د ایوب کتاب

پنځه ویشتم فصل

انسان د خدای په نظر کې نېک نه دی

۱ بیا بلدد چې د شوح څخه ؤ، ځواب ورکړ:

۲ خدای قدرتمن دی او باید ټول ورڅخه ووېریږي

هغه په سوله کې ساتي خپله اسماني پاچاهي

۳ ایا شمېرلی شي څوک هغه فرښتې چې کړي خدمت د هغه؟

ایا شته داسې ځای چې نه ځلیږي هلته نور د خدای؟

۴ ایا کېدای شي څوک وي نېک د خدای نظر کې؟

څنګه کېدای شي چې انسان پاک وي؟

۵ حتی سپوږمۍ نه ده روښانه د هغه نظر کې

نه یې ستوري په نظر کې پاک دي

۶ نو بیا انسان څه شی دی

چې بې‌ارزښته دی لکه چینجي په شان؟

څه ارزښت لري ژوند د انسان د خدای نظر کې؟