خپل لوی حکمت سره پلانونه جوړوې او زورور کارونه کوې. خلک چې هر څه کوي، ته هغه وینې او هرچا ته د هغه د عمل سره سم اجر او یا سزا ورکوې. ۲۰ تا ډېر پخوا په مصر کې معجزې وښودلې او حیرانوونکي کارونه دې کړي دي او تر نن ورځې پورې هم دا کارونه په اسراییلو او هم په نورو ټولو خلکو کې کوې، ترڅو په هرځای کې مشهور شې. ۲۱ تا د خپل قوي مټ او ټول قدرت څخه کار واخیست او زمونږ دښمنان دې ووېرول او د معجزو په ښودلو او حیرانوونکو کارونو په کولو سره دې خپل قوم اسراییل د مصر نه راوویست. ۲۲ لکه څنګه چې تا د هغوی د نیکونو سره قسم خوړلی ؤ، هغوی ته دې دا غني او حاصلخېزه ځمکه ورکړه. ۲۳ خو کله چې هغوی دې وطن ته راغلل او د هغه ملکیت یې ترلاسه کړ، نو هغوی ستا حکمونه ونه منل او نه یې ستا د تعلیم سره سم ژوند وکړ. تا چې هغوی ته د کومو کارونو کولو حکم کړی ؤ، هغوی یو کار هم ونه کړ. نو ځکه تا په هغوی باندې دا ټول مصیبتونه راوستل.
۲۴ بابلیانو د دې ښار د نیولو دپاره شاوخوا د خاورو ډېرۍ جوړې کړې دي او د حملې دپاره تیاری نیسي. د جنګ، لوږې او وبا په سبب به دا ښار هغوی ته په لاس ورشي. څه چې تا ویلي وو هغه رښتیا شول او ته یې خپله وینې. ۲۵ خو بیاهم ای څښتن تعالی، سره له دې دا ښار نژدې دی چې بابلیان یې ونیسي، ستا د حکم سره سم ما هغه ځمکه د شاهدانو په حضور کې واخیستله.»
۲۶ بیا څښتن ما ته وویل: ۲۷ «زه د ټولو انسانانو څښتن خدای یم. زما دپاره هېڅ کار ستونزمن نه دی. ۲۸ نو زه څښتن داسې وایم چې زه دا ښار د بابل پاچا نبوکدنصر او د هغه لښکرو ته تسلیموم او هغوی به یې ونیسي ۲۹ او اور به ورته واچوي. هغوی به دا ښار د هغو کورونو سره وسوځوي چې په بامونو باندې یې د بعل بت ته خوشبویي سوځول کېدله او نورو خدایانو ته ورباندې د څښلو نذرانې تویول کېدلې او په دې کارونو باندې یې زه په قهر کړم. ۳۰ د اسراییلو او یهودا خلکو د خپل تاریخ د پیل نه زما په وړاندې تل بد کارونه کړي دي او د خپلو بدو کارونو په سبب یې زه په قهر کړی یم. ۳۱ د کومې ورځې نه چې دا ښار جوړ شوی دی، د دې ښار خلکو زه په قهر او غوسه کړی یم. نو ما دا پرېکړه وکړه چې دا ښار تباه کړم. ۳۲ د هغو ټولو بدو کارونو په خاطر چې اسراییلیانو یعنې د اورشلیم او یهودا خلکو، د هغوی پاچاهانو، مشرانو، کاهنانو او د هغوی پیغمبرانو کړي دي، زه یې په قهر کړی یم. ۳۳ د دې په ځای چې هغوی ما ته رجوع کړی وای، زما نه یې مخ اړولی دی. سره له دې چې هغوی ته مې هر وخت تعلیم ورکړی دی، هغوی زما خبرو ته غوږ ونه نیوه چې څه زده کړي. ۳۴ هغوی خپل بتان چې زه ورڅخه کرکه کوم، زما په کور کې ایښي دي او هغه ځای یې ناپاکه کړی دی. ۳۵ هغوی د بنهنوم په دره کې د بعل دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل چې د مولک بت ته خپل زامن او لورګانې قرباني کړي. ما هغوی ته د دې کار حکم نه ؤ ورکړی او دا خبره زما په ذهن کې هم نه وه ګرځېدلې چې هغوی به داسې کار وکړي او د یهودا خلک به ګناهکار کړي.»
یوه هیله منه وعده
۳۶ د اسراییلو څښتن خدای ما ته داسې وویل: «ای ارمیا، خلک وایي چې جنګ، لوږه او وبا به د دې سبب شي چې دا ښار د بابل پاچا په لاس سقوط وکړي. هغه څه چې زه یې زیاتوم، ورته غوږ ونیسه. ۳۷ زه به خپل خلک د هغو ټولو هېوادونو نه چې د قهر او غضب په وخت کې مې هلته شړلي وو، راټول کړم او بېرته به یې دې ځای ته راولم او هغوی به پرېږدم چې دلته په امن کې ژوند وکړي. ۳۸ بیا به هغوی زما قوم وي او زه به یې خدای یم. ۳۹ زه به هغوی ته یو فکر ورکړم او په ژوند کې به ورته یو مقصد وټاکم چې هغوی به تل زما درناوی وکړي او دا کار به هم د هغوی په خیر وي او هم د هغوی د اولادې په خیر وي. ۴۰ زه به د هغوی سره یو داسې لوظ وکړم چې تر ابده پورې وي. زه به هېڅکله د هغوی سره نېکي کول پرېنږدم. زه به د هغوی په زړونو کې وېره راپیدا کړم، ترڅو هېڅکله له ما نه مخ وانه ړوي. ۴۱ هغوی ته به په برکت ورکولو سره خوشحاله شم او هغوی به د زړه له کومي او په وفادارۍ سره په دې وطن کې ځای په ځای کړم.»
۴۲ څښتن داسې وایي: «لکه څنګه چې مې په دې خلکو باندې دومره لوی مصیبت نازل کړ، همدا شان زه به هغوی ته هغه ټولې نېکمرغۍ ورکړم چې وعده مې ورسره کړې ده. ۴۳ خلک وایي چې دا وطن د دښتې په شان دی چې هلته نه انسانان اوسیږي او نه حیوانات او هغه به بابلیانو ته ورتسلیم کړای شي. خو یوځل بیا به په دې وطن کې ځمکې په بیه اخیستل کیږي. ۴۴ خلک به د بنیامین په سیمه کې، د اورشلیم په شاوخوا کلیو کې، د یهودا په ښارګوټو، د غرنیو سیمو په ښارګوټو، د غرونو د لمنو په ښارګوټو او د یهودا د جنوبي سیمې په ښارګوټو کې ځمکې په بیه اخلي او په قبالو باندې به د شاهدانو په حضور کې لاسلیک کیږي او مهر به ورباندې لګیږي. ځکه زه به دا وطن بېرته خپل قوم ته ورکړم.» ما څښتن داسې ویلي دي.