Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ایوب کتاب
اتم فصل
بلدد وایي چې ایوب باید توبه وباسي
۱ بیا بلدد چې د شوح څخه ؤ، ځواب ورکړ:
۲ ترڅو به ته کوې خبرې؟
د تېز باد په شان دي ستا خبرې
۳ بېانصافي نه کوي خدای هېڅکله
تل کوي عادلانه کارونه مطلق قادر
۴ که اولادونو ستا ګناه کړې وي
د خدای په وړاندې
نو خدای دې ورکړي سزا
لکه چې څنګه یې لایق وو هغوی
۵ که ته خدای ته رجوع وکړې
که ته وکړې زاري مطلق قادر ته رحم دپاره
۶ که چېرې ته دومره صادق او پاک یې
نو شي به راپورته هغه ستا دپاره
بې له شکه بېرته به درکړي کورنۍ دې خپله
۷ تا چې لرل کوم څه هغه ډېر کم وو
د هغه څه په پرتله چې ته به یې ولرئ بیا
۸ پوښتنه وکړه د پخوا زمانې خلکو څخه
څه چې زده کړي دي زمونږ نیکونو
ته فکر وکړه د هغو په هکله
۹ عمر زمونږ دی لنډ او په هېڅ شي نه پوهېږو
په دنیا کې زمونږ ژوند داسې تېریږي
لکه سیوري په شان
۱۰ له پخوانیو خلکو واخله عبرت
ته غوږ ونیسه پوهو خبرو ته د دوی
۱۱ چې اوبه کوم ځای کې نه وي
هلته لوخې نه شنې کیږي
له جبه زاره پرته هېڅ نه لوییږي هغه
۱۲ که اوبه نه وي نو شنې نه پاتې کیږي هغه
زر مړاوي کیږي هغه نورو واښو څخه
۱۳ همداسې کیږي هغو خلکو سره
چې خدای یې هېر شي
امیدونه تباه کیږي د بېدینه خلکو
۱۴ په هغه شي باندې اعتبار کوي دوی
چې وي نازک لکه د غڼې د جال
۱۵ که دوی تکیه وکړي د غڼې په جال
نو وبه نه کاندي ساتنه د هغوی
هغو شیانو باندې کوي تکیه هغوی
چې پاتې کېدلی نه شي ټینګ
۱۶ راشنه کیږي بد خلک لمر کې د هرزه بوټو په شان
او خپریږي څانګې یې په ټول باغ کې
۱۷ راتاویږي د هغوی ریښې له تیږو څخه
راټینګوي خپل ځان په هر ګټ پورې
۱۸ خو که هغه راوویستل شي له خپله ځایه
انکار به وکړي هغه ځای او وایي به
چې ما هیڅکله نه یئ لیدلي تاسو
۱۹ په دې ډول د بدو خلکو خوشحالي وي د لږ وخت دپاره
نور به راځي او د دوی ځای به نیسي
۲۰ خو ای ایوبه، خدای به رد نه کړي بېعیبه خلک
او نه به بد کارو سره مرسته کوي
۲۱ هغه به بیا خوشحالي درکړي تا ته
او خوله به دې ډکه له خندا نه کړي
۲۲ خو وبه شرمیږي ستا بد دښمنان
او کور به تباه شي د بدکارانو