Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
څلور دېرشم فصل
د عدالت په هکله د الیهو خبرې
۱ بیا الیهو خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
۲ خپل په فکر تاسو ډېر یئ هوښیار سړي
ونیسئ غوږ اوس چې څه وایمه زه
۳ لکه څنګه چې پوهیږي خوله د ښو خوړو په خوند
او پېژني غوږونه پوهې خبرې
۴ نو راځئ څه چې وي سم هغه کړو غوره
او چې وکړو په خپل منځ کې پرېکړه
د ایوب د دعوې په هکله
۵ ایوب وایي چې بېګناه یمه زه
او ما سره نه کوي انصاف خدای
۶ که څه هم زه یم په حقه، خو دوی ته یمه دروغجن
دي ټپونه زما ناعلاجه خو بېګناه یمه زه
۷ ایا داسې څوک شته لکه ایوب په شان
چې ملنډې وهي نورو باندې؟
۸ خوښوي د بدو خلکو ملګرتیا هغه
او ګرځي ګناهکارانو سره
۹ هغه وایي چې دا نه لري هېڅ ګټه
چې ترلاسه کړو رضا د خدای
۱۰ ما ته غوږ شئ ای تاسو پوهو خلکو
ایا مطلق قادر به وکړي بد یا غلط کار؟
۱۱ ورکوي خلکو ته هغه د خپلو کړو وړو اجر
او چې څنګه یې لایق وي کړي چلند ورسره هماغه شان
۱۲ بې له شکه بدي نه کوي خدای
مطلق قادر نه کوي بېانصافي چا سره
۱۳ ایا قدرت ترلاسه کړی له بل چا نه هغه؟
ایا بل چا وټاکه هغه مسوول د نړۍ؟
۱۴ که خدای وکړي اراده
چې واخلي خپل روح او د ژوند ساه بېرته
۱۵ نو بیا به مړه شي ټول انسانان
او شي به بدل هغوی په خاورو باندې
۱۶ اوس واوره که عقلمن یې ته
ما ته غوږ ونیسه چې درته څه وایم زه
۱۷ که خدای کرکه له انصاف نه کوي
نو بیا څنګه کولای شي حکومت هغه؟
ایا محکوموئ هغه چې دی عادل او قوي؟
۱۸ ځکه هغه دی چې غندنه کوي
د بېکاره پاچاهانو او بدکاره مشرانو
۱۹ نه کوي طرفداري د حاکمانو هغه
نه ګڼي غوره شتمن له غریبانو څخه
ځکه پیدا کړی هر یو تن دی هغه
۲۰ کېدای شي مړه شي هغوی ناڅاپه شپه کې
خدای وهي هغوی او هلاکیږي هغوی
زورور خلک به شي لرې خو د انسان په لاس نه
۲۱ هغه ساتي انسان د خپلې څارنې لاندې
او په هر قدم کې دی تر نظر لاندې هغه
۲۲ هېڅ نشته داسې توره تیاره
چې کړي پټ ګناهکار له خدایه
۲۳ اړتیا نه لري خدای چې وخت وټاکي یو کس دپاره
چې لاړ شي او هغه وکړي قضاوت ورباندې
۲۴ هغه ته نشته د څېړنې اړتیا
چې کړي لېرې مشران
او وټاکي نور خلک د هغوی په ځای
۲۵ ځکه خبر دی هغه له کړو وړو د هغوی
لېرې کوي هغوی او تباه کوي یې شپه کې
۲۶ ورکوي سزا هغوی ته په خاطر د بدو کارو
په داسې ځای کې چې ټول یې ویني
۲۷ ځکه پریښې ده هغوی پیروي د هغه
او له نظره یې غورځولي ټول حکمونه د هغه
۲۸ مجبورول دوی غریبان چې وکړي خدای ته فریادونه
او مرستې دپاره اورېدل یې فریادونه د دوی
۲۹ که خدای وکړي دغه پرېکړه چې خاموش پاتې شي
نو څوک کولای شي چې وکړي اعتراض ورباندې؟
که هغه پټ کړي خپل مخ نو څوک یې شي لیدلی
که هغه وي یو کس یا وي یو قوم؟
۳۰ قومونه نه به شي کولای هېڅ کار چې ونیسي مخه
د بېدینه خلکو چې ونه کړي حکومت ورباندې
۳۱ ایوبه، ایا تا کړی خدای ته اقرار د ګناهونو خپلو؟
او وعده دې کړې چې بیا به نه کړې ګناهونه؟
۳۲ ایا تا غوښتي دي له خدایه چې درښکاره کړي ګناهونه ستا؟
ایا منلې دې ده دا خبره چې بس کوې به بد کارونه؟
۳۳ ته چې کوې اعتراضونه په کارونو د خدای
ته کولای شې ترې تمه چې کارونه ستا د خوښې وکړي؟
ستا په لاس کې ده دا پرېکړه، نه ده زما په لاس کې
اوس مونږ ته ووایه ته چې څه فکرونه کوې
۳۴ په یقین سره به ومني هر باشعوره سړی دا خبره
او هوښیاران چې اوري زما خبرې کوي به دا خبره
۳۵ چې ایوب کړي د جهالت خبرې
هېڅ معنی نه لري د هغه خبرې
۳۶ ایوبه، ته مستحق یې د لویې سزا
ځکه چې تا وکړې خبرې د بدکاره په شان
۳۷ په یاغیتوب سره ته خپله ګناه ډېروې
تا دی کړی سپکاوی د خدای زمونږ حضور کې