0:00 / 0:00

د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیل

شپږم فصل

عیسی پنځه زره خلکو ته ډوډۍ ورکوي

(متي ۱۴:‌۱۳‌-‌۲۱ او مرقوس ۶:‌۳۰‌-‌۴۴ او لوقا ۹:‌۱۰‌-‌۱۷)

۱د دې نه وروسته عیسی د جلیل د بحیرې بلې غاړې ته چې د طبریې په نوم هم یادیږي، لاړ. ۲ګڼ شمېر خلک ورپسې وو، ځکه چې هغوی هغه معجزې لیدلې وې چې د ناروغانو د روغولو دپاره یې ښودلې وې. ۳عیسی یوې غونډۍ ته وخوت او هلته د خپلو شاګردانو سره کښېناست. ۴د یهودیانو د فسحې د اختر ورځې نژدې وې. ۵کله چې عیسی شاوخوا ته وکتل او ګڼ شمېر خلک یې ولیدل چې د هغه خواته راروان دي، نو فیلیپوس ته یې وویل: «دومره ډوډۍ به له کوم ځای نه اخلو چې دا ټول خلک یې وخوري؟» ۶عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې فیلیپوس امتحان کړي، ځکه چې هغه خپله پوهېده چې څه وکړي. ۷فیلیپوس ځواب ورکړ: «د سپینو زرو د دوه سوه سکو ډوډۍ به هم بس نه شي چې هر یو ته لږه لږه هم ورسیږي.» ۸د هغه په شاګردانو کې یو شاګرد چې اندریاس نومېده او د شمعون پطروس ورور ؤ، هغه ته وویل: ۹«دلته یو هلک دی. د هغه سره د اوربشو پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان شته، خو په هغو باندې به د دې دومره خلکو څه وشي؟» ۱۰عیسی هغوی ته وویل: «خلکو ته ووایئ چې کښېني.» په هغه ځای کې ډېر واښه وو، نو ټول سړي چې شمېر یې پنځه زره وو کښېناستل. ۱۱بیا عیسی ډوډۍ راواخیستلې، د خدای شکر یې وویست او هغه یې په ناستو خلکو باندې ووېشلې. د ماهیانو سره یې هم همداسې وکړل او چا چې څومره غوښتل ورته یې ورکړل. ۱۲کله چې ټول ماړه شول نو خپلو شاګردانو ته یې وویل: «د پاتې شویو ډوډیو ټوټې راټولې کړئ چې هېڅ شی درڅخه ضایع نه شي.» ۱۳نو شاګردانو هغه راټولې کړې او د اوربشو د پنځو ډوډیو د پاتې شویو ټوټو نه چې خلکو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې.

۱۴کله چې خلکو د عیسی معجزه ولیدله نو ویې ویل: «دا په رښتیا هماغه پیغمبر دی چې باید نړۍ ته راغلی وای.» ۱۵بیا عیسی پوه شو چې هغوی نیت لري چې راشي او هغه په زوره بوځي او پاچا یې کړي. نو هغه بېرته د غونډیو سیمې ته لاړ چې هلته یوازې واوسیږي.

عیسی د اوبو دپاسه ګرځي

(متي ۱۴:‌۲۲‌-‌۳۳ او مرقوس ۶:‌۴۵‌-‌۵۲)

۱۶کله چې ماښام شو نو د عیسی شاګردان ښکته د بحیرې خواته لاړل، ۱۷کشتۍ ته وختل او بېرته د بحیرې بلې غاړې ته د کپرناحوم خواته روان شول. شپه شوه او عیسی لا بېرته هغوی ته نه ؤ راغلی. ۱۸په دې وخت کې سخت باد لګېده او بحیره توفاني شوه. ۱۹کله چې شاګردان نژدې پنځه یا شپږ کیلومتره مخکې لاړل، عیسی یې ولیده چې د اوبو دپاسه روان دی او د کشتۍ خواته رانژدې کیږي، نو هغوی ووېرېدل. ۲۰خو عیسی هغوی ته وویل: «زه یم، مه وېرېږئ!» ۲۱بیا هغوی وغوښتل چې هغه دننه کشتۍ ته راولي، او سمدلاسه کشتۍ هغه ځای ته ورسېدله چې دوی ورته ورتلل.

خلک عیسی لټوي

۲۲بله ورځ هغه خلک چې د بحیرې په بله غاړه ولاړ وو ولیدل چې هلته یوازې یوه کشتۍ وه او عیسی په کې د خپلو شاګردانو سره نه ؤ ختلی، بلکې هغوی یوازې تللي وو. ۲۳بیا د تبریې د ښار څخه نورې کشتۍ هغه ځای ته راورسېدلې چې خلکو په کې هغه ډوډۍ خوړلې وه چې عیسی ورباندې د خدای شکر ویستلی ؤ. ۲۴نو کله چې خلکو ولیدل چې هلته نه عیسی ؤ او نه یې شاګردان، نو هغوی په کشتۍ کې سپاره شول او د عیسی د لټولو دپاره کپرناحوم ته لاړل.

