Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د موسی د مړینې څخه وروسته څښتن د موسی د مرستیال د نون زوی یوشع سره خبرې وکړې، هغه وویل: ۲ «زما خدمتګار موسی مړ شوی دی. اوس ته د ټول قوم سره تیار شه او د اردن د سیند څخه هغې ځمکې ته واوړه چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم. ۳ لکه څنګه چې ما د موسی سره وعده کړې وه، په هرځای چې تاسو قدم کېږدئ هغه به تاسو ته درکړم. ۴ ستاسو سیمه به د جنوبي دښتې څخه د لبنان تر غرونو پورې او د فرات د لوی سیند یعنې د حیتیانو د ټول هېواد څخه په لوېدیځ کې د مدیترانې تر بحیرې پورې ورسیږي. ۵ ای یوشع، ترڅو چې ته ژوندی یې هېڅوک به ونه شي کولای چې ماتې درته درکړي. زه به ستا سره مل یم لکه څنګه چې د موسی سره وم. زه به تل ستا سره مل یم او تا به هېڅکله پرېنږدم. ۶ نو قوي او زړور اوسه، ځکه څنګه چې دغه قوم هغه ځمکه چې د هغو د نیکونو سره مې وعده کړې ده نیسي، نو ته به د هغوی مشري کوې. ۷ نو قوي او ډېر زړور اوسه. په غور سره د هغه ټول شریعت څخه چې زما خدمتګار موسی درته درکړی دی اطاعت وکړه. د هغه هېڅ کومه برخه له پامه ونه غورځوې، نو ته به په هرځای کې بریالی اوسې. ۸ ستاسو په هغه عبادت کې چې په ګډه سره کیږي باید تل د تورات کتاب په لوړ اواز سره ولولې. هغه شپه او ورځ مطالعه کړه او هرڅه چې په هغه کې لیکل شوي دي په غور سره د هغو څخه اطاعت وکړه. نو بیا به ته نېکمرغه او بریالی اوسې. ۹ دا په یاد ساته چې ما تاته حکم کړی دی چې قوي او زړور اوسه. مه وېرېږه او جرات له لاسه مه ورکوه. زه ستا څښتن خدای یم او هر چېرته چې ځې، زه به ستا سره مل یم.»
۱۰ نو یوشع د اسراییلو مشرانو ته حکم وکړ: ۱۱ «په کمپ کې وګرځئ او خلکو ته ووایئ: ‹یو څه خواړه تیار کړئ، ځکه چې تاسو به په درې ورځو کې د اردن د سیند څخه پورې وځئ او هغه ځمکه به ونیسئ چې زمونږ څښتن خدای یې درکوي.›»
۱۲ یوشع د روبین، جاد او د منسي نیمې قبیلې ته وویل: ۱۳ «په یاد ساتئ چې لکه څنګه چې د څښتن خدمتګار موسی تاسو ته ویلي وو چې زمونږ څښتن خدای به تاسو ته دا ځمکه چې د اردن د سیند په ختیځه غاړه پرته ده، درکړي چې هلته په سوله کې ژوند وکړئ. ۱۴ ستاسو ښځې، ماشومان او څاروي به دلته پاتې شي، خو ستاسو هغه کسان چې په وسلو باندې سمبال دي، باید د نورو اسراییلیانو څخه مخکې د سیند څخه تېر شي چې د هغوی سره مرسته وکړي، ۱۵ ترڅو هغوی هغه ځمکه ونیسي چې د اردن د سیند په لوېدیځه خوا کې پرته ده او څښتن هغوی ته ورکړې ده. کله چې هغه د اسراییلو ټولو قبیلو ته ارامي راوستله، نو بیا تاسو کولای شئ چې بېرته راشئ او په خپله خاوره کې واوسېږئ چې د اردن د سیند په ختیځه خوا کې پرته ده او موسی تاسو ته درکړې ده.»
۱۶ هغوی یوشع ته په ځواب کې وویل: «څه چې تا مونږ ته ویلي دي هغه ټول به سرته ورسوو او هر چېرته چې مونږ لېږې، هلته به ځو. ۱۷ لکه څنګه چې مونږ تل د موسی اطاعت کاوه، هماغه شان به ستا اطاعت کوو. زمونږ څښتن خدای دې ستا سره مل وي لکه څنګه چې د موسی سره مل ؤ. ۱۸ هرڅوک چې ستا په وړاندې سرکښي وکړي یا ستا د کوم حکم څخه سرغړونه وکړي هغه به وژل کیږي. نو قوي او زړور اوسه!»