د ایوب کتاب

شپږم فصل

د ایوب شکایت په حقه دی

۱ بیا ایوب الیفاز ته ځواب ورکړ:

۲ که خفګان وای وزن شوی زما

او تکلیفونه وای تلل شوي زما

۳ وای به درانه د بحیرې له شګو

نو حیران نه شې ته زما سختو خبرو باندې

۴ مطلق قادر زه ویشتلی یم په غشو باندې

شول خپاره د هغو زهر په بدن کې زما

زما په ضد خدای قطار کړي بلاګانې خپلې

۵ ایا کله چې خر لري واښه نو هرهر کوي

او چې غویی لري وچ واښه نو رمباړې وهي؟

۶ ایا مزه لري بې‌مالګې خواړه

یا وي خوند د هګۍ سپین کې؟

۷ اشتها نه لرم د هغو خوړو

هر څه چې خورم ما ته پرې کانګې راځي

۸ کاشکې کولای شوای غوښتنه ما

او پوره کړې وای خدای هیله زما

۹ کاشکې ټوټې ټوټې کړي هغه ما

او را‌اوږد کړي خپل لاس او ووژني ما

۱۰ دا تسلي به وای زما دپاره

او په سخت درد کې به خوشحاله وای

ځکه انکار مې نه دی کړی

سپېڅلي خدای له خبرو څخه

۱۱ زه څه قوت لرم چې ژوند ته مې دوام ورکړم؟

څه امید لرمه زه چې ژوندی پاتې شم؟

۱۲ ایا قوي یمه زه لکه د تیږې په شان

یا بدن مې جوړ دی له برنجو څخه؟

۱۳ زه د ځان سره کومک کولای نه شم

داسې څوک نشته چې نجات راکړي

۱۴ چې په خپل دوست باندې څوک رحم نه کړي

هغه نه وېریږي قادر مطلق نه

۱۵ خو زما ملګرو، بې‌وفا یئ تاسو داسې ویالې په شان

چې باران نه اوري، وچیږي هغه

۱۶ هغه ویالې چې بندیږي

په واورې او په یخ باندې

۱۷ خو وچ موسم کې ورکیږي اوبه

او په ګرمۍ کې وچیږي ویاله

۱۸ کاروانونه لېرې کیږي د اوبو پسې د خپلو لارو څخه

ګرځي په دښته کې هغوی او ځي له منځه

۱۹ کاروانونه د تیما لېرې ځایونو کې لټوي اوبه

او د شیبا مسافران لري هیله چې پیدا یې کړي

۲۰ هغوی مایوسه شول ځکه ډاډه وو هغوی

هغوی راورسېدل هلته او نا‌امیده شول

۲۱ زما ملګرو تاسو هم هغې ویالې په شان یئ

مصیبت زما چې ګورئ نو وېرېږئ

۲۲ ایا ما تاسو ته ویلي چې سوغات راکړئ

یا مې ویلي درته چې زما دپاره بل ته ورکړئ رشوت؟

۲۳ یا مې خلاص کړئ د دښمن له لاسه

یا مې په بیه واخلئ د ظالم نه؟

۲۴ راته وکړئ لارښوونه او زه به غلی اوسم

تاسو ما پوه کړئ چې څنګه یم بې‌لارې شوی زه

۲۵ څومره دردناکې دي صادقانه خبرې

خو بحثونه ستاسو ثابتوي څه؟

۲۶ فکر کوئ زما خبرې دي د باد په شان

نو ولې وایئ ځواب د نا‌امیدۍ خبرو ته زما؟

۲۷ تاسو به خرڅ کړئ یتیمان هم

او پیسې به واخلئ د خپل دوست په سر

۲۸ اوس مهربانه شئ او وګورئ ما ته

ځکه چې نه وایم زه دروغ تاسو ته

۲۹ نور بس دی بې‌انصافي مه کوئ

زه په حقه یم او نور مې مه غندئ

۳۰ خو تاسو فکر کوئ چې زه دروغ وایمه؟

فکر کوئ چې زه په ښو او بدو نه پوهېږم؟