عیسی د ژوندون ډوډۍ ده

۲۵کله چې خلکو عیسی د بحیرې په بله غاړه پیدا کړ نو ورته ویې ویل: «استاذه، ته کله دلته راورسېدلې؟» ۲۶عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو د دې دپاره ما نه لټوئ چې زما معجزې مو لیدلي دي بلکې د هغه ډوډۍ په خاطر چې ومو خوړله او ماړه شوئ. ۲۷د فاني خوړو دپاره خواري مه کوئ بلکې د هغو خوړو دپاره خواري وکړئ چې د تلپاتې ژوندون پورې پاتې کیږي، یعنې هغه خواړه چې د انسان زوی به یې تاسو ته درکوي. ځکه چې پلار خدای هغه ته اختیار ورکړی دی چې داسې وکړي.» ۲۸بیا خلکو پوښتنه وکړه: «مونږ څه وکړو، ترڅو هغه کارونه چې خدای یې زمونږ نه غواړي سرته ورسوو؟» ۲۹عیسی په ځواب کې وویل: «کوم کار چې خدای یې ستاسو څخه غواړي هغه دا دی چې په هغه چا باندې ایمان راوړئ چې هغه رالېږلی دی.» ۳۰نو هغوی وویل: «ته مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ یې ووینو او ایمان درباندې راوړو؟ ته به څه کار وکړې؟ ۳۱زمونږ نیکونو په دښته کې د من ډوډۍ وخوړله او لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

هغه د اسمان نه هغوی ته ډوډۍ ورکړه چې ویې خوري.»

۳۲عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا موسی نه ؤ چې تاسو ته یې د اسمان نه ډوډۍ درکړله بلکې زما پلار درکوله او اوس هغه تاسو ته د اسمان څخه رښتینې ډوډۍ درکوي. ۳۳ځکه کومه ډوډۍ چې خدای یې درکوي هغه د اسمان څخه رانازلیږي او نړۍ ته ژوندون ورکوي.» ۳۴هغوی وویل: «ښاغلیه، مونږ ته تل دغه ډوډۍ راکوه.»

۳۵عیسی هغوی ته وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي. څوک چې ماته راځي هغه به هېڅکله نه وږی کیږي او څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه به هېڅکله نه تږی کیږي. ۳۶خو لکه څنګه چې ما وویل چې سره له دې چې تاسو زه لیدلی یم خو بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ. ۳۷کوم خلک چې زما پلار یې ماته راکوي هغوی به ماته راځي او څوک چې ماته راځي زه به هغه هېڅکله ونه شړم. ۳۸ځکه چې زه د اسمان نه د دې دپاره نه یم راښکته شوی چې خپله رضا پوره کړم بلکې د دې دپاره چې د هغه چا رضا پوره کړم چې زه یې رالېږلی یم. ۳۹چا چې زه رالېږلی یم د هغه رضا دا ده چې ټول خلک چې هغه ماته راکړي دي یو یې هم له لاسه ورنه کړم بلکې د اخرت په ورځ هغوی راژوندي کړم. ۴۰ځکه چې زما د پلار رضا دا ده چې هرڅوک چې ما د هغه د زوی په توګه وپېژني او په ما باندې ایمان راوړي، هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.»

۴۱په دې باندې خلک په خپلو کې سره وغورېدل، ځکه چې هغه وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې د اسمان نه نازل شوې ده.» ۴۲نو هغوی وویل: «ایا دا سړی د یوسف زوی عیسی نه دی چې مونږ یې مور او پلار پېژنو؟ نو بیا هغه څنګه وایي چې زه د اسمان نه راښکته شوی یم؟» ۴۳عیسی ځواب ورکړ: «په خپل منځ کې سره مه غورېږئ. ۴۴هېڅوک نه شي کولای چې ماته راشي ترڅو هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم هغه ماته رانه ولي، او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم. ۴۵د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي:

هغوی ټول به د خدای له خوا تعلیم حاصل کړي.

