0:00 / 0:00

د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیل

دولسم فصل

مریم د عیسی په پښو باندې قیمتي عطر اچوي

(متي ۲۶:‌۶‌-‌۱۳ او مرقوس ۱۴:‌۳‌-‌۹)

۱ د فسحې د اختر نه شپږ ورځې مخکې عیسی بیت‌عنیا ته چې ایلعازر په کې اوسېده، یعنې هماغه سړی چې هغه د مرګ نه وروسته بېرته راژوندی کړی ؤ، راغی. ۲ هغوی هلته د عیسی دپاره د ماښام ډوډۍ تیاره کړې وه. مرتا د هغوی خدمت کاوه او ایلعازر هم د عیسی سره ډوډۍ ته ناست ؤ. ۳ په دې وخت کې مریم یو بوتل قیمتي عطر چې نیم لیتر ؤ او د یو ډول خالصه خوشبویه ملهمو څخه جوړ شوي وو، راواخیستل او د عیسی په پښو باندې یې واچول او د هغه پښې یې په خپلو ویښتانو باندې وچې کړلې او ټول کور د عطرو د خوشبویۍ نه ډک شو. ۴ خو یهودا اسخریوتي چې د عیسی د شاګردانو څخه ؤ او وروسته یې د هغه سره خیانت وکړ، وویل: ۵ «دا عطر ولې د درېو سوو سپینو زرو په سکو باندې خرڅ نه شول چې پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای؟» ۶ هغه دا خبره د دې دپاره ونه کړه چې ګنې د هغه سره د غریبانو غم ؤ، بلکې په دې خاطر چې هغه خپله غل ؤ او څرنګه چې هغه د پیسو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود، نو اکثره وخت به یې یو څه پیسې د خپل ځان دپاره پټولې ۷ عیسی وویل: «د هغې سره کار مه لرئ، هغې زه د ښخولو دپاره تیار کړم. ۸ ځکه چې غریبان به تل ستاسو سره وي، خو زه به تل تاسو سره نه یم.»

د ایلعازر په ضد دسیسه

۹ زیات شمېر خلک خبر شول چې عیسی په بیت‌عنیا کې دی، نو هغوی هلته ورغلل. یوازې د دې دپاره نه چې عیسی وویني بلکې ایلعازر چې عیسی راژوندی کړی ؤ، هم وویني. ۱۰ نو مشرانو کاهنانو پرېکړه وکړه چې ایلعازر هم ووژني، ۱۱ ځکه چې د هغه له امله ډېرو خلکو هغوی پرېښودل او په عیسی باندې یې ایمان راوړ.

په بریالیتوب سره اورشلیم ته د عیسی ننوتل

(متي ۲۱:‌۱‌-‌۱۱ او مرقوس ۱۱:‌۱‌-‌۱۱ او لوقا ۱۹:‌۲۸‌-‌۴۰)

۱۲ په بله ورځ ګڼ شمېر خلک چې د اختر دپاره راغلي وو، خبر شول چې عیسی اورشلیم ته راروان دی. ۱۳ نو هغوی د خرما د ونو څانګې واخیستلې او د هغه مخې ته ورووتل او چیغې یې وهلې: «ژوندی دې وي! مبارک دی وي هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي! مبارک دي وي د اسراییلو پاچا!» ۱۴ عیسی یو کوټی پیدا کړ او په هغه باندې سپور شو، لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

۱۵ «ای د صهیون خلکو، نور مه وېرېږئ!

ګوره، ستا پاچا دی راروان

هغه سپور دی په کوټي باندې.»

۱۶ په پیل کې شاګردان د دې شیانو په معنی باندې پوه نه شول، خو کله چې عیسی خپل جلال ته ورسېده، نو هغوی ته ور په یاد شول چې دا شیان د هغه په هکله لیکل شوي وو او د هغه سره همداسې وشول.

۱۷ کله چې عیسی ایلعازر ته غږ وکړ او هغه یې راژوندی کړ او د قبر څخه یې راوویست، نو زیات شمېر خلک هلته موجود وو. هغوی چې څه لیدلي او اورېدلي وو د هغې په هکله یې نورو خلکو ته شاهدي ورکوله. ۱۸ نو ګڼ شمېر خلک د هغه هرکلي ته ورغلل، ځکه چې هغوی اورېدلي وو چې عیسی دا معجزه ښودلې وه. ۱۹ نو بیا فریسیانو یو بل ته سره وویل: «تاسو ګورئ چې مونږ هېڅ نه شو کولای، ټوله نړۍ هغه پسې روانه ده.»

ځینې یونانیان غواړي چې د عیسی سره خبرې وکړي

۲۰ په اختر کې چې د عبادت دپاره اورشلیم ته کوم خلک راغلي وو په هغوی کې ځینې یونانیان هم وو. ۲۱ هغوی فیلیپوس ته چې د جلیل د بیت‌صیدا ؤ، راغلل او ورته ویې ویل: «ای ښاغلیه، مونږ غواړو چې عیسی ووینو.» ۲۲ فیلیپوس لاړ او اندریاس ته یې وویل او هغوی دواړه لاړل چې عیسی خبر کړي. ۲۳ عیسی هغوی ته وویل: «اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې د انسان زوی جلال ومومي. ۲۴ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که د غنمو یوه دانه په خاوره کې ونه لویږي او له منځه لاړه نه شي، نو هغه به هماغه یوه دانه پاتې شي. خو که چېرې هغه له منځه لاړه شي نو ډېرې غلې دانې به راوړي. ۲۵ په چا باندې چې په دې نړۍ کې خپل ځان ګران وي نو هغه به له لاسه ورکړي. خو که څوک په نړۍ کې د خپل ځان نه تېر شي، نو هغه به تل ترتله خپل ژوند وساتي. ۲۶ که څوک غواړي چې زما خدمت وکړي، نو هغه دې ما پسې راځي او چېرته چې زه یم نو زما خدمتګار به هم هلته وي. څوک چې زما خدمت کوي نو زما پلار به هغه سرلوړی کړي.

