د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیل

پنځم فصل

عیسی یو ګوډ سړي ته شفا ورکوي

۱له هغې نه وروسته عیسی د یهودیانو د اختر په خاطر اورشلیم ته لاړ. ۲په اورشلیم کې هغه ځای ته نژدې چې د پسونو د دروازې په نوم یادېده یو ډنډ دی چې په آرامي ژبه کې ورته بیت‌حسدا وایي او پنځه دالانونه لري. ۳په دې دالانونو کې زیات شمېر ناروغه خلک چې ړانده، ګوډان او شلان وو، پراته وو. [هغوی دې ته انتظار کاوه ۴چې په ډنډ کې اوبه خوځیږي. ځکه کله کله به د خدای فرښته دې ډنډ ته کوزېدله او اوبه به یې روانولې او هغه څوک چې به د ټولو نه مخکې ډنډ ته ښکته کېده نو د هر مرض نه به روغېده.] ۵هلته یو سړی ؤ چې د اته دېرشو کالو راهیسې شل ؤ. ۶کله چې عیسی هغه سړی ولیده چې د زیاتې مودې راهیسې هلته پروت ؤ او په دې پوه شو چې هغه ناروغه دی، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته غواړې چې روغ شې؟» ۷هغه ناروغه سړي ځواب ورکړ: «ښاغلیه، کله چې اوبه وخوځیږي، نو زما سره څوک نشته چې ډنډ ته مې ورښکته کړي. کله چې زه حرکت وکړم نو بل کس زما نه مخکې ځان اوبو ته اچولی وي.» ۸عیسی ورته وویل: «پاڅېږه، خپله بستره دې واخله او وګرځه.» ۹هغه سړی سمدلاسه جوړ شو، خپله بستره یې واخیستله او روان شو.

دا کار د سبت په ورځ وشو. ۱۰نو د یهودیانو مشرانو هغه روغ شوي سړي ته وویل: «دا د سبت ورځ ده، د سبت په ورځ تاته روا نه ده چې خپله بستره یوسې.» ۱۱خو هغه ځواب ورکړ: «کوم سړي چې زه روغ کړم ماته یې وویل چې خپله بستره دې واخله او وګرځه.» ۱۲هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «هغه سړی څوک دی چې تاته یې وویل چې بستره دې واخله او وګرځه؟» ۱۳خو هغه سړی چې روغ شوی ؤ نه پوهېده چې عیسی څوک دی، ځکه چې په هغه ځای کې ډېره ګڼه‌ګوڼه وه او عیسی ځان ویستلی ؤ. ۱۴وروسته بیا عیسی هغه سړی د خدای په کور کې پیدا کړ او ورته ویې ویل: «ګوره، اوس چې ښه شوی یې نو نوره ګناه مه کوه، که نه نو د دې نه به هم د زیاتو کړاوونو سره مخ شې.» ۱۵هغه سړی لاړ او د یهودیانو مشرانو ته یې خبر ورکړ: «چا چې زه روغ کړی وم هغه عیسی ؤ.» ۱۶په دې خاطر چې عیسی د سبت په ورځ داسې کارونه کول، نو د یهودیانو مشرانو د هغه په ځورولو پیل وکړ. ۱۷خو عیسی هغوی ته وویل: «زما پلار تل داسې کارونه کړي دي، نو زه هم همداسې کوم.» ۱۸د عیسی په دې خبره د یهودیانو مشرانو هڅه وکړه چې هغه ووژني، ځکه چې یوازې دا نه چې هغه د سبت قانون مات کړی دی بلکې په دې هم چې هغه خدای ته خپل پلار ووایه او په دې ډول یې خپل ځان د خدای سره برابر وګاڼه.

د زوی واک او اختیار

۱۹عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې زوی نه شي کولای چې له خپله ځانه کوم کار وکړي، بلکې یوازې هغه کار کوي چې هغه یې ویني چې پلار یې کوي. څه چې پلار کوي هغه زوی هم کوي. ۲۰ځکه چې زوی په پلار باندې ګران وي او هغه چې خپله کوم کارونه کوي هغه ټول زوی ته ورښایي. برسېره پر‌دې نور لوی لوی کارونه هم ورته وروښایي او تاسو ټول به ورته حیران پاتې شئ. ۲۱ځکه لکه څنګه چې پلار مړي راژوندي کوي او هغوی ته ژوند ورکوي، نو په همدې ډول زوی هم چې هرچا ته وغواړي ژوند ورکوي. ۲۲همدارنګه پلار د هېچا په هکله قضاوت نه کوي بلکې خپل زوی ته یې پوره حق ورکړی دی چې قضاوت وکړي، ۲۳ترڅو لکه څنګه چې ټول د پلار درناوی کوي، هماغسې د زوی درناوی هم وکړي. څوک چې د زوی عزت نه کوي، نو د هغه د پلار چې هغه یې رالېږلی دی هم عزت نه کوي.

