د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیل

څلورم فصل

عیسی او سامرۍ ښځه

۱کله چې عیسی خبر شو چې فریسیانو اورېدلي دي چې هغه د یحیی نه زیات پیروان پیدا کړي دي او هغوی ته د تعمید غسل ورکوي، ۲(خوعیسی په خپله نه بلکې شاګردانو یې د تعمید غسل ورکاوه.) ۳نو یهودیه یې پرېښودله او بېرته جلیل ته لاړ. ۴هغه مجبور ؤ چې د سامرې له لارې لاړ شي. ۵هغه د سامرې یو ښار ته چې د سوخار په نوم یادېده راغی. دا ځای هغې ځمکې ته نژدې ؤ چې یعقوب خپل زوی یوسف ته ورکړې ؤ. ۶په هغه ځای کې یوه څاه وه چې د یعقوب وه او عیسی چې د سفر نه ستړی شوی ؤ، د څاه په غاړه کښېناست. دا د غرمې وخت ؤ.

۷په دې وخت کې یوه سامرۍ ښځه راغله چې د څاه نه اوبه یوسي. عیسی هغې ته وویل: «خورې، لږې اوبه راکړه.» ۸(عیسی یوازې ؤ ځکه د هغه شاګردان د خوړو د اخیستلو دپاره ښار ته تللي وو.) ۹سامرۍ ښځې ورته وویل: «ته یهودي یې او زه یوه سامرۍ ښځه یم. څنګه کېدای شي چې ته زما نه اوبه وغواړې؟» (ځکه چې یهودیانو د سامریانو سره ناسته ولاړه نه لرله.) ۱۰عیسی هغې ښځې ته په ځواب کې وویل: «که چېرې ته په دې خبره وای چې د خدای نعمت څه شی دی او دا څوک دی چې ستا نه اوبه غواړي، نو تا به د هغه نه غوښتنه کړې وای او هغه به درته هغه اوبه درکړي وای چې ژوندون ورکوي.» ۱۱ښځې وویل: «ښاغلیه، تا سره خو کوم شی نشته چې اوبه ورباندې راوباسې او دا څاه ژوره ده، نو ته به د ژوندون اوبه له کومه کړې؟ ۱۲ایا ته زمونږ د نیکه یعقوب نه چې مونږ ته یې دا څاه راکړه هم ډېر لوی یې، خپله هغه، د هغه زامنو، د هغه رمو او پادو به هم د دې څاه اوبه څښلې؟» ۱۳عیسی وویل: «هرڅوک چې دا اوبه وڅښي نو بیا به هم تږی شي، ۱۴خو کومې اوبه چې زه یې ورکوم او هرڅوک یې چې وڅښي، نو هېڅکله به تږی نه شي. زه چې هغه ته کومې اوبه ورکوم هغه اوبه به په هغه کس کې د چینې په شان بهیږي او تلپاتې ژوندون به ورته ورکوي.» ۱۵ښځې وویل: «ښاغلیه، هغه اوبه ماته راکړه چې بیا هېڅکله تږې نه شم او نه به بیا د اوبو وړلو دپاره دلته راځم.»

۱۶عیسی ورته وویل: «لاړه شه، مېړه ته دې غږ وکړه او بېرته ورسره راشه.» ۱۷هغې په ځواب کې وویل: «زه مېړه نه لرم.» عیسی هغې ته وویل: «ته رښتیا وایې چې مېړه نه لرې، ۱۸ځکه چې تا پنځه مېړونه کړي وو او اوس چې ته د کوم سړي سره اوسېږې هغه ستا مېړه نه دی. تا چې څه وویل هغه رښتیا دي.» ۱۹ښځې وویل: «ښاغلیه، زه پوهېږم چې ته پیغمبر یې. ۲۰زمونږ نیکونو په دې غره کې عبادت کاوه، خو تاسو یهودیان وایئ چې اورشلیم یوازېنی ځای دی چې باید د خدای عبادت په کې وشي.» ۲۱عیسی هغې ته وویل: «ای ښځې، په ما باندې باور وکړه، هغه وخت به راشي چې تاسو به نه په دې غره کې د اسماني پلار عبادت وکړئ او نه هم په اورشلیم کې. ۲۲تاسو سامریان هغه چاته عبادت کوئ چې نه یې پېژنئ، خو مونږ یهودیان د هغه چا عبادت کوو چې مونږ یې پېژنو، ځکه چې خلاصون د یهودیانو په وسیله رامنځته کیږي. ۲۳خو هغه وخت به راشي بلکې اوس راغلی دی چې رښتیني عبادت کوونکي به د خدای د روح سره په رښتیني توګه د اسماني پلار عبادت کوي، ځکه چې اسماني پلار دا ډول عبادت کوونکي غواړي. ۲۴خدای روح دی او هرڅوک چې د هغه عبادت کوي نو هغه دې په روح او حقیقت سره د هغه عبادت وکړي.» ۲۵ښځې ورته وویل: «زه پوهېږم چې د خدای مسیح راتلونکی دی او کله چې هغه راشي، نو هرڅه به مونږ ته ښکاره کړي.» ۲۶عیسی ورته وویل: «زه چې ستا سره خبرې کوم نو هماغه زه یم.»