هرڅوک چې د پلار خبرو ته غوږ ونیسي او د هغه څخه څه زده کړي، هغه ماته راځي. ۴۶هېچا پلار نه دی لیدلی پرته د هغه چا نه چې د خدای له خوا راغلی دی. یوازې هغه خدای لیدلی دی. ۴۷په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه د تلپاتې ژوندون خاوند دی. ۴۸زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي. ۴۹سره له دې چې ستاسو نیکونو په دښته کې د من ډوډۍ وخوړله، خو هغوی مړه شول. ۵۰خو کومه ډوډۍ چې د اسمان څخه رانازلیږي هغه داسې ډوډۍ ده چې هرڅوک هغه وخوري، نو هېڅکله به نه مړ کیږي. ۵۱زه د ژوندون هغه ډوډۍ یم چې د اسمان څخه رانازل شوې ده. هرڅوک چې دا ډوډۍ وخوري، نو هغه به تل ترتله ژوندی وي. کومه ډوډۍ چې زه به یې ورکوم، هغه زما خپل بدن دی چې زه یې د نړۍ د ژوندون په خاطر ورکوم.»

۵۲په دې خبره یهودیانو په خپل منځ کې سره سخت بحث پیل کړ او ویل یې: «دا سړی څنګه کولای شي چې خپل بدن مونږ ته راکړي چې ویې خورو؟» ۵۳عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تر هغې پورې چې تاسو د انسان د زوی بدن ونه خورئ او د هغه وینه ونه څښئ، نو تاسو به تلپاتې ژوندون ونه لرئ. ۵۴هرڅوک چې زما بدن وخوري او زما وینه وڅښي، نو هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند وي او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم. ۵۵ځکه چې زما بدن رښتیني خواړه دي او زما وینه رښتینې څښاک ده. ۵۶هرڅوک چې زما بدن وخوري او زما وینه وڅښي، نو هغه به په ما کې وي او زه به په هغه کې یم. ۵۷لکه څنګه چې اسماني پلار چې ژوند ورکوي زه راولېږلم او زه د هغه له امله ژوندی یم، نو په همدې ډول هرڅوک چې زما بدن وخوري نو هغه به زما له امله ژوندی وي. ۵۸دا هغه ډوډۍ ده چې د اسمان څخه رانازله شوې ده او دا د هغې ډوډۍ په شان نه ده چې ستاسو نیکونو وخوړله او مړه شول. هرڅوک چې دا ډوډۍ وخوري، نو هغه به تل ترتله ژوندی وي.»

۵۹دا خبرې عیسی هغه وخت په کنیسه کې وکړلې کله چې هغه په کپرناحوم کې تعلیم ورکاوه.

د تلپاتې ژوندون خبرې

۶۰د هغه ډېرو پیروانو چې کله دا خبرې واورېدلې نو ویې ویل: «دا ډېره سخته ده، څوک کولای شي دا خبرې ومني؟»

۶۱عیسی په خپل زړه کې پوه شو چې شاګردان یې په دې خبره باندې غوریږي، نو هغوی ته یې وویل: «ایا تاسو په دې باندې خفه شوئ؟ ۶۲که چېرې تاسو د انسان زوی ووینئ چې بېرته هغه ځای ته ورخېژي چې پخوا په کې ؤ، نو تاسو به څه فکر وکړئ؟ ۶۳دا د خدای روح دی چې انسانانو ته ژوند وربخښي، انساني قوت هېڅ نه شي کولای. ما چې تاسو ته کومې خبرې کړې دي هغه هم روح دی او هم ژوندون. ۶۴خو بیاهم په تاسو کې ځینې خلک شته چې په ما ایمان نه لري.» ځکه چې عیسی ته د هماغې ورځې نه چې تعلیم یې پیل کړ دا معلومه وه چې څوک به ایمان نه راوړي او څوک به د هغه سره خیانت کوي. ۶۵بیا هغه وویل: «په همدې سبب ما تاسو ته وویل چې هېڅوک نه شي کولای ماته راشي، ترڅو پورې چې پلار ورته دا توان ورکړی نه وي.»

۶۶د دې خبرې نه وروسته د عیسی ډېرو پیروانو هغه پرېښود او نور یې د هغه ملګرتیا ونه کړه. ۶۷نو عیسی د دولسو شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو هم غواړئ چې ما پرېږدئ؟» ۶۸شمعون پطروس ځواب ورکړ: «ای استاذه، مونږ به چاته لاړ شو؟ ستا سره هغه خبرې دي چې تلپاتې ژوندون ورکوي. ۶۹مونږ په تا باندې ایمان راوړی دی او په دې باندې پوه شوي یو چې ته د خدای سپېڅلی یې.» ۷۰عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دولس واړه ما غوره نه کړئ؟ خو بیاهم په تاسو کې یو تن شیطان دی!» ۷۱عیسی دا خبرې د شمعون اسخریوتي د زوی یهودا په هکله کولې، که څه هم هغه د دولسو شاګردانو څخه ؤ، هغه وروسته د عیسی سره خیانت وکړ.