د یوشع کتاب

دوهم فصل

اریحا ته د یوشع له خوا د جاسوسانو لېږل

۱ بیا د نون زوی یوشع د شطیم د کمپ څخه په پټه دوه جاسوسان د دې حکم سره ولېږل چې لاړ شي او د کنعان د خاورې او په ځانګړې توګه د اریحا د ښار په هکله معلومات واخلي. کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، نو هغوی لاړل چې د راحاب په نوم د یوې بدلمنې په کور کې شپه تېره کړي. ۲ د اریحا پاچا خبر شو چې نن شپه ځینې اسراییلیان راغلي دي چې په دې خاوره کې جاسوسي وکړي، ۳ نو هغه راحاب ته دا پیغام ورولېږه: «هغه خلک چې ستا کور ته راغلي دي غواړي چې د ټولې خاورې جاسوسي وکړي! هغوی دباندې راوباسه!» ۴‏-۶ هغې په ځواب کې وویل: «ځینې خلک زما کور ته راغلي وو، خو زه نه پوهېږم چې هغوی د کوم ځای وو. هغوی د لمرپرېواته په وخت کې مخکې له دې چې د ښار دروازه وتړل شي لاړل. زه پوه نه شوم چې هغوی چېرته تلل، خو که چېرې تاسو زر ورپسې ورشئ، نو کولای شئ چې هغوی ونیسئ.» خو راحاب هغه دوه جاسوسان د بام سرته بېولي وو او هغوی یې د کتان د بوټو د ډنډرو لاندې چې هلته یې ایښي وو، پټ کړي وو. ۷ د پاچا کسان د ښار څخه لاړل او بیا دروازه بنده شوه. هغوی د اسراییلي جاسوسانو د لټولو په خاطر تر هغه ځای پورې لاړل په کوم ځای کې چې خلک به د اردن د سیند څخه تېرېدل.

۸ د شپې له خوا مخکې له دې چې جاسوسان ویده شي، راحاب بام ته وروختله ۹ او هغوی ته یې وویل: «زه پوهېږم چې څښتن دا ځمکه تاسو ته درکړې ده او هرڅوک په دې هېواد کې ستاسو څخه سخت وېریږي. ۱۰ مونږ اورېدلي دي کله چې تاسو د مصر څخه راوتلئ، نو څښتن څنګه ستاسو په مخکې د سرې بحیرې اوبه وچې کړې. او مونږ خبر یو چې تاسو څنګه د اموریانو دوه پاچاهان یعنې سیحون او عوج د اردن د سیند په ختیځ کې له منځه یووړل. ۱۱ څنګه چې مونږ د دې څخه خبر شو، نو ووېرېدلو او خپل جرات مو له لاسه ورکړ، ځکه چې ستاسو څښتن خدای د ځمکې او اسمان خدای دی. ۱۲ نو اوس ماته د هغه په نوم قسم وخورئ چې تاسو به زما د کورنۍ سره داسې د مهربانۍ څخه ډک چلند کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړې دی او ماته یوه داسې نښه راکړئ چې په تاسو باندې اعتبار وکړم. ۱۳ زما سره وعده وکړئ چې زما مور او پلار، زما خویندې او ورونه به د هغوی د ټولې کورنۍ سره ژغورئ! مونږ مه پرېږدئ چې مړه شو.» ۱۴ هغو سړیو هغې ته وویل: «که چېرې مونږ په خپلې خبرې باندې عمل ونه کړ، نو خدای دې زمونږ ژوند واخلي! که چېرې ته چاته ونه وایې چې مونږ څه کوو، مونږ ستا سره وعده کوو کله چې څښتن مونږ ته دا ځمکه راکړي، مونږ به ستا سره ښه چلند وکړو.»

۱۵ نو راحاب هغوی په یوې رسۍ باندې د کړکۍ په لاره ښکته کړل، ځکه چې په کوم کور کې چې هغه اوسېدله، هغه د ښار په دېوال باندې ؤ. ۱۶ راحاب هغوی ته وویل: «غونډیو ته لاړ شئ، که نه، نو د پاچا کسان به تاسو راپیدا کړي. درې ورځې هلته ځانونه پټ کړئ، ترڅو هغوی بېرته راشي، له هغې وروسته کولای شئ چې په خپله لاره لاړ شئ.» ۱۷ سړیو هغې ته وویل: «په کومه وعده باندې چې تا مونږ مجبور کړو په هغې باندې به عمل کوو. ۱۸ کله چې مونږ ستاسو په خاوره باندې حمله وکړه، دا سور مزی په هغې کړکۍ باندې وتړه چې تا ورباندې راښکته کړو. خپل پلار، مور، ورونه او د خپل پلار ټوله کورنۍ په خپل کور کې سره راټول کړه. ۱۹ که چېرې څوک ستا د کور څخه ووځي، نو د هغه خون به د هغه په خپله غاړه وي او مسوولیت به یې زمونږ په غاړه نه وي. خو که چېرې ستا په کور کې چاته زیان ورسیږي، بیا به مسوولیت زمونږ په غاړه وي. ۲۰ خو که چېرې چاته ووایې چې مونږ څه کوو، نو بیا به مونږ مجبور نه یو په هغې وعدې باندې ټینګ پاتې شو چې تا په مونږ باندې کړې وه.» ۲۱ راحاب دا خبره ومنله او هغوی یې رخصت کړل. کله چې هغوی لاړل، هغې په کړکۍ باندې سور مزی وتړه.

۲۲ هغه جاسوسان غونډیو ته لاړل او پټ شول. د پاچا کسانو درې ورځې د هغې سیمې ټولې لارې ولټولې، خو هغوی یې پیدا نه کړل، نو هغوی بېرته اریحا ته راستانه شول. ۲۳ بیا هغه دوه جاسوسان د غونډیو څخه راښکته شول، د اردن د سیند څخه تېر شول او بېرته یوشع ته ورغلل. هرڅه چې په هغوی باندې تېر شوي وو هغه ته یې بیان کړل. ۲۴ هغوی یوشع ته وویل: «مونږ باور لرو چې څښتن مونږ ته هغه ټول هېواد راکړی دی. د هغه ځای ټول خلک زمونږ څخه سخت وېریږي.»