د ایوب کتاب

څلورویشتم فصل

ولې بدکارانو ته سزا نه ورکول کیږي؟

د ایوب د خبرو دوام

۱ قادر مطلق ولې وخت نه ټاکي د بدکارانو قضاوت دپاره

او د عدالت یوه ورځ هغو دپاره چې هغه پېژني؟

۲ بدکاره خلک بدلوي د ځمکې حدونه

چې تر‌لاسه کاندي نوره ځمکه

غلا کوي هغوی پسونه

او یو ځای کوي یې خپلو رمو سره

۳ هغوی اخلي خره د یتیمانو څخه

او په ګرو اخلي غویی د کونډو څخه

ترڅو ادا کړي خپل پورونه

۴ هغوی تر‌پښو لاندې کوي د غریبانو حقونه

او حاجتمندان مجبوروي دې ته چې پټ کړي ځانونه

۵ خو غریبان د وحشي خرو په شان

ګرځي خوړو پسې وچه صحرا کې

یوازې په دښته کې موندلی شي

خواړه اولادونو ته خپل

۶ هغوی مجبور دي چې وکړي لو د پردیو په پټیو کې

او ټول کړي پاتې شوي انګور د بدکارانو په تاکونو کې

۷ نشته هغوی سره څه شی چې یې واغوندي د شپې

نشته څه چې هغوی وساتي یخنۍ نه

۸ لمدوي هغوی کوم بارانونه چې وریږي غرو کې

او پناه اخلي د ګټونو منځ کې

۹ له کونډو اخلي ماشومان بد خلک

او د پورونو ورکولو په خاطر اخلي په ګرو

اولادونه د غریبانو څخه

۱۰ خو مجبور دي غریبان چې وګرځي بې له کالیو

هغوی مجبور دي چې لو وکړي د غنمو په وږیو ګېډو

۱۱ د زیتونو نه وباسي هغوی تېل

او شراب وباسي د انګورو څخه

خو ګرځي تږي هغوی په خپله

۱۲ کړي زګېروي په ښارونو کې چې دي د مرګ په حال کې

او ټپیان کړي فریادونه د کومک دپاره

خو خدای نه کوي پام دعاګانو د هغوی ته

۱۳ شته داسې خلک چې دي منکر له رڼا

هغوی پرې نه پوهیږي او نه ځي په هغه لاره

۱۴ قاتل راپاڅېږي د سباوون نه مخکې

او وځي چې ووژني غریبان او محتاجه خلک

او کوي غلا هغه په شپه کې

۱۵ زناکار کړي انتظار د تیارې

پټوي هغه خپل مخ چې یې ونه پېژني څوک

۱۶ غله اوړي په شپه کې کورونو ته چې وکړي غلا

خو د ورځې له خوا هغه پټیږي او ساتي ځان له رڼا

۱۷ هغوی ټول وېریږي د ورځې له رڼا نه

خو عادت دي هغوی د وېروونکې تیارې سره

د بدکارانو سرنوشت

۱۸ بدکاران وړي سېلابونه

راولي خدای د هغوی په ځمکه لعنتونه

نور په کار نه راځي د هغوی تاکونه

۱۹ لکه څنګه چې ورکیږي په ګرمۍ او وچکالۍ کې واوره

داسې ورکیږي د ژوندون له دنیا ګناهکاران

۲۰ خپلو میندو هم هېر کړي هغوی

هغوی خوړلي دي چینجیو

څوک به نه یادوي نور هغوی

بدکاران دي رالوېدلي لکه د ونو په شان

۲۱ دا ځکه چې کوي بد چلند هغوی د بې‌اولاده ښځو سره

او نه کوي مهرباني هغوی د کونډو سره

۲۲ په خپل قوت سره خدای له منځه وړي زوروران

پورته کوي خدای خپل لاس او مړه کیږي بدکاران

۲۳ کېدای شي خدای ورکړي هغوی ته په امن کې ژوند

خو همېشه هغوی ساتي خپلې څارنې لاندې

۲۴ بریالي کیږي هغوی د څه مودې دپاره

خو مړاوي کیږي بیا د هرزه بوټو په شان

چې پرې شوی وي د غلو دانو د هغه وږي په شان

۲۵ ایا منکرېدای شي څوک له دې خبرې؟

ایا ثابتولی شي څوک غلطې زما خبرې؟