چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د یونس نبي کتاب
دوهم فصل
د یونس دعا
۱ د ماهي د ګېډې څخه یونس خپل څښتن خدای ته دعا وکړه:
۲ ما د تکلیف په وخت کې ای څښتنه
تا ته غږ وکړ او تا راکړ ځواب
د مړو د نړۍ د ډېر ژور ځای څخه
ما فریاد وکړ د مرستې په خاطر
او تا واورېده
۳ تا ورګوزار کړمه زه ژورو اوبو ته
د بحیرې تل ته او سیلاب راګېر کړم
او زما په سر تېرې شوې ستا زورورې څپې
۴ نو ما وویل چې شړل شوی یم زه
ستا له نظره څخه
خو بیا به هم زه سترګې واړوم
ستا د سپېڅلي کور خواته
۵ راباندې راغلې اوبه او ساه اخیستلی نه شم
او شوې راچاپېرې له ما د بحیرې اوبه
زما د سر څخه راتاو شول د بحیرې واښه
۶ ورسېدم زه دغرونو بېخ ته
لاندې ځمکې راګېر کړمه زه تل ترتله
خو تا راووېستم ژوندی د مرګ له کندې
ای څښتنه زما خدایه
۷ کله وتله چې ساه زما
نو ته مې رایاد کړلې څښتنه
او زما دعا ورسېدله تا ته
ستا سپېڅلي کور کې
۸ چې بېارزښته بتانو ته کړي عبادت څوک
هغوی پریښی خپل امید دی د خدای د تلپاتې مینې
۹ خو د شکرګزارۍ په کولو سره
زه به وړاندې کړمه تا ته قرباني
او ما چې منلی نذر زه به یې ورکړمه
راځي خلاصون د څښتن له خوا نه
۱۰ بیا څښتن په ماهي باندې امر وکړ او ماهي یونس وچې ځمکې ته ورګوزار کړ.