Next chapter

د ارمیا نبي کتاب

دوه پنځوسم فصل

د اورشلیم سقوط

(دوهم پاچاهان ۲۴‏:‌۱۸ ‏- ۲۵‏:‌۷)

۱ صدقیا یوویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه یوولس کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور حموطل نومېدله او د ارمیا لور وه چې د لبنه د ښار څخه ؤ. ۲ صدقیا پاچا کټ مټ د یهویاقیم پاچا په شان داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. ۳ څښتن د اورشلیم او یهودا په خلکو باندې دومره په قهر شو چې هغوی یې د خپل حضور څخه وشړل.

صدقیا د بابل د پاچا نبوکدنصر په وړاندې یاغي شو. ۴ نو د صدقیا د پاچاهۍ د نهم کال د لسمې میاشتې په لسمه ورځ نبوکدنصر د خپل ټول لښکر سره اورشلیم ته راغی. هغوی د ښار څخه دباندې خپلې خېمې ودرولې او د هغه ګردچاپېره اصلي دېوال ته یې یو بل د کلابندۍ دېوال د ختلو دپاره جوړ کړ. ۵ اورشلیم یې د صدقیا د پاچاهۍ تر یوولسم کاله پورې تر محاصرې لاندې ونیوه. ۶ د هماغه کال د څلورمې میاشتې په نهمه ورځ دومره سخته قحطي راغله چې خلکو ته د خوراک دپاره هېڅ شی پاتې نه شو ۷ او بابلیانو د ښار دېوالونه سوري کړل. که څه هم ښار د هغوی له خوا کلابند ؤ، خو د شپې له خوا پاچا او ټول عسکر وتښتېدل. هغوی د شاهي باغ د هغې دروازې له لارې لاړل چې د دوو دېوالونو په منځ کې وه او د اردن د درې خواته روان شول. ۸ خو د بابلیانو لښکر پاچا تعقیب کړ او د اریحا ډاګ ته نژدې هغه پسې ورورسېدل. نو د هغه ټولو عسکرو هغه پرېښود او هرې خواته خپاره شول. ۹ صدقیا ونیول شو او نبوکدنصر پاچا ته چې په ریبله کې ؤ، یووړل شو. په هغه ځای کې نبوکدنصر صدقیا محاکمه کړ او هغه په سزا محکوم شو. ۱۰ په ربله کې هغه د صدقیا زامن د هغه په مخکې ووژل او همدارنګه هغه د یهودا ټول مامورین اعدام کړل. ۱۱ له هغې وروسته هغه د صدقیا سترګې راوویستلې او هغه یې په زنځیرونو وتاړه چې بابل ته یې بوځي. صدقیا د خپل مرګ تر ورځې پورې په بابل کې په زندان کې پاتې شو.

د څښتن د کور ورانېدل

(دوهم پاچاهان ۲۵:‌۸‌‏-‌۱۷)

۱۲ د بابل د پاچا نبوکدنصر د پاچاهۍ د نولسم کال د پنځمې میاشتې په لسمه ورځ، نبوزرادان د پاچا مشاور او د ساتونکو قوماندان اورشلیم ته ورننوت. ۱۳ هغه د څښتن کور، شاهي ماڼۍ او په اورشلیم کې ټولې مهمې ودانۍ وسوځولې ۱۴ او د هغه ټولو عسکرو چې د هغه سره وو، د ښار دېوالونه راوغورځول. ۱۵ بیا نبوزرادان هغه خلک چې په ښار کې پاتې وو، د ځینې غریبانو، پاتې شویو ماهرو کارګرانو او د هغو کسانو په شمول چې بابلیانو ته تسلیم شوي وو، بابل ته بوتلل. ۱۶ خو نبوزرادان په یهودا کې ځینې غریب خلک پرېښودل چې د انګورو په باغونو او پټیو کې کار وکړي.

