Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
څلورم فصل
لومړۍ وینا
(۴:۱ - ۱۴:۲۲)
بېګناه خلک نه تباه کیږي
۱ بیا الیفاز چې د تیمان د ښار څخه ؤ، ځواب ورکړ:
۲ ای ایوبه خفه کېږې خو به نه که زه خبرې وکړم؟
زه نور خاموش پاتې کېدلی نه شم
۳ تا ډېرو خلکو ته ده لار ښودلې
تا قوي کړي دي کمزور لاسونه
۴ ستا خبرو به قوت ورکاوه چې ښویېده به څوک
او یو کمزوري ته قوت چې هغه ودریږي
۵ خو اوس دی وار ستا د تکلیف او بېصبره شوی یې ته
چې درباندې راشي تکلیف او ډېر به پرېشانه شې
۶ ایا ستا اعتماد د خدای نه وېره نه ده
ایا ستا صداقت نه درکوي تا ته امید؟
۷ در په یاد کړه، داسې څوک شته
چې بېګناه وي او تباه شوی وي؟
چې هلاک شوی وي کوم نېک انسان؟
۸ لکه څنګه چې لیدلي دي ما څوک چې کري بدي
او څوک چې کري بدي نو هماغه به رېبي
۹ د خدای ساه به د توفان په شان تباه کړي هغوی
او هغوی به وسوځوي د خپل قهر په اور
۱۰ بدکاره خلک غوریږي لکه زمریانو په شان
خو غلي کوي هغوی خدای او ورماتوي غاښونه
۱۱ قوي زمریانو په شان چې د خوراک دپاره نه لري ښکار
هغوی مړه کیږي او خپریږي هره خوا یې ټول بچیان
۱۲ چا راته پټ یو پیغام راوړ
او زما غوږ ته ګونګوسې راغلې
۱۳ یو شپه ما خوب ولیده
هغه وخت چې خلک ویده وو درانه خوب باندې
۱۴ په ما وېره راغله او ولړزېدم
چې ویې لړزول ټول هډوکي زما
۱۵ یو نری باد زما په مخ ولګېد
او د بدن ویښته مې ودرېدل له وېرې څخه
۱۶ هلته مې ولید چې یو شی ولاړ ؤ
ما ورته وکتل په ځیر خو ومې نه پېژانده
ؤ یو شکل زما په وړاندې
بیا مې یو غږ په خاموشۍ کې واورېد
۱۷ ایا نېک کېدلی شي فاني انسان د خدای په نظر؟
یا پاک کېدای شي انسان د خالق په نظر؟
۱۸ که اعتبار نه کوي خدای په اسماني خدمتګارانو خپلو
او پیدا کوي هغه عیبونه فرښتو خپلو کې
۱۹ نو فکر کوې چې دی به وکړي اعتبار
هغه مخلوق باندې چې جوړ له خاورې نه دی
د خاورې داسې یو شی چې ځي له منځه د پتنګ په شان؟
۲۰ هغوی سهار ژوندي وي
خو مړه کېږي بېخبره د ماښام نه مخکې
۲۱ اخیستل کیږي هغه څه چې دي هغوی سره
مړه کېږي هغوی په ناپوهۍ کې