۲۷په دې وخت کې د عیسی شاګردان بېرته راغلل او کله چې هغوی ولیدل چې هغه د یوې ښځې سره خبرې کوي، نو حیران شول خو په هغوی کې یو هم پوښتنه ونه کړه: «ته د هغې نه څه غواړې؟» یا «ته ولې د هغې سره خبرې کوې؟» ۲۸نو ښځې خپل منګی پرېښود، بېرته ښار ته لاړه او خلکو ته یې وویل: ۲۹«راشئ او یو داسې سړی ووینئ چې ما تر‌اوسه پورې هرڅه کړي دي هغه یې راته وویل. کېدای شي چې هغه مسیح وي؟» ۳۰نو هغوی د ښار نه ووتل او عیسی ته ورغلل.

۳۱په دې وخت کې شاګردانو د عیسی نه په کلکه وغوښتل: «استاذه، یو څه وخوره.» ۳۲خو عیسی هغوی ته وویل: «زما سره د خوړلو دپاره داسې خواړه شته چې تاسو ترې هېڅ خبر نه یئ.» ۳۳نو شاګردانو په خپلو کې یو بل ته وویل: «ایا کوم چا هغه ته خواړه راوړي دي؟» ۳۴عیسی هغوی ته وویل: «کله چې زه د هغه چا رضا پوره کړم او د هغه کارونه سرته ورسوم چې زه یې رالېږلی یم، نو دا به زما دپاره داسې وي لکه چې ډوډۍ مې خوړلې وي. ۳۵ایا خلک دا نه وایي: ‹تر‌اوسه لا د لو وخت ته څلور میاشتې پاتې دي.› سترګې خلاصې کړئ او وګورئ چې فصل وختي پوخ شوی دی او لو کولو ته تیار دی! ۳۶لوګري خپله مزدوري اخلي او د تلپاتې ژوندون دپاره حاصل راټولوي، ترڅو کرونکي او لوګري په ګډه سره خوشحالي وکړي. ۳۷نو دا رښتیا دي چې خلک وایي: ‹یو یې کري او بل یې رېبي.› ۳۸ما تاسو ولېږلئ چې د هغو پټیو فصلونه ورېبئ چې تاسو په کې زحمت نه دی ویستلی. نورو زحمت ویستلی او تاسو د هغوی د کار نه ګټه اخلئ.»

۳۹په هغه ښار کې ډېرو سامریانو د هغې ښځې د شاهدۍ له امله چې ویلي یې وو: «ما چې کله هم څه کړي وو هغه ټول یې راته وویل،» نو هغوی په عیسی باندې ایمان راوړ. ۴۰کله چې سامریان هغه ته راغلل او زارۍ یې ورته وکړلې چې د هغوی سره پاتې شي او عیسی دوه ورځې هلته پاتې شو. ۴۱نورو ډېرو خلکو هم د هغې د خبرو له امله ایمان راوړ، ۴۲او هغوی هغې ښځې ته وویل: «مونږ ستا د خبرې په سبب ایمان نه دی راوړی، بلکې مونږ په دې خاطر ایمان راوړو چې په خپله مو د هغه خبرې واورېدلې او په دې پوه شو چې هغه په رښتیا سره د نړۍ خلاصوونکی دی.»

عیسی د یو مامور زوی ته شفا ورکوي

۴۳دوه ورځې وروسته عیسی له هغه ځای نه روان شو او جلیل ته لاړ. ۴۴که څه هم عیسی په خپله شهادت ورکړی ؤ چې یو پیغمبر ته خلک په خپل وطن کې درناوی نه کوي، ۴۵نو کله چې هغه جلیل ته ورسېده، خلکو ورته هرکلی ووایه. هغوی هم د فسحې په اختر کې اورشلیم ته تللي وو او هرڅه چې هغه په اختر کې په اورشلیم کې کړي وو، هغوی لیدلي وو.

۴۶نو عیسی یوځل بیا په جلیل کې قانا نومي ځای ته چې هغه په کې اوبه په شرابو باندې بدلې کړې وې، لاړ. هلته د دولت یو مامور ؤ چې زوی یې په کپرناحوم کې ناروغه پروت ؤ. ۴۷کله چې هغه سړی خبر شو چې عیسی د یهودیې نه جلیل ته راغلی دی، نو ورته ورغی او زاري یې ورته وکړه چې کپرناحوم ته لاړ شي او زوی ته یې چې د مرګ په حال کې دی شفا ورکړي. ۴۸عیسی هغه ته وویل: «ترڅو پورې چې تاسو معجزې او حیرانوونکي کارونه ونه وینئ، نو هېڅکله به ایمان رانه وړئ.» ۴۹هغه مامور ورته وویل: «ښاغلیه، مخکې له دې چې زما زوی مړ شي راسره لاړ شه.» ۵۰عیسی وویل: «بېرته کور ته لاړ شه، زوی به دې ژوندی پاتې شي.» هغه سړي د عیسی په خبرو باندې باور وکړ او کورته لاړ. ۵۱هغه لا په لاره روان ؤ چې نوکران یې ورته په مخه ورغلل او ورته ویې ویل: «زوی دې ژوندی او روغ دی!» ۵۲هغه ترې پوښتنه وکړه چې زوی مې کله روغ شو. هغوی ځواب ورکړ: «پرون ماسپښین یوه بجه هغه تبې پرېښود.» ۵۳پلار یې پوه شو چې دا هماغه وخت ؤ چې عیسی ورته ویلي وو: «زوی به دې ژوندی پاتې شي.» نو هغه او د هغه ټولې کورنۍ ایمان راوړ.

۵۴دا د یهودیې نه جلیل ته د راتللو نه وروسته د عیسی دوهمه معجزه وه.