Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
درېم فصل
ایوب خپل د زېږېدنې په ورځې باندې لعنت وایي
۱-۲ له هغې وروسته ایوب په خبرو پیل وکړ او په هغې ورځې باندې یې چې هغه په کې زېږېدلی ؤ، لعنت ووایه.
۳ شي دې تباه هغه ورځ
چې په کې زه یم زېږېدلی
د مور په نس کې چې پیدا شومه زه
وي دې لعنت په هغې شپې باندې
۴ خدای تعالی، بدله هغه ورځ کړه په تیارې باندې
بیا در په یاده نه کړې هغه ورځ
رڼا مه راوله بیا په هغه ورځ باندې
۵ توره دې شي او رادې شي توره تیاره ورباندې
ورباندې پاتې دې شي ورېځې
هغه دې ووېروي د هغې ورځې تیاره
۶ تباه دې شي هغه شپه
هغه دې نه شي حساب د کال په ورځو کې
هغه دې نه شي حساب په میاشتو کې
۷ په هغه شپه دې پیدا نه شي ماشوم
په کې دې نه وي د خوشحالۍ چیغې
۸ لعنت ویونکي دې لعنت ووایي په هغې ورځې باندې
څوک چې کولای شي راویښ کړي بحري ښامار
۹ د سهار ستوري دې شي تیاره د هغې
وي دې په تمه د رڼا، خو رڼا به نه وي
نه دې وویني هغه د سهار سترګه
۱۰ ځکه چې بند یې نه کړ رحم زما د مور
او زه یې پیدا کړمه چې ووینم دا تکلیفونه ټول
۱۱ ولې مړ نه شومه زه د زېږېدو په وخت کې؟
او ولې مړ نه شوم کله چې راغلمه دنیا ته د مور له رحم؟
۱۲ ولې مې مور په زنګنونو خپلو څملولم؟
او ولې هغې خپلې شیدې راکړې؟
۱۳ که په هغه وخت کې مړ وای نو خاموش به وای اوس
زه به ویده وای او ارام به وای
۱۴ وای به ارام زه د دنیا د پاچاهانو او وزیرانو سره
هغوی چې ځان ته وو جوړ کړي هغه ځایونه
چې اوس وران پراته دي
۱۵ بیا به ویده وای زه د هغو شاهزادګانو سره
چې خپل کورونه یې ډکول د سرو او سپینو زرو څخه
۱۶ ولې ښخ نه شومه زه هغه ماشوم په شان
چې زېږېدلی وي مړ او لیدلې یې نه وي هیڅکله رڼا؟
۱۷ بدکاره خلک بس کوي بدکاري قبر کې
او ستومانه خلک به ومومي ارام هلته
۱۸ حتی تردې چې بندیان هم وي ارام
نه به اوري اوازونه د ظالمانو
۱۹ هلته هرڅوک، لوی او واړه یوشان دي
او غلامان به ازادیږي خپلو بادارانو څخه
۲۰ بدبخته خلک ولې ژوند تېر کړي رڼا کې؟
هغوی ته ولې ورکوي ژوند چې په غم اخته دي؟
۲۱ د مرګ په ارمان دي هغوی خو ورته نه راځي
هغوی د پټې خزانې څخه ګور ښه ګڼي
۲۲ خوشحالیږي هغوی تر هغه وخته پورې
ترڅو چې مړه شي او ښخ شي هغوی
۲۳ ولې رڼا ځلوي په داسې کس باندې چې یې لار وي پټه؟
خدای راګېر کړي هغوی په تکلیفونو کې
۲۴ زه ویر کومه د خوراک په ځای
او زګېروي مې دي روان لکه اوبو په شان
۲۵ زه چې له هر شي څخه وېره کوم هغه راځي راباندې
او له هغه څه نه چې وېرېدمه زه راباندې راغی
۲۶ نشته ارام، نشته سکون زما
او نه ختمیږي تکلیفونه زما