Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا نبي کتاب
پنځوسم فصل
د بابل نیول
۱ دا هغه پیغام دی چې څښتن ما ته د بابل د ښار او د هغه د شاوخوا سیمې په هکله راکړ:
۲ ټولو قومونو ته ورسوئ دا خبر
او اعلان کړئ هغه
بیرغ اوچت کړئ او کړئ اعلان دا خبر
مه ساتئ پټه دا خبره
بابل کړی دی سقوط
شرمېدلی دی د بیل بت
او ټوټې ټوټې شوی بت د مرودک
وشرمېدل د بابلیانو بتان
شولې ماتې مجسمې د هغه
۳ د شمال نه یو قوم راغلی دی چې په بابل باندې حمله وکړي او هغه به په دښتې باندې بدل کړي. خلک او حیوانات به وتښتي او هېڅوک به هلته ونه اوسیږي.
د اسراییلو د قوم راستنېدل
۴ څښتن داسې وایي: «کله چې هغه وخت راشي، نو د اسراییلو او یهودا خلک به په ګډه په ژړا ژړا راروان وي او خپل څښتن خدای به ولټوي. ۵ هغوی به د صهیون د لارې په هکله پوښتنه وکړي او بیا به هماغې خواته روان شي. هغوی به زما سره یو تلپاتې لوظ وکړي او هغه به هېڅکله نه ماتیږي.
۶ زما غوره شوی قوم د ورکو شویو پسونو په شان دی چې د هغوی شپنو بېلارې کړي دي او هغوی په غرونو کې ورک شوي دي. هغوی په غرونو او غونډیو کې سرګردانه ګرځي او خپل کور ورڅخه هېر شوی دی. ۷ هرچا چې هغوی موندل، نو حمله یې ورباندې کوله. د هغوی دښمنان وایي: ‹هغوی د څښتن په وړاندې چې د هغوی رښتینی شپون ؤ، ګناه کړې ده، نو مونږ کوم غلط کار نه دی کړی. د هغوی نیکونو په څښتن باندې توکل کاوه او هغوی هم باید هغه ته وفادار پاتې شوي وای.›
۸ ای د اسراییلو خلکو، د بابل نه وتښتئ! تاسو د ټولو نه مخکې لاړ شئ، لکه د وزانو په شان چې د رمې څخه مخکې روان وي. ۹ ځکه زه به په شمال کې د قوي قومونو څخه یوه ډله راپورته کړم چې په بابل باندې حمله وکړي. هغوی به د دې وطن په وړاندې د جنګ په لیکو کې ودریږي او هغه به فتح کړي. هغوی تکړه غشي ویشتونکي دي، هغوی داسې غشي ولي چې یوه نښه هم ورڅخه نه خطا کیږي. ۱۰ بابل به لوټ کړای شي او لوټماران به کوم شیان چې غواړي، هغه به له ځان سره یوسي. ما څښتن داسې ویلي دي.»
د بابل سقوط
۱۱ څښتن وایي: «ای د بابل خلکو، تاسو زما غوره شوی قوم لوټ کړ. تاسو خوښ او خوشحاله یئ او لکه د خوسۍ په شان په څړځایونو کې ټوپونه وهئ او یا لکه د قوي اس په شان شڼېږئ، ۱۲ خو ستاسو خپل هغه ښار چې تاسو یې روزلي یئ، سپک او د رسوایۍ سره به مخ شي. بابل به په ټولو قومونو کې بېارزښته قوم وي، هغه به په یوه دښته، وچه ځمکه او صحرا باندې بدل شي. ۱۳ زما د قهر له امله به نور په دې ښار کې هېڅوک هم نه اوسیږي. هغه به په داسې کنډوالو باندې بدل شي چې هرڅوک ورباندې تېریږي، نو د هغه د تباهۍ له امله به ورپیږي او حیران به شي.