۱۷ بابلیانو هغه برنجي ستنې او کراچۍ چې د څښتن په کور کې وې د لویې برنجي ټانکۍ سره یوځای ټوټې ټوټې کړلې او ټول برنج یې بابل ته یووړل. ۱۸ همدارنګه هغوی بېلچې، د قربانۍ د ځای څخه د ایرو د لېرې کولو لوښي، د څراغونو د پلتو پاکوونکي، د قربانیو د وینو کاسې، د خوشبویۍ د سوځولو کاسې او نور ټول هغه برنجي سامان چې د څښتن په کور کې د خدمت دپاره ورڅخه کار اخیستل کېده، یووړل. ۱۹ هغوی هغه ټول شیان چې د سرو او سپینو زرو نه جوړ شوي وو، لکه: کوچنۍ کاسې، د سکارو د وړلو لوښي، د قربانیو د وینو د شیندلو کاسې، د ایرو د غورځولو لوښي، څراغدانونه، د خوشبویۍ د سوځولو کاسې او د څښلو د نذرانو د تویولو دپاره کاسې، ټول یې د ځان سره یووړل. ۲۰ دوه برنجي ستنې، برنجي کراچۍ، لویه برنجي ټانکۍ او دولس د غویانو مجسمې چې تشت ورباندې ایښی ؤ، هغه چې سلیمان د څښتن د کور دپاره جوړ کړي وو، دومره درانه وو چې نه وزن کېدل. ۲۱‏-۲۲ دواړه ستنې یوشان وې، هرې یوې یې اته متره لوړوالی درلود او ګردچاپېره یې پنځه نیم متره ؤ. د هغوی منځونه خالي وو او د فلز پنډوالی یې پنځه اویا ملي متره ؤ. د هرې ستنې په سر باندې د چت د ټینګولو په خاطر یوه برنجي تخته ایښې وه چې لوړوالی یې دوه متره او شل سانتي او ګردچاپېره یې د سیخونو یوه جالۍ وه چې په برنجي انارو باندې ښکلې کړای شوې وه. ۲۳ د هرې ستنې په جالۍ باندې سل سل اناره وو او د هغو څخه شپږ‌نوي یې د ځمکې نه ښکارېدل.

بابل ته د یهودا د خلکو اسارت

(دوهم پاچاهان ۲۵‏:‌۱۸‌‏-‌۲۱،‌۲۷‌‏-‌۲۸)

۲۴ برسېره پردې، نبوزرادان قوماندان، لوی کاهن سرایا، دوهم کاهن سفنیا او د خدای د کور درې مهم مامورین د اسیرانو په توګه ونیول. ۲۵ نبوزرادان د هغه ښار څخه د لښکرو قوماندان، د پاچا هغه اووه شخصي مشاوران چې په ښار کې پاتې وو، د قوماندان مرستیال چې د جګړې دپاره د عسکرو د راټولولو مسوول ؤ او نور شپېته تنه ونیول. ۲۶ نبوزرادان هغوی د بابل پاچا ته چې د حمات په خاوره کې د ریبله په ښار کې ؤ، بوتلل. ۲۷ نو پاچا هغوی هلته اعدام کړل. د یهودا خلک جلاوطني شول.

۲۸ دا د هغو خلکو لست دی چې نبوکدنصر د بندیانو په توګه بابل ته بوتلل: د خپلې پاچاهۍ په اووم کال درې زره او درویشت تنه د یهودا څخه، ۲۹ په اتلسم کال اته سوه او دوه دېرش تنه د اورشلیم څخه، ۳۰ او د نبوکدنصر د پاچاهۍ په درویشتم کال نبوزرادان اووه سوه او پنځه څلوېښت تنه بوتلل. ټول څلور زره او شپږ سوه تنه د یهودا څخه بېول شوي وو.

د زندان څخه د یهویاکین ازادېدل

۳۱ د یهودا د پاچا یهویاکین د جلاوطنۍ د اووه دېرشم کال د دولسمې میاشتې په پنځه ویشتمه ورځ، اویل‌مرودک د بابل پاچا شو. هغه یهویاکین د زندان څخه ازاد کړ. ۳۲ اویل‌مرودک د هغه سره په مهربانۍ چلند وکړ او هغه ته یې د هغو پاچاهانو په پرتله چې د هغه سره په بابل کې اوسېدل، ډېر لوړ مقام ورکړ. ۳۳ نو یهویاکین نور د زندان کالي وانه غوستل او د ژوند تر پایه پورې یې د پاچا په دسترخوان باندې ډوډۍ خوړله. ۳۴ ترڅو پورې چې یهویاکین ژوندی ؤ د پاچا له خوا هغه ته به هره ورځ د هغه د اړتیاوو مصرف ورکول کېده.

Next chapter