د یوشع کتاب

څلورم فصل

د یادګاري تیږو ودرول

۱کله چې ټول قوم د اردن له سیند څخه تېر شو، څښتن یوشع ته وویل: ۲<د اسراییلو د قوم څخه دولس تنه وټاکه یعنې د هرې قبیلې څخه یو یو نفر ۳او هغوی ته حکم وکړه چې د اردن د سیند له منځ څخه یعنې له هماغه ځای څخه چېرته چې کاهنان ولاړ وو دولس تیږې راواخلي. هغوی ته ووایه چې دا تیږې له ځانه سره یوسي او په هغه ځای کې یې کېږدي چېرته چې تاسو نن شپه خېمې ودروئ.>

۴نو یوشع هغه دولس نفره کوم چې هغه غوره کړي وو، راوغوښتل ۵او هغوی ته یې وویل: <د اردن د سیند منځ ته هغه ځای ته چې د لوظ صندوق په کې دی لاړ شئ. تاسو هر یو د اسراییلو د قبیلو د شمېر په مطابق یوه یوه تیږه واخلئ او په خپلو اوږو باندې یې کېږدئ. ۶دا تیږې به خلکو ته هغه کارونه ورپه یادوي کوم چې څښتن کړي دي. په راتلونکي کې کله چې ستاسو اولادونه درڅخه پوښتنه وکړي چې دا تیږې ستاسو دپاره څه معنیٰ لري؟ ۷تاسو به هغوی ته وایئ کله چې د څښتن د لوظ صندوق د اردن د سیند څخه تېرېده د سیند اوبه ودرېدلې. دا تیږې به همېشه د اسراییلو قوم ته دا خبره ورپه یادوي چې دلته څه پېښ شول.>

۸هغو نفرو د یوشع حکمونه په ځای کړل. څنګه چې څښتن په یوشع باندې امر کړی ؤ، هغوی د اردن د سیند له منځ څخه دولس تیږې راواخیستې یعنې د اسراییلو د هرې قبیلې دپاره یوه تیږه وه. هغوی دا تیږې د خېمو د ودرولو ځای ته یوړې او هلته یې کېښودې. ۹یوشع د اردن د سیند په منځ کې چېرته چې د لوظ د صندوق وړونکي کاهنان ولاړ وو هم دولس تیږې ودرولې. (هغه تیږې تر اوسه پورې هلته دي.) ۱۰کاهنان تر هغه وخته پورې د اردن د سیند په منځ کې ولاړ پاتې شول ترڅو چې قوم هغه ټول کارونه سرته ورسول چې څښتن په یوشع باندې د هغو حکم کړی ؤ. دا هغه څه وو چې موسیٰ هم مخکې یوشع ته حکم کړی ؤ.

نو قوم په بیړه د اردن له سیند څخه تېر شو. ۱۱کله چې هغوی ټول بلې غاړې ته پورې وتل، کاهنان د څښتن د لوظ د صندوق سره د قوم په مخ کې پورې وتل. ۱۲د روبین او جاد د قبیلو او د منسي د نیمې قبیلې نفر د جګړې دپاره تیار وو او لکه څنګه چې موسیٰ هغوی ته ویلي وو، هغوی د پاتې قوم په مخ کې پورې وتل. ۱۳تقریباً څلوېښت زره نفر د جګړې دپاره تیار وو او هغوی د څښتن په حضور کې هغه ډاګ ته چې اریحا ته نژدې ؤ، ورتېر شول. ۱۴په هغه ورځ څښتن یوشع د ټولو اسراییلو په نظر کې سرلوړی کړ. ترڅو پورې چې هغه ژوندی ؤ هغوی د هغه احترام کاوه لکه څنګه چې هغوی د موسیٰ احترام کاوه.

۱۵بیا څښتن یوشع ته وویل ۱۶چې په هغو کاهنانو باندې چې د لوظ صندوق انتقالوي امر وکړي چې د اردن له سیند څخه راووزي. ۱۷یوشع هماغسې وکړل ۱۸او کله چې کاهنان د سیند غاړې ته ورسېدل نو سمدلاسه د سیند اوبو بېرته په بهېدلو شروع وکړه او د سیلاب په شان بیا د سیند له غاړو څخه پورته شولې.

۱۹د اولې میاشتې په لسمه ورځ قوم د اردن له سیند څخه تېر شو او په جلجال کې یې چې د اریحا ختیځې خواته پروت ؤ خېمې ودرولې. ۲۰یوشع په جلجال کې هغه دولس تیږې ودرولې کومې چې هغوی د اردن له سیند څخه راویستلې وې. ۲۱هغه د اسراییلو خلکو ته وویل: <په راتلونکي کې کله چې ستاسو اولادونه ستاسو څخه پوښتنه وکړي چې دا تیږې څه معنیٰ لري؟ ۲۲تاسو به هغوی ته د هغه وخت په باره کې ووایئ چې اسراییلیان د اردن په سیند کې په وچه ځمکه باندې پورې وتل. ۲۳هغوی ته ووایئ چې زمونږ څښتن خدای زمونږ په خاطر د اردن د سیند اوبه وچې کړې ترڅو مونږ ورڅخه تېر شو، لکه څنګه چې هغه زمونږ دپاره د سرې بحیرې اوبه وچې کړې وې. ۲۴هغه دا کارونه ځکه وکړل چې د ځمکې په مخ ټول قومونه پوه شي چې د څښتن قدرت څومره زیات دی او تاسو به د تل دپاره د خپل څښتن خدای څخه وېره کوئ.>