۱۴ ای غشي ویشتونکو، د بابل په وړاندې د جنګ په لیکو کې ودرېږئ او هغه کلابند کړۍ. په خپلو ټولو غشو باندې بابل وولئ، ځکه چې هغه زما په وړاندې ګناه کړې ده. ۱۵ د ښار شاوخوا ته د جنګ نارې ووهئ! ګورئ، بابل تسلیم شوی دی. د هغه دېوالونه راغورځېدلي او وران شوي دي. زه د بابلیانو نه خپل بدل اخلم. تاسو هم د هغوی نه خپل بدل واخلئ او د هغوی سره داسې چلند وکړئ لکه څنګه چې هغوی د نورو سره کاوه. ۱۶ مه پرېږدئ چې په هغه وطن کې تخم وکرل شي او یا حاصل راټول کړای شي. کوم پردي خلک چې هلته اوسیږي، هغوی به د لښکرو د حملو نه ووېریږي او بېرته به خپل هېواد ته وتښتي.»
د اسراییلو راستنېدل
۱۷ څښتن وایي: «د اسراییلو خلک د هغو پسونو په شان دي چې زمریان ورپسې وي او خواره واره یې کړي. لومړی د آشور پاچا هغوی تباه کړل او بیا د بابل پاچا د هغوی هډوکي وژول. ۱۸ نو په دې خاطر زه مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای به نبوکدنصر پاچا او د هغه وطن ته سزا ورکړم لکه څنګه چې مې د آشور پاچا ته ورکړه. ۱۹ زه به د اسراییلو خلک بېرته خپل وطن ته راولم. هغوی به هغه خواړه خوري کوم چې د کرمل په غره او باشان په سیمه کې کرل کیږي او هر څه چې هغوی غواړي، نو د افرایم او جلعاد د سیمو د حاصلاتو نه به یې خوري. ۲۰ کله چې هغه وخت راشي، نو په اسراییلو کې به نه ګناه ولیدل شي او نه به په یهودا کې بدي، ځکه چې زه به هغه خلک وبخښم چې د هغوی ژوند مې ژغورلی دی. ما څښتن داسې ویلي دي.»
د بابل په هکله د خدای قضاوت
۲۱ زه څښتن داسې وایم: «د مراتایم او فقود په خلکو باندې حمله وکړئ. هغوی ووژنئ او بیخي یې له منځه یوسئ. زه چې درته کوم حکم درکوم، په هغه باندې عمل وکړئ. ۲۲ په بابل کې د جنګ شورماشور اورېدل کیږي او هلته لویه تباهي روانه ده. ۲۳ بابل لکه د څټک په شان ؤ چې ټوله نړۍ یې ووهله. خو اوس په هغه څټک کې زور نشته، ځکه چې مات شوی دی. د دې وطن سره چې څه شوي دي، ټول قومونه په وېره کې دي. ۲۴ ای بابله، تا زما سره جنګ کړی دی او ته په هغه دام کې راګېر شوی یې چې ما درته ایښی ؤ او ته ورڅخه خبر نه وې. ۲۵ ما خپل وسلهتون خلاص کړ چې وسلې په کې ذخیره دي او د قهر وسلې مې ترې راوویستلې، ځکه چې زه مطلق قادر څښتن تعالی به دا وسلې د بابلیانو په خلاف د هغوی په هېواد کې وکاروم. ۲۶ د هرې خوا نه په بابل باندې حمله وکړئ او د هغه د غلو دانو ګودامونه خلاص کړئ! د غنیمت مال لکه د غلو دانو د درمند په شان ډېرۍ کړئ! هغه وطن په پوره توګه وران کړئ! هېڅ شی هم پرېنږدئ! ۲۷ ټول عسکر یې ووژنئ! د هغه ځوانان لکه د څارویو په شان حلالولو ته بوځئ! افسوس د بابل د خلکو په حال! د هغوی د تباهۍ او د سزا وخت رارسېدلی دی!
۲۸ هغو کسانو ته غوږ ونیسئ چې د بابل نه تښتي او اورشلیم ته راځي. هغوی وایي چې زمونږ څښتن خدای څنګه د بابلیانو نه د خپل عبادتځای د ورانولو بدل واخیست.
۲۹ غشي ویشتونکي راوغواړئ چې بابل کلابند کړي او هېڅوک پرېنږدي چې وتښتي. هغوی ته د خپلو عملونو سزا ورکړئ او د هغوی سره داسې چلند وکړئ لکه څنګه چې دوی د نورو سره کړی دی، ځکه چې هغوی زما یعنې د اسراییلو د سپېڅلي خدای په خلاف د غرور نه ډک عمل کړی دی. ۳۰ نو ځوانان به یې د ښار په چوکونو کې ووژل شي او په هغه ورځ به د هغه ټول عسکر له منځه لاړ شي. ما څښتن داسې ویلي دي.
