Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د ایلعازر په نوم یو سړی ؤ چې ناروغه ؤ. د هغه کور په بیتعنیا کې ؤ، یعنې په هغه کلي کې چې مریم او د هغې خور مرتا اوسېدله. ۲ دا هغه مریم ده چې ورسته د عیسی په پښو باندې عطر اچوي او د هغه پښې په خپلو ویښتانو وچوي. د هغې ورور ایلعازر ناروغه ؤ. ۳ نو خویندو یې عیسی ته خبر ورولېږه او ورته ویې ویل: «استاذه، ستا ګران دوست ناروغه دی.» ۴ کله چې عیسی دا واورېدل نو ویې ویل: «ایلعازر به د دې ناروغۍ څخه نه مړ کیږي بلکې دا د خدای د جلال ښکاره کولو دپاره یوه وسیله ده، ترڅو د خدای زوی هم له دې لارې جلال ومومي.»
۵ په عیسی باندې مرتا، د هغې خور او ایلعازر ګران وو. ۶ سره له دې چې هغه د ایلعازر د ناروغۍ نه خبر شو، خو دوه ورځې نور هم په هغه ځای کې چې ؤ، هلته پاتې شو. ۷ بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې بېرته یهودیې ته لاړ شو.» ۸ شاګردانو ورته وویل: «ای استاذه، لږه موده مخکې د هغه ځای خلکو غوښتل تا سنګسار کړي، خو ته بیاهم غواړې چې هلته لاړ شې؟» ۹ عیسی ځواب ورکړ: «ایا په ورځ کې دولس ساعته رڼا نه وي؟ څوک چې د ورځې ګرځي نه راغورځیږي، ځکه چې د دې نړۍ رڼا ویني. ۱۰ خو که څوک د شپې ګرځي نو غورځیږي، ځکه چې د هغه سره رڼا نه وي.» ۱۱ عیسی دا خبرې وکړې او بیا یې هغوی ته وویل: «زمونږ دوست ایلعازر ویده پروت دی، خو زه ورځم چې راویښ یې کړم.» ۱۲ شاګردانو وویل: «ای استاذه، که هغه ویده وي نو هغه به راپاڅیږي.» ۱۳ خو د عیسی د خبرې مقصد دا ؤ چې ایلعازر مړ شوی دی، خو هغوی فکر وکړ چې د هغه مقصد عادي خوب دی. ۱۴ نو عیسی هغوی ته ښکاره وویل: «ایلعازر مړ شوی دی. ۱۵ خو زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم چې هلته نه وم، ځکه چې تاسو به اوس په رښتیا ایمان راوړئ. راځئ چې هغه ته ورشو.»
۱۶ توما چې د غبرګوني په نوم هم یادېده، نورو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې مونږ هم لاړ شو او د هغه سره مړه شو.»
۱۷ کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، څلور ورځې کېدلې چې د ایلعازر مړی په قبر کې ایښودل شوی ؤ. ۱۸ بیتعنیا د اورشلیم نه شاوخوا درې کیلومتره لېرې ؤ ۱۹ او د اورشلیم نه د یهودیې ډېر خلک مرتا او مریم ته راغلي وو چې د هغوی د ورور د مړینې په خاطر ورته تسلي ورکړي، ۲۰ نو کله چې مرتا د عیسی د راتللو څخه خبره شوه، د هغه مخې ته ورغله، خو مریم په کور کې پاتې شوه. ۲۱ مرتا عیسی ته وویل: «استاذه، که ته دلته وای، نو زما ورور به نه وای مړ شوی. ۲۲ خو زه اوس هم په دې پوهېږم چې که ته د خدای څخه هرڅه وغواړې، نو خدای به یې درکړي.» ۲۳ عیسی هغې ته وویل: «ستا ورور به بېرته راژوندی شي.» ۲۴ مرتا وویل: «زه پوهېږم چې هغه به د قیامت په ورځ راژوندی شي.» ۲۵ عیسی هغې ته وویل: «زه قیامت او ژوندون یم. که څوک په ما باندې ایمان راوړي که هغه مړ هم شي، خو بیا به هم ژوندی وي، ۲۶ او که څوک ژوندی وي او په ما باندې ایمان راوړي، نو هغه به هېڅکله هم مړ نه شي. ایا په دې باندې باور کوې؟» ۲۷ هغې وویل: «هو، استاذه! زه په دې ایمان لرم چې ته مسیح یعنې د خدای زوی یې، د چا په هکله چې خدای ویلي دي چې هغه باید نړۍ ته راشي.»
۲۸ کله چې مرتا دا خبره وکړه، نو لاړه او خپلې خور ته یې غږ وکړ او په پټه یې ورته وویل: «استاذ راغلی دی او تا غواړي.» ۲۹ کله چې مریم دا واورېدل، نو زر راپاڅېدله او عیسی ته ورغله. ۳۰ عیسی لا کلي ته رسېدلی نه ؤ او لا په هماغه ځای کې ؤ چې مرتا یې لیدلو ته ورغلې وه. ۳۱ کوم خلک چې مریم ته د تسلۍ ورکولو دپاره راغلي وو او د هغې په کور کې وو، نو کله یې چې ولیدل چې هغه په بیړه له کوره وځي نو هغې پسې روان شول. هغوی فکر کاوه چې هغه قبر ته روانه ده چې هلته وژاړي.
