د ارمیا نبي کتاب

یوپنځوسم فصل

د بابل په هکله قضاوت

۱ څښتن وایي: «زه به په بابل او د هغه په خلکو باندې یو تباه کوونکی باد راوالوزوم. ۲ زه به پردي خلک ورولېږم چې بابل داسې تباه کړي لکه باد چې بوس بادوي. کله چې د تباهۍ هغه ورځ راورسیږي، نو هغوی به له هرې خوا حمله وکړي او هغه وطن به وران او ویجاړ کړي. ۳ ای پردیو خلکو، د هغه عسکر مه پرېږدئ چې خپل غشي ګوزار کړي او یا خپل د زغرو کالي واغوندي. ځوانان ژوندي پرېنږدئ او ټول لښکر یې له منځه یوسئ! ۴ هغوی به زخمیان شي او د خپلو ښارونو په کوڅو کې به مړه پراته وي. ۵ ما مطلق قادر څښتن د اسراییلو او یهودا خدای هغوی نه دي پریښي، سره له دې چې هغوی په ټول هېواد کې زما یعنې د اسراییلو د سپېڅلي خدای په وړاندې ګناه کړې ده.

۶ ای د اسراییلو خلکو، د بابل نه وتښتئ! د خپلو ځانونو د خلاصون په خاطر وتښتئ! د بابل د ګناه په خاطر خپل ژوند له لاسه مه ورکوئ. زه اوس خپل بدل اخلم او داسې سزا به ورته ورکړم چې هغوی یې لایق دي. ۷ بابل زما په لاس کې د سرو زرو د هغې پیالې په شان ؤ چې ټولې نړۍ به ورڅخه شراب څښل او نشه کېدل به. قومونو به د هغې نه شراب څښل او لېونیان به شول. ۸ بابل ناڅاپه سقوط وکړ او تباه شو! په هغه باندې وژاړئ! د هغه د ټپونو دپاره ملهم واخلئ، کېدای شي چې هغه روغ شي. ۹ کوم اسراییلیان چې هلته اوسېدل، هغوی وویل: ‹مونږ کوښښ کاوه چې د بابل سره مرسته وکړو، خو ناوخته شوې وه. راځئ چې اوس یې پرېږدو او بېرته خپل وطن ته لاړ شو. خدای په خپل ټول قدرت سره بابل ته سزا ورکړه او هغه یې بیخي وران کړی دی.›»

۱۰ څښتن وایي: «ای زما قومه اعلان وکړئ، څښتن دا وښودله چې مونږ په حقه یو. راځئ د اورشلیم خلکو ته ووایو چې زمونږ څښتن خدای څه کړي دي.»

۱۱ څښتن د ماد پاچاهان ولمسول، ځکه هغه اراده لري چې بابل له منځه یوسي. هغه به په دې ډول د خپل عبادتځای د ورانېدلو بدل واخلي. حمله کوونکو قومندانانو خپلو عسکرو ته امر وکړ: «خپل غشي تېره کړئ! خپل سپرونه تیار کړئ! ۱۲ په بابل باندې د حملې کولو په خاطر د جنګ بیرغ اوچت کړئ. د ساتونکو او پهره‌دارانو شمېر زیات کړئ او هغوی ځای په ځای کړئ! په کمین کې سړي کښېنوئ!» څښتن چې د بابل په هکله څه ویلي وو او کوم پلان یې چې درلود، هغه یې سرته ورساوه.

۱۳ هغه وطن ډېر سیندونه او غني خزانې لري، خو وخت یې پوره شوی دی او د ژوند سلسله یې ختمه شوې ده. ۱۴ مطلق قادر څښتن په خپل ذات باندې قسم خوړلی دی چې په بابل باندې به د حملې دپاره د ملخانو د ډلو په شان ډېر کسان راولي او هغوی به د بریالیتوب چیغې ووهي.

