Previous chapter

د ایوب کتاب

لومړی فصل

د ایوب شخصیت او شتمني

۱ یو سړی ؤ چې ایوب نومېده او د عوص په هېواد کې اوسېده. هغه یو پاک او نېک سړی ؤ. هغه د خدای نه وېرېده او د بدۍ نه یې ځان ساته. ۲ هغه اووه زامن او درې لورګانې درلودلې ۳ او اووه زره پسونه، درې زره اوښان، پنځه سوه جوړه غویان او پنځه سوه خرې یې درلودلې. هغه زیات شمېر خدمتګاران هم درلودل او په منځنۍ اسیا کې تر ټولو شتمن سړی ؤ.

۴ د ایوب زامنو به په وار سره په خپل کور کې مېلمستیا جوړوله چې نور ټول به ورته ورتلل او هغوی به خپلو درېو خویندو ته بلنه ورکوله چې د هغوی په مېلمستیاوو کې ګډون وکړي. ۵ د هرې مېلمستیا څخه وروسته به ایوب سهار وختي پاڅېده، خپل اولادونه به یې راغوښتل او د هر یو دپاره به یې سوځېدونکې قرباني وړاندې کولې، د دې دپاره چې هغوی په مذهبي لحاظ پاک شي. هغه به تل دا کار کاوه، ځکه هغه فکر کاوه چې کېدای شي د هغوی څخه کوم یو ګناه کړې وي او په خپلو زړونو کې یې خدای ته بد رد ویلې وي.

خدای شیطان ته اجازه ورکوي چې ایوب وازمایي

۶ یوه ورځ کله چې فرښتې د څښتن په حضور کې راغونډې شوې، شیطان هم د هغوی سره ؤ. ۷ څښتن د شیطان څخه پوښتنه وکړه: «ته له کوم ځای نه راغلې؟» شیطان په ځواب کې وویل: «زه یو خوا بل خوا د ځمکې ګردچاپېر ګرځېدم.» ۸ څښتن د شیطان څخه پوښتنه وکړه: «زما خدمتګار ایوب ته دې پام دی؟ د ځمکې په مخ د هغه په شان هېڅوک نشته. هغه پاک او نېک سړی دی. هغه زما څخه وېریږي او د بدۍ نه ځان ساتي.» ۹ نو شیطان په ځواب کې وویل: «ایا ایوب ستا نه وېریږي او ایا دا وېرېدل ورته څه ګټه رسوي؟ ۱۰ تا تل د هغه، د هغه کورنۍ او هر څه چې لري د هغه ساتنه کړې ده. تا د هغه په هر کار کې برکت اچولی دی او هغه ته دې زیاتې پادې او رمې ورکړي دي. ۱۱ خو که ته اوس د هغه څخه هر څه واخلې، نو هغه به ستا په مخکې تا ته کفر ووایي!» ۱۲ نو څښتن شیطان ته وویل: «سمه ده، د هغه هر څه ستا په اختیار کې دي، خو ته باید په خپله ایوب ته زیان ونه رسوې.» نو شیطان د خدای د حضور څخه لاړ.

ایوب خپل اولادونه او شتمني له لاسه ورکوي

۱۳ یوه ورځ کله چې د ایوب زامن او لورګانې د خپل مشر ورور په کور کې مېلمانه وو، ۱۴ یو استازی ایوب ته راغی او ویې ویل: «مونږ په غویانو باندې پټي قلبه کول او خرې په نژدې څړځای کې څرېدلې، ۱۵ نو ناڅاپه د سباییانو یوې ډلې حمله وکړه او هغوی یې ونیول او ستا ټول خدمتګاران یې په توره باندې ووژل. یوازې زه وتښتېدم او راغلم چې تا خبر کړم.» ۱۶ مخکې له دې چې هغه خپلې خبرې پای ته ورسوي، بل خدمتګار راغی او ویې ویل: «په پسونو او شپنو باندې تندر راوغورځېده او ټول یې ووژل. یوازې زه پاتې شوم او راغلم چې تا خبر کړم.» ۱۷ مخکې له دې چې هغه خپلې خبرې پای ته ورسوي، بل خدمتګار راغی او ویې ویل: «د کلدانیانو درېو ډلو په مونږ باندې حمله وکړه، اوښان یې وتښتول او ټول خدمتګاران یې په توره باندې ووژل. یوازې زه وتښتېدم او راغلم چې تا خبر کړم.» ۱۸ مخکې له دې چې هغه خپلې خبرې پای ته ورسوي، بل خدمتګار راغی او ویې ویل: «ستا زامن او لورګانې ستا د مشر زوی په کور کې مېلمانه وو، ۱۹ په دې وخت کې له دښتې څخه توفان راغی. هغه توفان کور راوغورځاوه او ستا ټول اولادونه مړه شول. یوازې زه ژوندی پاتې شوم او راغلم چې تا خبر کړم.»

۲۰ بیا ایوب پاڅېد او له غمه یې خپل کالي وشکول. هغه خپل سر وخرایه او خپل ځان یې پړمخې په ځمکه باندې وغورځاوه او سجده یې وکړه. ۲۱ بیا هغه وویل: «زه تش لاس نړۍ ته راغلی وم او تش لاس به ځم. څښتن هر څه راکړل او اوس یې رانه واخیستل. ثنا دې وي د هغه نوم ته!»

۲۲ د دې ټولو پېښو سره سره هم ایوب ګناه ونه کړه او خدای یې ملامت نه کړ.

Previous chapter