0:00 / 0:00

د یونس نبي کتاب

دوهم فصل

د یونس دعا

۱ د ماهي د ګېډې څخه یونس خپل څښتن خدای ته دعا وکړه:

۲ ما د تکلیف په وخت کې ای څښتنه

تا ته غږ وکړ او تا راکړ ځواب

د مړو د نړۍ د ډېر ژور ځای څخه

ما فریاد وکړ د مرستې په خاطر

او تا واورېده

۳ تا ورګوزار کړمه زه ژورو اوبو ته

د بحیرې تل ته او سیلاب راګېر کړم

او زما په سر تېرې شوې ستا زورورې څپې

۴ نو ما وویل چې شړل شوی یم زه

ستا له نظره څخه

خو بیا به هم زه سترګې واړوم

ستا د سپېڅلي کور خواته

۵ راباندې راغلې اوبه او ساه اخیستلی نه شم

او شوې راچاپېرې له ما د بحیرې اوبه

زما د سر څخه راتاو شول د بحیرې واښه

۶ ورسېدم زه دغرونو بېخ ته

لاندې ځمکې راګېر کړمه زه تل ترتله

خو تا راووېستم ژوندی د مرګ له کندې

ای څښتنه زما خدایه

۷ کله وتله چې ساه زما

نو ته مې رایاد کړلې څښتنه

او زما دعا ورسېدله تا ته

ستا سپېڅلي کور کې

۸ چې بې‌ارزښته بتانو ته کړي عبادت څوک

هغوی پریښی خپل امید دی د خدای د تلپاتې مینې

۹ خو د شکرګزارۍ په کولو سره

زه به وړاندې کړمه تا ته قرباني

او ما چې منلی نذر زه به یې ورکړمه

راځي خلاصون د څښتن له خوا نه

۱۰ بیا څښتن په ماهي باندې امر وکړ او ماهي یونس وچې ځمکې ته ورګوزار کړ.