۳۲ مریم هغه ځای ته ورسېدله چې عیسی په کې ؤ او څنګه یې چې هغه ولیده، نو پښو ته یې پرېوتله او ویې ویل: «استاذه، که ته دلته وای، نو زما ورور به نه وای مړ شوی.» ۳۳ کله چې عیسی هغه ولیدله چې ژاړي او همدارنګه کوم خلک چې د هغې سره راغلي وو هم ژاړي، نو سوړ اوسېلی یې وویست او ډېر خفه شو ۳۴ او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «د هغه قبر چېرته دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «ښاغلیه، راشه او ویې ګوره.» ۳۵ عیسی په ژړا شو. ۳۶ بیا خلکو وویل: «وګورئ هغه ورباندې څومره ګران ؤ.» ۳۷ خو ځینو یې وویل: «دې سړي چې د هغه ړوند سړي سترګې بینا کړلې، ایا دا یې نه شو کولای چې ایلعازر یې د مرګ نه ژغورلی وای؟»
۳۸ عیسی یوځل بیا سوړ اوسېلی وویست او قبر ته ورغی. دا قبر یو غار ؤ چې خولې ته یې یوه تیږه ایښودل شوې وه. ۳۹ عیسی خلکو ته امر وکړ: «تیږه لېرې کړئ.» مرتا د مړ شوي سړي خور هغه ته وویل: «استاذه، اوس خو د هغه د مرګ څلور ورځې شوې دي او بوی به یې کړی وي.» ۴۰ عیسی هغې ته وویل: «ایا تاته مې نه وو ویلي چې که چېرې ته ایمان ولرې، نو د خدای جلال به ووینې؟» ۴۱ نو خلکو تیږه لېرې کړه. بیا عیسی پورته اسمان ته وکتل او ویې ویل: «ای پلاره، زه ستا شکر کوم چې زما دعا دې واورېدله. ۴۲ زه پوهېدم چې ته تل زما دعا اورې، خو ما دا د دې خلکو په خاطر چې دلته ولاړ دي وویل، ترڅو هغوی په دې باندې ایمان راوړي چې زه تا رالېږلی یم.» ۴۳ کله چې عیسی دعا خلاصه کړه، نو په لوړ اواز یې چیغه کړه: «ای ایلعازره، راووځه.» ۴۴ نو هغه مړی چې لاسونه او پښې یې په کفن کې تاو شوې وې او مخ یې په دستمال کې پټ ؤ، راووت. عیسی هغوی ته وویل: «هغه راخلاص کړئ او پرېږدئ چې لاړ شي.»
۴۵ نو ډېرو خلکو چې د مریم لیدلو ته راغلي وو، کله چې هغوی هغه څه چې عیسی وکړل ولیدل، نو په هغه باندې یې ایمان راوړ. ۴۶ خو د هغوی څخه ځینې یې فریسیانو ته ورغلل او کوم کارونه چې عیسی کړي وو هغوی ته یې وویل. ۴۷ بیا فریسیانو او مشرانو کاهنانو شورا راوغوښتله او ویې ویل: «څه باید وکړو؟ ځکه چې دا سړی ډېرې معجزې ښکاره کوي. ۴۸ که مونږ هغه پرېږدو چې همداسې کارونه وکړي نو ټول خلک به ورباندې ایمان راوړي، بیا به رومیان راشي او زمونږ د خدای کور او زمونږ ټول قوم به له منځه یوسي.» ۴۹ خو په هغوی کې یو تن چې قیافا نومېده او په هغه کال لوی کاهن ؤ، وویل: «تاسو نه پوهېږئ! ۵۰ په دې نه پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا ښه ده چې یو کس د ټول قوم په خاطر مړ شي، نه دا چې ټول قوم تباه شي.» ۵۱ هغه دا خبره له خپله ځانه ونه کړه بلکې د دې دپاره چې هغه په هغه کال لوی کاهن ؤ، نو هغه پېشګویي وکړه چې عیسی به د یهودو د قوم په خاطر مړ شي، ۵۲ او یوازې د هغه قوم دپاره نه بلکې د خدای ټول خواره واره اولادونه چې په مختلفو ځایونو کې اوسیږي سره یوځای کړي. ۵۳ نو د هماغې ورځې نه هغوی د عیسی د وژلو پرېکړه وکړه. ۵۴ له هغې وروسته عیسی نور د خلکو په منځ کې ښکاره نه ګرځېده بلکې د هغه ځای نه یوې سیمې ته چې دښتې ته نژدې وه، یعنې د افرایم په نوم ښار ته لاړ او د خپلو شاګردانو سره هلته پاتې شو.
۵۵ د یهودیانو د فسحې اختر نژدې ؤ او ډېر خلک د کلیوالي سیمو نه اورشلیم ته راغلل چې د اختر نه مخکې د پاکوالي مراسم سرته ورسوي. ۵۶ هغوی عیسی لټاوه او څنګه چې هغوی د خدای په کور کې سره راټول شول نو یو بل ته یې وویل: «تاسو څه فکر کوئ، ایا هغه به د اختر جشن ته رانه شي؟» ۵۷ مشرانو کاهنانو او فریسیانو دا حکم کړی ؤ، که هرڅوک پوه شي چې عیسی چېرته دی، نو دوی ته دې خبر ورکړي چې هغه ونیسي.