خدای ته د ثنا او صفت سندره

۱۵ څښتن جوړه کړله ځمکه خپل قدرت باندې

کړله پیدا یې دنیا په خپل حکمت باندې

او اسمان یې خپور کړ په خپلې پوهې باندې

۱۶ اوبه غړمبیږي پاس اسمان کې د هغه په حکم

راولي ورېځې هغه د دنیا له بله سره

په باران کې پړقوي هغه برېښنا

رالېږي باد هغه له خپلې ذخیرې څخه

۱۷ خو بې‌عقل او بې‌علمه دي دوی

څوک چې بتان جوړوي وبه شرمیږي هغوی

ځکه دي دروغ او بې‌ساه

هغه خدایان چې جوړوي یې هغوی

۱۸ هغوی ارزښت نه لري، نو باید سپک شي هغوی

کله چې راشي د سزا وخت د هغوی

نو شي تباه به دوی

۱۹ د یعقوب خدای نه دی د دوی په شان

دي پیدا کړي ټول شیان هغه

او اسراییل یې غوره کړی چې خپل قوم یې شي

د هغه نوم دی مطلق قادر څښتن

د څښتن وسله

۲۰ څښتن وایي:

ای بابله، ته یې څټک زما، یې زما د جنګ وسله

زه ټکومه ټول قومونه په تا او له منځه وړمه پاچاهۍ

۲۱ چې اسونه او سپاره خلک یې کړم ټوټې ټوټې

جنګي ګاډۍ او چلوونکي یې کړم ټوټې ټوټې

۲۲ چې زه ووژنم سړي او ښځې

چې زه حلال کړمه زاړه او ځوانان

چې زه ووژنم ځوانان او پېغلې

۲۳ چې حلال کړمه شپانه او رمې د هغوی

چې حلال کړم بزګران او غویان د هغوی

چې تباه کړم والیان او مشران

بابل ته سزا

۲۴ څښتن داسې وایي: «تاسو به ووینئ چې زه به بابل او د هغه خلکو نه د هغو ټولو بدو کارونو په خاطر چې د اورشلیم سره یې کړي دي، بدل واخلم. ۲۵ ای بابله، ته د هغه غره په شان یې چې ټوله نړۍ تباه کوي، خو زه څښتن ستا دښمن یم. زه به تا د ګړنګونو نه راورغړوم، د ځمکې سره به دې برابر کړم او ایرې به درڅخه جوړې کړم. ۲۶ ستا د کنډوالو د تیږو نه به نور د ودانیو د تهداب په ایښودلو کې کار نه اخیستل کیږي. ته به تل د دښتې په شان پاتې شې. زه څښتن داسې وایم.

۲۷ د حملې کولو دپاره اشاره ورکړئ! سرنی ووهئ چې ټول قومونه یې واوري! د بابل په وړاندې د جنګ دپاره قومونه تیار کړئ! د آرارات، میني او اشکناز پاچاهانو ته ووایئ چې حمله وکړي. یو قوماندان وټاکئ چې د حملې کولو مشري وکړي. د ملخانو د هجوم په شان زیات اسونه راولئ. ۲۸ د بابل سره د جنګ دپاره قومونه تیار کړئ. د ماد پاچاهان، د هغوی والیان او مشران او د هغو ټولو هېوادونو لښکرې چې د هغوی تر واک لاندې دي، راوغواړئ. ۲۹ ځمکه لړزیږي او له درده تاویږي، ځکه چې څښتن خپل پلان عملي کوي او بابل په یوه داسې دښته باندې بدلوي چې هېڅوک به په کې نه اوسیږي. ۳۰ د بابل عسکرو جنګ بس کړی او په خپلو کلاګانو کې پاتې دي. هغوی خپل جرات له لاسه ورکړی او د ښځو په شان شوي دي. د ښار دروازې راغورځېدلې او کورونه په اور کې سوځي. ۳۱ استازي یو د بل پسې منډې وهي چې د بابل پاچا ته ووایي چې د هغه ټول ښار له هرې خوا نه نیول شوی دی. ۳۲ دښمنانو د سیند ګودرونه نیولي دي او د سیند د غاړې لوخو ته یې اور اچولی دی. د بابل عسکر وارخطا شوي دي. ۳۳ ډېر زر به دښمن هغوی له پښو وغورځوي او هغوی به داسې تر‌پښو لاندې کړي لکه غلې دانې چې په غوبل کې تر‌پښو لاندې کیږي. زه مطلق قادر څښتن یعنې د اسراییلو خدای داسې وایم.»

