Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
پنځه ویشتم فصل
انسان د خدای په نظر کې نېک نه دی
۱ بیا بلدد چې د شوح څخه ؤ، ځواب ورکړ:
۲ خدای قدرتمن دی او باید ټول ورڅخه ووېریږي
هغه په سوله کې ساتي خپله اسماني پاچاهي
۳ ایا شمېرلی شي څوک هغه فرښتې چې کړي خدمت د هغه؟
ایا شته داسې ځای چې نه ځلیږي هلته نور د خدای؟
۴ ایا کېدای شي څوک وي نېک د خدای نظر کې؟
څنګه کېدای شي چې انسان پاک وي؟
۵ حتی سپوږمۍ نه ده روښانه د هغه نظر کې
نه یې ستوري په نظر کې پاک دي
۶ نو بیا انسان څه شی دی
چې بېارزښته دی لکه چینجي په شان؟
څه ارزښت لري ژوند د انسان د خدای نظر کې؟