۳۱ ای بابله، ته ډېر مغرور شوی یې، نو زه مطلق قادر څښتن تعالی ستا سره مخالف یم! هغه وخت رارسېدلی دی چې سزا درته درکړم. ۳۲ ستا مغرور قوم به وښوییږي او وبه لویږي او هېڅوک به درسره مرسته ونه کړي، ترڅو بېرته راپاڅېږې. زه به ستا ښارونو ته اور واچوم او شاوخوا ټول شیان به له منځه لاړ شي.»
۳۳ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «د اسراییلو او یهودا په خلکو باندې ظلم شوی دی. کومو خلکو چې هغوی یې د اسیرانو په توګه نیولي دي، د هغوی څخه سخته څارنه کوي او هغوی نه پرېږدي چې لاړ شي. ۳۴ خو د هغوی ژغورونکی چې نوم یې مطلق قادر څښتن دی، هغه قوي دی او د هغوی نه دفاع او ساتنه کوي. نو په دې توګه به نړۍ ته سوله او ارامي راولي، خو د بابل خلکو ته به ناارامي راولي.
څښتن وایي:
۳۵ تباه دې کړي بابل د تباهۍ توره
وي دې تباه د هغه خلک
هم حاکمان او هم هوښیار خلک
۳۶ وي دې تباه دروغجن پیغمبران د هغه
شي به ثابت هغوی بېعقله
وي دې تباه جنګیالي د هغه
څومره ډار شوي هغوی
۳۷ کړئ تباه د هغه اسونه او جنګي ګاډۍ
وي دې تباه اجیر عسکر د هغه
څومره کمزوري دي هغوی
کړئ تباه خزانې د هغه
کړئ لوټ او تالا هغه
۳۸ وچکالي دې راشي په بابل باندې
او وچ دې شي د هغه سیندونه
ځکه ډک دی بابل د بتانو څخه
دي وېروونکي د بابل بتان
چې د خلکو نه یې جوړ کړي احمقان
۳۹ په بابل کې به سورلنډیان د دښتې د حیواناتو او بومانو سره واوسیږي. هلته به خلک نور نه اوسیږي او تل به شاړ او نااستوګن پروت وي. ۴۰ لکه څنګه چې مې سدوم او عموره او د هغو ګاونډي ښارونه له منځه یووړل، نو د بابل سره به هم هماغسې وشي. هېڅوک به نور هلته نه اوسیږي. ما څښتن داسې ویلي دي.
۴۱ خلک راروان دي د شمال نه
یو زورور قوم د نړۍ د لېرې ځای نه
تیاری نیسي د جنګ دپاره ډېر پاچاهان
۴۲ هغوی راخیستې دي خپلې لیندې او تورې
دي ظالمان او بېرحمه هغوی
څنګه چې شي سپاره خپلو اسونو باندې
کوي اواز د غړمبېدونکې بحیرې په شان
د بابل په وړاندې هغوی تیار دي جنګ ته
۴۳ واورېد پاچا د بابل دا خبر
او شول لاسونه یې سست
هغه اخته شو په کړاو باندې
په داسې درد چې د لنګون په وخت کې
راځي په ښځې باندې
۴۴ لکه یو زمری چې د اردن د یو ګڼ ځنګل نه کوم شین څړځای ته راوځي، زه څښتن به هم همداسې راشم او بابلیان به دې ته مجبور کړم چې ناڅاپه د خپل ښار نه وتښتي. بیا به یو مشر وټاکم چې په هغه قوم باندې حکومت وکړي. څوک زما په شان کېدای شي؟ څوک ما سره سیالي کولای شي؟ کوم حکمران زما سره مخالفت کولای شي؟ ۴۵ نو بیا هغه پلان ته پام وکړئ چې ما د بابل د ښار په ضد جوړ کړی دی چې د هغه د خلکو سره به څه وشي. حتی د هغوی ماشومان به په کشولو کشولو سره بوتلل شي او هر یو به ووېریږي. ۴۶ کله چې بابل سقوط وکړي، نو هلته به داسې شورماشور وي چې ټوله نړۍ به ولړزیږي او د هغوی د ژړا اوازونه به نور قومونه هم واوري.»