۲۴په یقین سره زه تاسو ته دا وایم څوک چې زما خبرو ته غوږ نیسی او په هغه چا باندې ایمان راوړي چې زه یې رالېږلی یم، نو هغه تلپاتې ژوندون لري. هغه به محاکمه نه شي، بلکې هغه لا پخوا د مرګ نه تېر شوی او ژوند یې پیل کړی دی. ۲۵په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه وخت به راشي، بلکې راغلی دی چې مړي به د خدای د زوی اواز اوري او هرڅوک یې چې واوري هغه به راژوندی شي. ۲۶لکه څنګه چې پلار هغه ذات دی چې انسانانو ته ژوند ورکوي، نو زوی ته یې هم دا قدرت ورکړی دی چې انسانانو ته ژوند ورکړي. ۲۷هغه زوی ته دا واک او اختیار ورکړی دی چې قضاوت وکړي، ځکه چې د انسان زوی دی. ۲۸په دې باندې مه حیرانېږئ، ځکه چې هغه وخت به راشي چې ټول مړي به په قبرونو کې د هغه اواز واوري ۲۹او د خپلو قبرونو نه به راووځي. کومو خلکو چې نېک کارونه کړي وي هغوی به راپورته شي او ژوند به کوي او کومو خلکو چې بد کارونه کړي دي هغوی به راپورته شي او سزا به ورته ورکول کیږي.

د عیسی په هکله شاهدي ورکول

۳۰زه په خپل اختیار هېڅ نه شم کولای. زه د خلکو په هکله هغه قضاوت کوم چې د خپل پلار نه یې اورم. نو کله چې د هغوی په هکله قضاوت کوم هغه قضاوت د انصاف له مخې وي، ځکه چې زه خپله رضا نه بلکې د هغه چا رضا پوره کوم چې زه یې رالېږلی یم. ۳۱که چېرې زه د خپل ځان په هکله شاهدي ورکړم نو دا شاهدي رښتیا نه ده. ۳۲خو یو بل څوک شته چې زما په هکله شاهدي ورکوي او زه پوهېږم هغه چې زما په هکله شاهدي ورکوي هغه رښتیا دي. ۳۳تاسو یحیی ته استازي ورلېږلي وو او هغه چې زما په هکله کومه شاهدي ورکړه هغه رښتیا وه. ۳۴زه په رښتیا سره د انسانانو شاهدۍ ته چې دا ثابته کړي چې زه څوک یم اړتیا نه لرم، بلکې دا خبرې د دې دپاره درته کوم چې تاسو خلاصون ومومئ. ۳۵یحیی د یو څراغ په شان ؤ چې بلېده او رڼا یې کوله. تاسو تیار وئ چې د یو څه وخت دپاره د هغه خبرې په خوشحالۍ سره واورئ. ۳۶خو زه د یحیی نه لوی شاهد لرم. کوم کارونه چې پلار ماته سپارلي دي چې سرته یې ورسوم، د دې شاهدي ورکوي چې پلار زه رالېږلی یم. ۳۷پلار چې زه یې رالېږلی یم په خپله یې زما په هکله شاهدي ورکړې ده. تاسو هېڅکله د هغه څېره نه ده لیدلې او نه مو د هغه اواز اورېدلی دی، ۳۸او د هغه کلام ستاسو په زړونو کې ځای نه دی موندلی، ځکه چې تاسو په هغه چا باندې چې هغه رالېږلی دی ایمان نه راوړئ. ۳۹تاسو د خدای کلام په ځیر سره لولئ، ځکه چې فکر کوئ چې د هغه په وسیله به تلپاتې ژوندون ومومئ. همدا لیکنې زما په هکله شاهدي ورکوي، ۴۰خو بیاهم تاسو نه غواړئ چې ماته راشئ ترڅو تلپاتې ژوندون ولرئ.

۴۱زه د خلکو نه د درناوي تمه نه لرم. ۴۲خو زه تاسو پېژنم چې ستاسو په زړونو کې د خدای سره مینه نشته. ۴۳زه د خپل پلار په نوم راغلی یم او تاسو ما نه منئ، خو که بل څوک په خپل نوم راشي نو تاسو به یې ومنئ. ۴۴تاسو چې د یو بل نه د درناوي تمه لرئ او د هغه درناوي په لټه کې نه یئ چې د یوازېني خدای له خوا دی، نو بیا څنکه کولای شئ چې په ما باندې ایمان ولرئ؟ ۴۵خو دا فکر مه کوئ چې زه به تاسو د خپل پلار په حضور کې ملامته کړم، همدا موسی چې تاسو ورته هیله لرئ، هماغه به تاسو ملامته کړي. ۴۶که چېرې تاسو په موسی باندې ایمان درلودلی، نو په ما باندې به مو هم ایمان درلود، ځکه چې هغه زما په هکله لیکلي دي. ۴۷خو که چېرې تاسو د هغه په لیکنې باندې ایمان نه لرئ، نو زما په خبرو باندې به څنګه باور وکړئ؟»