عیسی د خپل مرګ په هکله خبرې کوي

۲۷ اوس زما زړه نا‌ارامه دی. څه ووایم؟ ایا ووایم: ‹ای پلاره، ما د دې ساعت د کړاو او ځورېدنې نه وساته؟› خو زه دې نړۍ ته د دې دپاره راغلی یم چې وکړېږم. ۲۸ ای پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه!» هغه وخت د اسمان نه یو اواز راغی او ویې ویل: «ما جلال ورکړی دی او بیا به هم جلال ورکړم.» ۲۹ کوم خلک چې په هغه ځای کې ولاړ وو او دا اواز یې واورېد، نو ځینو یې وویل: «دا د تندر اواز ؤ.» خو نورو وویل: «فرښتې د هغه سره خبرې وکړې.» ۳۰ خو عیسی هغوی ته وویل: «دا اواز زما په خاطر نه بلکې ستاسو په خاطر ؤ. ۳۱ اوس د دې وخت رارسېدلی چې خدای به د نړۍ د خلکو په هکله قضاوت کوي او د دې نړۍ واکمن یعنې شیطان به شړل کیږي. ۳۲ کله چې زه د ځمکې نه پورته وخېژول شم، نو ټول انسانان به خپل ځان ته راکاږم.» ۳۳ د عیسی د خبرې اشاره دې ته وه چې هغه به په څه قسم مرګ مړ کیږي.

۳۴ خلکو عیسی ته وویل: «زمونږ شریعت وایي چې مسیح به تل ترتله ژوندی وي. نو بیا ته څنګه ویلی شې چې د انسان زوی باید پورته وخېژول شي؟ دا د انسان زوی څوک دی؟» ۳۵ عیسی هغوی ته وویل: «ستاسو سره د لږ نور وخت دپاره رڼا شته. ترڅو پورې چې دا رڼا ستاسو سره ده نو تاسو ګرځئ، هسې نه چې تیاره درباندې راشي. ځکه څوک چې په تیاره کې ګرځي هغه نه پوهیږي چې چېرته روان دی. ۳۶ تر هغې پورې چې رڼا درسره ده، نو په رڼا باندې ایمان راوړئ د دې دپاره چې تاسو د رڼا بچیان شئ.»

کله چې عیسی خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو لاړ او د هغوی نه پټ شو.

ډېرو خلکو په عیسی باندې ایمان رانه وړ

۳۷ سره له دې چې عیسی د هغوی په مخکې ډېرې معجزې وښودلې خو هغوی په هغه باندې ایمان رانه وړ، ۳۸ ترڅو د اشعیا پیغمبر هغه خبرې رښتیا شي چې ویلي یې وو:

«ای څښتنه، چا زمونږ په پیغام باندې باور کړی دی؟

چاته څښتن خپل قدرت ښودلی دی؟»

۳۹ نو هغوی ونه شو کولای چې ایمان راوړي. اشعیا پیغمبر دا هم ویلي دي:

۴۰ «خدای د هغوی سترګې ړندې کړې دي،

او د هغوی زړونه یې سخت کړي دي،

چې په سترګو باندې څه ونه ویني

او په زړونو کې ورباندې پوه نه شي

او ماته را ونه ګرځي

چې زه یې روغ کړم.»

۴۱ اشعیا دا د دې دپاره وویل چې د عیسی جلال یې لیدلی ؤ او د هغه په هکله یې خبرې وکړې.

۴۲ سره له دې بیاهم ډېرو یهودي مشرانو په هغه باندې ایمان راوړ، خو د فریسیانو له وېرې یې د خپل ایمان راوړلو اقرار نه کاوه، هسې نه چې د کنیسې څخه یې وشړي، ۴۳ ځکه چې هغوی د خدای له خوا د ستاینې په ځای د انسان ستاینه زیاته خوښوله.

د عیسی د کلام په وسیله قضاوت

۴۴ نو عیسی په لوړ اواز وویل: «هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو هغه نه یوازې دا چې په ما باندې یې ایمان راوړی بلکې په هغه چا باندې یې هم راوړی دی چې زه یم رالېږلی یم. ۴۵ هرڅوک چې ما ویني، نو هغه څوک هم ویني چې زه یې رالېږلی یم. ۴۶ زه نړۍ ته لکه د یوې رڼا په شان راغلی یم د دې دپاره چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه په تیاره کې پاتې نه شي. ۴۷ خو که چېرې څوک زما خبرې واوري او عمل ورباندې ونه کړي، نو زه هغه نه محکوموم. زه نړۍ ته د دې دپاره راغلی یم چې خلک وژغورم، د دې دپاره نه یم راغلی چې هغوی محکوم کړم. ۴۸ هرڅوک چې ما رد کړي او زما خبرې ونه مني، نو د هغه دپاره قاضي شته، یعنې هغه تعلیم چې ما ورکړی دی هغه به د اخرت په ورځ ملامته کړي. ۴۹ ځکه چې زه له خپله ځانه خبرې نه کوم بلکې هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم ماته دا حکم کړی دی چې څه ووایم او څنګه خبرې وکړم. ۵۰ زه پوهېږم چې د هغه حکم خلکو ته تلپاتې ژوندون ورکوي، نو ځکه زه چې څه وایم هماغه څه دي چې پلار راته ویلي دي چې ویې وایم.»