Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ سبا سهار یوشع او د اسراییلو ټول قوم وختي پاڅېدل، د هغه کمپ څخه چې په شطیم کې ؤ روان شول او د اردن سیند ته لاړل. هلته یې خېمې ودرولې او د دې انتظار یې کاوه چې د هغه ځای څخه پورې وځي. ۲ درې ورځې وروسته د قوم مشران په کمپ کې وګرځېدل ۳ او خلکو ته یې وویل: «کله چې تاسو زمونږ د څښتن خدای د لوظ صندوق چې کاهنان یې انتقالوي ووینئ، نو د خپلو ځایونو څخه روان شئ او په هغه پسې لاړ شئ. ۴ بیا به تاسو پوه شئ چې په کومه لاره باندې لاړ شئ، ځکه چې مخکې تاسو په دې لار باندې نه یئ تللي. خو د لوظ صندوق ته به نژدې نه ورځئ، د هغه څخه د نهه سوه مترو په فاصله شاته اوسئ.» ۵ یوشع قوم ته وویل: «ځانونه پاک کړئ، ځکه چې څښتن به سبا ستاسو په منځ کې لویه معجزه وښایي.» ۶ بیا هغه کاهنانو ته وویل چې د لوظ صندوق واخلي او د هغه سره دې د قوم په مخکې ځي. نو څه چې هغه وویل هغوی هماغسې وکړل.
۷ څښتن یوشع ته وویل: «زه به سر له نن څخه د اسراییلو قوم دې ته مجبور کړم چې د یو لوی سړي په توګه ستا درناوی وکړي او هغوی به په دې پوه شي چې زه ستا سره مل یم لکه څنګه چې د موسی سره مل وم. ۸ هغو کاهنانو ته چې د لوظ صندوق وړي ووایه کله چې دوی د اردن سیند ته ورسیږي، باید سیند ته ننوځي او د سیند د غاړې سره نژدې دې ودریږي.» ۹ بیا یوشع اسراییلیانو ته وویل: «دلته راشئ او د خپل څښتن خدای خبرو ته غوږ ونیسئ. ۱۰ نن به تاسو پوه شئ چې ژوندی خدای ستاسو سره مل دی. هغه به بې له شکه کنعانیان، حیتیان، حویان، فرزیان، جرجاشیان، اموریان او یبوسیان ستاسو د مخې څخه لېرې کړي. ۱۱ ګورئ، د ټولې نړۍ د څښتن د لوظ صندوق به د اردن د سیند څخه په تېرېدلو کې ستاسو لارښوونه کوي. ۱۲ نو د اسراییلو د قبیلو څخه دولس کسان وټاکئ یعنې د هرې قبیلې څخه یو یو کس. ۱۳ کله چې کاهنان چې د ټولې نړۍ د څښتن د لوظ صندوق انتقالوي خپلې پښې په اوبو کې کېږدي، د اردن د سیند اوبه به ودریږي او کومې اوبه چې لاندې راځي، هغه به په یو ځای کې سره راټولې شي.»
۱۴-۱۵ دا د لو کولو وخت ؤ او اوبه د سیند د غاړو څخه پورته شوې وې. کله چې خلک د کمپ څخه روان شول چې د اردن د سیند څخه تېر شي، نو هغه کاهنان چې د لوظ صندوق یې انتقالاوه د هغوی په مخکې روان شول. څنګه چې کاهنانو په سیند کې قدم کېښود، ۱۶ اوبه ودرېدلې او په یوې لېرې فاصله کې په یو ښار کې چې آدم بلل کېده او د زرتان د ښار په څنګ کې ؤ، یوځای غونډې شوې او کومې اوبه چې لاندې مړې بحیرې ته رابهېدلې، هغه په پوره توګه بېلې شوې. نو قوم اریحا ته مخامخ پورې وت. ۱۷ په داسې حال کې چې قوم په وچه ځمکه باندې تېرېده، هغه کاهنان چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه تر هغه وخته پورې د اردن د سیند په منځ کې په وچه ځمکه باندې ولاړ وو، ترڅو ټول قوم بلې غاړې ته ورپورې وت.