Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
دوهم فصل
شیطان یوځل بیا په ایوب باندې ازمېښت کوي
۱ یوه ورځ کله چې فرښتې د څښتن په حضور کې بیا راغونډې شوې، شیطان د هغو سره ؤ. ۲ څښتن د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ته د کوم ځای نه راغلې؟» نو شیطان په ځواب کې وویل: «زه یو خوا بل خوا د ځمکې ګردچاپېر ګرځېدم.» ۳ څښتن شیطان ته وویل: «زما خدمتګار ایوب ته دې پام دی؟ د ځمکې په مخ د هغه په شان هېڅوک نشته. هغه یو پاک او نېک سړی دی چې د خدای څخه وېریږي او د بدو کارونو نه ځان ساتي. تا زه دې ته وهڅولم چې تا پرېږدم چې بې له کوم دلیل نه د هغه کورنۍ او شتمني له منځه یوسې، خو ایوب اوس هم د مخکې په شان وفادار دی.» ۴ بیا شیطان په ځواب کې وویل: «اول ځان بیا جهان! د دې دپاره چې یو سړی ژوندی پاتې شي، هغه به له هر شي څخه لاس واخلي. ۵ خو اوس که ته د هغه بدن ته زیان ورسوې، نو هغه به ستا په مخکې تا ته کفر ووایي!» ۶ نو څښتن شیطان ته وویل: «سمه ده، هغه ستا په اختیار کې دی، خو هغه به نه وژنې.»
۷ بیا شیطان د څښتن د حضور څخه لاړ او په ایوب باندې یې د سر نه تر پښو پورې دانې راوخېژولې. ۸ ایوب لاړ او په ایرو باندې کښېناست او د منګي یوه ټوټه یې راواخیستله چې خپل ځان ورباندې وګروي. ۹ بیا ایوب ته خپلې ښځې وویل: «ته لا تراوسه وفادار یې؟ خدای ته کفر ووایه او مړ شه.» ۱۰ خو ایوب ورته په ځواب کې وویل: «ته د یوې کمعقلې ښځې په شان خبرې کوې. ایا ته غواړې چې د خدای له خوا ښه شیان قبول کړو او بد شیان یې قبول نه کړو؟»
خو د دې ټولو ستونزو سره سره چې ایوب ورسره مخ شو، هغه ګناه ونه کړه او د خدای په ضد یوه خبره هم ونه کړه.
د ایوب درې ملګري راځي چې تسلي ورته ورکړي
۱۱ کله چې د ایوب درې ملګري یعنې الیفاز د تیمان د ښار څخه، بلدد د شوح څخه او صوفر د نعمات څخه د هغه د ستونزو څخه خبر شول، نو پرېکړه یې وکړه چې لاړ شي او د هغه سره خپله خواخوږي ښکاره کړي او تسلي ورته ورکړي. ۱۲ په داسې حال کې چې هغوی لا ډېر لېرې وو، ایوب یې ولیده، خو هغه یې ونه پېژانده. کله چې هغوی ایوب وپېژانده، په ژړا او انګولا یې پیل وکړ، خپل کالي یې له غمه وشکول او په خپلو سرونو باندې یې خاورې باد کړې. ۱۳ بیا هغوی د هغه سره اووه شپې او اووه ورځې په ځمکه باندې کښېناستل او یوه خبره یې هم ونه کړه، ځکه چې هغوی ولیدل چې په هغه باندې څومره سختي تېریږي.