د اورشلیم خلک وایي:

۳۴ ټوټې ټوټې کړلو پاچا د بابل او ویې خوړلو

هغه خالي کړلو ښار لکه منګي په شان

لکه بلا په شان یې لواړ تېر کړلو

کړله مړه یې خپله خېټه

زمونږ په ښو شیانو باندې

او نور یې وغورځول لېرې

۳۵ پرېږده چې وایي د صهیون خلک

بابل دې واخلي د هغه ظلم مسوولیت په غاړه

چې شوی دی په مونږ باندې

پرېږده چې وایي د اورشلیم خلک

بابل دې واخلي مسوولیت په غاړه

زمونږ د وینې چې تویه کړې ده دوی

د بابلیانو څخه بدل اخیستل

۳۶ نو څښتن د اورشلیم خلکو ته وویل: «زه به ستاسو د دعوې نه دفاع وکړم او ستاسو د دښمنانو نه به ستاسو بدل واخلم. زه به د بابل د اوبو سرچینې او سیندونه وچ کړم. ۳۷ د هغه وطن نه به داسې کنډواله جوړه شي چې سورلنډیان به په کې اوسیږي. د هغه نه به یوه وېروونکې منظره جوړه شي، هېڅوک به هلته نه اوسیږي او هرڅوک چې هغه وویني، نو حیران به پاتې شي. ۳۸ ټول بابلیان به لکه د زمریو په شان غړمبیږي او د زمریو د بچیانو په شان به غوریږي. ۳۹ څرنګه چې هغوی ډېر وږي دي، نو زه به ورته مېلمستیا جوړه کړم، هغوی به نشه کړم او خوشحاله به یې کړم. هغوی به په داسې ابدي خوب ویده شي چې بیا به هېڅکله راویښ نه شي. ۴۰ زه به هغوی بوځم چې د وریو، پسونو او وزو په شان یې حلال کړي. زه څښتن داسې وایم.»

د بابل سرنوشت

۴۱ څښتن د بابل په هکله وایي: «هغه ښار چې ټولې نړۍ به یې صفت کاوه، هغه نیول شوی دی! بابل د نورو قومونو دپاره څومره په وېروونکې نندارې باندې بدل شوی دی! ۴۲ په بابل باندې د بحیرې اوبه راختلې دي او هغه یې په خپلو غړمبېدونکو څپو کې پټ کړی دی. ۴۳ د هغه ښارګوټي په یوې وېروونکې نندارې باندې بدل شوي دي او د یوې وچې دښتې په شان دي چې هېڅوک په کې نه اوسیږي او په هغه ځای باندې هېڅوک تګ راتګ نه کوي. ۴۴ زه به د بابلیانو خدای، بېل بت ته سزا ورکړم او څه چې هغه تېر کړي دي، هغه به یې د خولې نه راوباسم. قومونه به نور د هغه عبادت نه کوي. د بابل دېوالونه رالوېدلي دي.

۴۵ ای د اسراییلو خلکو، د هغه ځای نه وتښتئ! زما د سخت قهر نه خپل ځانونه خلاص کړئ. ۴۶ تاسو چې کومې ګونګوسې اورئ، نو د هغو له امله خپل جرات له لاسه مه ورکوئ او مه وېرېږئ. هر کال ډول ډول اوازې خپریږي یعنې په وطن کې د زور‌زیاتي او د یو پاچا د بل پاچا سره د جنګ اوازې. ۴۷ نو هغه وخت راروان دی چې زه به د بابل بتانو ته سزا ورکړم. ټول بابل به د رسوایۍ سره مخ شي او د خلکو مړي به په کې پراته وي. ۴۸ کله چې بابل د هغو خلکو په لاس سقوط وکړي چې د شمال نه د هغه د تباه کولو دپاره راځي، نو ځمکه، اسمان او ټول مخلوقات به د خوشحالۍ چیغې ووهي. ۴۹ بابل د ټولې نړۍ د خلکو دپاره د مرګ سبب شو او اوس به بابل سقوط وکړي، ځکه چې هغه د ډېرو اسراییلیانو د مړینې سبب شوی دی. زه څښتن داسې وایم.»

