Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
پنځم فصل
ایوب باید خدای ته خپله دعوه وړاندې کړي
د الیفاز د خبرو دوام:
۱ فریاد وکړه ای ایوبه
ایا څوک شته درته ځواب درکړي؟
شته کومه داسې فرښته
چې ورته واړوې خپل مخ او ترې کومک وغواړې؟
۲ وژني ناپوهه انسانان قهر
له منځه وړي بخیلي ساده انسان
۳ ناپوهه خلک مې لیدلي چې ریښې کوي د ونې په شان
خو په کورونو د هغوی باندې مې ووایه لعنت ناڅاپه
۴ په اولادونو د هغوی به هېڅ وخت نه وي خیریت
هېڅوک به نه وي چې دفاع یې وکړي په محکمه کې
۵ خوري فصلونه د ناپوهه خلکو به وږي خلک
حتی هر څه چې راشنه کیږي د اغزیو منځ کې
او تږي خلک به یې شتمني لوټوي
۶ بدبختي خاوره کې شنه کیږي نه
او تکلیف په ځمکه زرغونیږي نه
۷ خو انسان دی پیدا شوی د تکلیف دپاره
لکه چې څنګه سپرغۍ الوزي له اوره څخه
۸ که ستا په ځای وای ما به کړې وای رجوع خدای ته
او وړاندې کړې به وای ما خپله دعوه هغه ته
۹ کوم لوی کارونه چې هغه یې کوي ورباندې نه پوهېږو
او نه ختمیږي معجزې د هغه
۱۰ هغه باران وروي ځمکه باندې
او پټیو ته اوبه ورکوي
۱۱ هغه عاجزانو ته ورکوي سرلوړي
او غمځپلو ته خلاصون ورکوي
۱۲ شنډوي هغه دسیسې د ټګانو
ترڅو نه شي بریالي د دوی کارونه
۱۳ خپلو پلانونو کې هوښیاران ګېروي
ترڅو ناکام شي زر د هغوی پلانونه
۱۴ راځي تیاره په هغوی د ورځې وخت کې
هغوی غرمه کې ټپوي لاسونه لکه د شپې په وخت
۱۵ خو خلاصوي خدای غریبان د بدکارانو د خبرو څخه
او محتاجان د زورورو د منګولو څخه
۱۶ پیدا کوي هیله هغه له غریبانو سره
او بندوي د بدکارانو خولې
۱۷ بختور دي هغه خلک چې یې خدای اصلاح کوي
مه خفه کېږه هغه وخت چې مطلق قادر تا رټي
۱۸ پیدا کوي چې کوم زخمونه خدای
خو په هغو باندې پټۍ لګوي
ژوبلوي د هغه لاس تا خو رغوي دې هم
۱۹ که هر څو ځلې تکلیف درباندې راشي
خدای به دې وساتي له زیانه څخه
۲۰ تا به وساتي ژوندی د قحطۍ وخت کې هغه
او تا به وژغوري له مرګ څخه په جنګ کې هغه
۲۱ له بدنامۍ نه به دې خدای وساتي
د تباهۍ په وخت به نه وېرېږې
۲۲ ته به قحطۍ او تباهۍ پورې خندا کوې
او نه به وېرېږې له وحشي حیواناتو څخه
۲۳ ته چې قلبه کوې کومو پټیو کې
تیږې به نه کړي مزاحمت تا ته
ته به په امن کې یې د وحشي حیواناتو څخه
۲۴ نو ته به اوسې په امن خپل کور کې
او وي به خوندي پسونه ستا او ورک به نه شي هغه
۲۵ شي به زیات ستا ماشومان
او ستا اولاده لکه واښو په شان
۲۶ لکه پخیږي چې غنم د لو تر وخته پورې
ترڅو چې ستا عمر پخیږي ته به اوسې ژوندی
۲۷ ثابتې کړې په رښتیا دي دا خبرې تجربو زمونږه
نو ای ایوبه، ونیسه غوږ ورته او قبول کړه هغه