د یوشع کتاب

دریم فصل

د اردن د سیند څخه د اسراییلو د قوم تېرېدل

۱سبا سهار یوشع او د اسراییلو ټول قوم وختي پاڅېدل، د هغه کمپ څخه چې په شطیم کې ؤ روان شول او د اردن سیند ته لاړل. هلته یې خېمې ودرولې او د دې انتظار یې کاوه چې له هغه ځای څخه پورې وزي. ۲درې ورځې وروسته د قوم مشران په کمپ کې وګرځېدل ۳او خلکو ته یې وویل: <کله چې تاسو زمونږ د څښتن خدای د لوظ صندوق چې کاهنان یې انتقالوي ووینئ، نو د خپلو ځایونو څخه روان شئ او په هغه پسې لاړ شئ. ۴بیا به تاسو پوه شئ چې په کومه لاره باندې لاړ شئ ځکه چې مخکې تاسو په دې لار باندې نه یئ تللي. مګر د لوظ صندوق ته به نژدې نه ورځئ، د هغه څخه د نهه سوه مترو په فاصله شاته اوسئ.>

۵یوشع قوم ته وویل: <ځانونه پاک کړئ، ځکه چې څښتن به سبا ستاسو په منځ کې لویه معجزه وښایي.> ۶بیا هغه کاهنانو ته وویل چې د لوظ صندوق واخلي او د هغه سره دې د قوم په مخ کې ځي. نو څه چې هغه وویل هغوی هماغسې وکړل.

۷څښتن یوشع ته وویل: <زه به سر له نن څخه د اسراییلو قوم دې ته مجبور کړم چې د یو لوی سړي په توګه ستا احترام وکړي او هغوی به په دې پوه شي چې زه ستا سره مل یم لکه څنګه چې د موسیٰ سره مل وم. ۸هغو کاهنانو ته چې د لوظ صندوق وړي ووایه کله چې دوی د اردن سیند ته ورسیږي، باید سیند ته ننوزي او د سیند د غاړې سره نژدې دې ودریږي.>

۹بیا یوشع اسراییلیانو ته وویل: <دلته راشئ او د خپل څښتن خدای خبرو ته غوږ ونیسئ. ۱۰نن به تاسو پوه شئ چې ژوندی خدای ستاسو سره مل دی. هغه به بېشکه کنعانیان، حیتیان، حویان، فرزیان، جرجاشیان، اموریان او یبوسیان ستاسو له مخې څخه لېرې کړي. ۱۱ګورئ، د ټولې دنیا د څښتن د لوظ صندوق به د اردن د سیند څخه په تېرېدلو کې ستاسو لارښوونه کوي.

۱۲نو د اسراییلو د قبیلو څخه دولس نفره وټاکئ یعنې د هرې قبیلې څخه یو یو نفر. ۱۳کله چې کاهنان چې د ټولې دنیا د څښتن د لوظ صندوق انتقالوي خپلې پښې په اوبو کې کېږدي، د اردن د سیند اوبه به ودریږي او کومې اوبه چې لاندې راځي هغه به په یو ځای کې سره راغونډې شي.>

۱۴‏-۱۵دا د لو کولو وخت ؤ او اوبه د سیند له غاړو څخه پورته شوې وې. کله چې خلک د کمپ څخه روان شول چې د اردن له سیند څخه تېر شي، نو هغه کاهنان چې د لوظ صندوق یې انتقالاوه د هغوی په مخ کې روان شول. څنګه چې کاهنانو په سیند کې قدم کېښود، ۱۶اوبه ودرېدې او په یوې لېرې فاصلې کې په یو ښار کې چې آدم بلل کېده او د زرتان د ښار په څنګ کې ؤ یوځای غونډې شوې او کومې اوبه چې لاندې د ارام دریاب ته رابهېدې، هغه په بشپړه توګه بېلې شوې. نو قوم اریحا ته مخامخ پورې وت. ۱۷په داسې حال کې چې قوم په وچه ځمکه باندې تېرېده، هغه کاهنان چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه تر هغه وخته پورې د اردن د سیند په منځ کې په وچه ځمکه باندې ولاړ وو ترڅو ټول قوم بلې غاړې ته ورپورې وت.