په بابل کې د اسراییلیانو دپاره د خدای پیغام

۵۰ څښتن په بابل کې خپل قوم ته وایي: «تاسو د مرګ نه خلاص شوي یئ! اوس لاړ شئ! ځنډ مه کوئ! دلته په پردي وطن کې ما یعنې خپل څښتن رایاد کړئ او د اورشلیم په هکله فکر وکړئ.» ۵۱ تاسو وایئ: «مونږ رسوا او د سپکاوي سره مخ شوي یو. مونږ خپل ځانونه بیخي بې‌وسه ګڼو، ځکه چې پردي خلک د څښتن د کور سپېڅلي ځایونو ته ورننوتي دي.» ۵۲ نو زه څښتن داسې وایم چې هغه وخت راروان دی چې د بابل بتانو ته به سزا ورکړم او په ټول وطن کې به زخمیان له درد نه زګېروي کوي. ۵۳ که بابلیان اسمان ته هم وخېژي او هلته یوه قوي کلا جوړه کړي، نو زه هلته هم خلک ورولېږم چې هغه تباه کړي.

د بابل تباهي

۵۴ څښتن وایي:

واورئ په بابل کې اوازونه د ژړا

د هېواد نه د لویې تباهۍ اواز

۵۵ زه ورانومه بابل

زه به خاموش کړم شورماشور د ښار

دي راروانې د مستو څپو په شان لښکرې تېزې

کوي حمله په شورماشور او چیغو

۵۶ هغوی راغلي چې تباه کړي بابل

دي نیول شوي د هغوی عسکر

او دي ماتې شوې لیندې د هغوی

ځکه زه هغه خدای یم چې ورکوم سزا بدکارو ته

او کوم به داسې چلند زه د بابل سره

چې یې لایق دي هغوی

۵۷ زه به نشه کړم د هغوی حاکمان

د هغوی هوښیار خلک، عسکر، مشران او والیان

شي به ویده په ابدي خوب هغوی

او راویښ به نه شي بیا هېڅکله

ما پاچا وویل داسې

دی زما نوم مطلق قادر څښتن

۵۸ راغورځیږي به د بابل قوي دېوالونه

وسوځول به شي اوچتې دروازې د هغه

بېځایه لاړ به شي زحمت چې ایستلی دی هغو قومونو

وسوځول به شي د هغوی ټول شیان

وایم داسې زه مطلق قادر څښتن

بابل ته د ارمیا د پيغام لېږل

۵۹ سرایا د نیریا زوی او د محسیا لمسی د صدقیا پاچا ځانګړی خدمتګار ؤ. د یهودا د پاچا صدقیا د پاچاهۍ په څلورم کال سرایا د هغه سره بابل ته روان ؤ او ما ورته ځینې لارښوونې وکړې. ۶۰ ما د هغو ټولو مصیبتونو په هکله چې په بابل باندې به راشي او هغه پورته ذکر شوي دي، په یو کتاب کې ولیکل. ۶۱ ما سرایا ته وویل: «کله چې بابل ته ورسېدلې، نو هر څه چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي، هغه به خامخا خلکو ته په لوړ اواز لولې. ۶۲ بیا دعا وکړه: ‹ای څښتنه تا ویلي دي چې دا ځای داسې ورانوې چې هلته هېڅ ژوندي مخلوقات پاتې نه شي، نه انسانان او نه حیوانات او دا ځای به د تل دپاره د دښتې په شان وي.› ۶۳ سرایا، کله چې دې خلکو ته دا کتاب ولوست، نو هغه یوې تیږې پورې وتړه، د فرات سیند ته یې وغورځوه ۶۴ او ووایه: ‹دا هغه څه دي چې په بابل باندې به راشي. د هغه مصیبت په سبب چې څښتن غواړي په بابل باندې یې راولي، هغه به غرق شي او بیا به هېڅکله راپورته نه شي.›»

په دې ځای کې د ارمیا خبرې پای ته رسیږي.