0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

لسم باب

د اموريانو شکست خوړل

۱ د يروشلم بادشاه ادونى‌صدق خبر شو چې يشوَع عى قبضه کړے دے او بېخى يې تباه کړے دے او د دې بادشاه يې وژلے دے، لکه څنګه چې يشوَع د يريحو او د دې بادشاه سره هم دغه شان کړى وُو. هغه د دې نه هم خبر شو چې د جبعون خلقو د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده او د هغوئ سره اوسيږى. ۲ د يروشلم خلق د دې په وجه يرې واخستل ځکه چې جبعون د شاهى ښارونو په شان يو لوئ ښار وو، دا د عى نه هم لوئ وو او د دې سړى تکړه جنګيالى وُو. ۳ نو ادونى‌صدق د حبرون بادشاه هوهام له، د يرموت بادشاه پيرام، د لکيس بادشاه يفيع او د عجلون بادشاه دبير له دا پېغام ولېږلو، ۴ ”راشئ او په جبعون باندې په حمله کولو کښې زما مدد وکړئ، ځکه چې د جبعون خلقو د يشوَع او د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده.“ ۵ دې پينځو امورى بادشاهانو، د يروشلم بادشاه، د حبرون، د يرموت، د لکيس او د عجلون بادشاه يو لښکر جوړ کړو، جبعون يې محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه. ۶ د جبعون سړو يشوَع له دا خبر ورولېږلو چې هغه د جِلجال په کېمپ کښې وو، ”په دې وخت کښې مونږ عاجزان هم داسې مۀ پرېږده. سمدستى راشه او زمونږ مدد وکړه. د غرونو په مُلک کښې ټول امورى بادشاهان په خپلو کښې ملګرى شوى دى او په مونږ يې حمله کړې ده.“ ۷ نو يشوَع او د هغۀ ټول لښکر د جِلجال نه روان شول چې په دې کښې تکړه فوجيان هم شامل وُو. ۸ مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. ما د مخکښې نه تا له فتح درکړې ده. د هغوئ يو کس به هم ستا مقابله نۀ شى کولے.“ ۹ يشوَع او د هغۀ لښکر ټوله شپه د جِلجال نه جبعون ته مزل وکړو او هغوئ په اموريانو باندې يوه ناڅاپه حمله وکړه. ۱۰ مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيت‌حورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې. ۱۱ په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو. ۱۲ په هغه ورځ کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سړو له په اموريانو باندې فتح ورکړه، يشوَع د مالِک خُدائ سره خبرې وکړې. هغۀ د بنى اِسرائيلو په مخکښې داسې وفرمائيل، ”اے نمره، د جبعون دپاسه ولاړ اوسه، اے سپوږمۍ، د ايالون په مېدان ودرېږه.“ ۱۳ نو نمر نېغ ودرېدو او سپوږمۍ تر هغې پورې حرکت نۀ کولو تر کومې پورې چې قوم د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وو اخستے. دا د ياشر په کِتاب کښې ليکلى دى. نمر د آسمان په مينځ کښې ولاړ وو او تقريباً ټوله ورځ پرې نۀ وتلو. ۱۴ داسې ورځ نۀ د دې نه مخکښې تېره شوې ده او نۀ د دې نه پس راغلې ده، په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د يو سړى خبرو ته توجو وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره جنګ کولو. ۱۵ د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې کېمپ ته راواپس شول.

د يشوَع په ذريعه د پينځو امورى بادشاهانو نيول

۱۶ په هغه وخت هغه پينځۀ امورى بادشاهان وتښتېدل او د مقيده په غار کښې پټ شول، ۱۷ يشوَع چا خبر کړو چې هغوئ په کوم ځائ کښې پټ وُو. ۱۸ هغۀ وفرمائيل، ”د غار د خولې مخې ته يو څو غټ کاڼى راورغړوئ او څۀ څوکيداران هلته ودروئ، ۱۹ خو تاسو په خپله هلته مۀ ايسارېږئ. په دشمن پسې روان اوسئ او د شا د طرف نه ورباندې حمله وکړئ، هغوئ مۀ پرېږدئ چې خپلو ښارونو ته ورسيږى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړې ده.“ ۲۰ يشوَع او د بنى اِسرائيلو سړو د اموريانو لښکر تقريباً ختم کړو، خو څۀ پاتې کسانو د ښار په دېوالونو کښې دننه د پناه ځائ پېدا کړو او ونۀ وژلے شول. ۲۱ بيا د يشوَع ټول سړى په خېر سره د مقيده په کېمپ کښې يشوَع له واپس راغلل. د دې نه پس په هغه مُلک کښې هيچا دا جرأت نۀ شو کولے چې د بنى اِسرائيلو خِلاف څۀ ووائى. ۲۲ بيا يشوَع وفرمائيل، ”د هغه غار خولۀ کولاو کړئ او هغه پينځۀ بادشاهان ما له بهر راوباسئ.“ ۲۳ نو غار کولاو کړے شو او د يروشلم، حبرون، يرموت، لکيس او عجلون بادشاهان رابهر کړے شول ۲۴ او هغوئ يشوَع ته راوستلے شول. يشوَع بيا د بنى اِسرائيلو ټول سړى راوغوښتل او هغه آفسرانو له يې حُکم ورکړو چې، ”راشئ او خپلې پښې د بادشاهانو په څټُونو باندې کېږدئ.“ او هغوئ ورله په څټُونو پښې کېښودې. ۲۵ بيا يشوَع آفسرانو ته وفرمائيل، ”يرېږئ مه او نۀ چې بې‌حوصلې شئ. اراده مضبوطه کړئ او تکړه شئ ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو ټولو دشمنانو سره هم دغه شان کوى.“ ۲۶ بيا يشوَع بادشاهان ووژل او په پينځو ونو پورې يې راځوړند کړل او تر مازيګره پورې د هغوئ لاشونه هلته وُو. ۲۷ د نمرپرېواتو په وخت کښې يشوَع حُکم وکړو او د هغوئ لاشونه راکوز کړے شول او هم په هغه غار کښې وغورزولے شول چرته چې هغوئ مخکښې پټ وُو. د غار په خولۀ باندې لوئ کاڼى کېښودلے شول او هغوئ تر اوسه پورې هلته دى.

د يشوَع نورې امورى علاقې قبضه کول

۲۸ يشوَع حمله وکړه او مقيده او د هغې بادشاه يې په هغه ورځ ونيولو. هغۀ په ښار کښې ټول خلق ووژل او هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو. يشوَع د مقيده بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو. ۲۹ د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر د مقيده نه لِبناه ته لاړو او په دې يې حمله وکړه. ۳۰ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دې ښار او د دې په بادشاه باندې هم فتح ورکړه. يشوَع هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او هغۀ د دې بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو. ۳۱ د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر د لِبناه نه لکيس ته لاړل، دا يې هم محاصره کړو او حمله يې پرې وکړه. ۳۲ د جنګ په دوېمه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په لکيس فتح ورکړه. څنګه چې هغوئ د لِبناه سره کړى وُو، نو هغوئ هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او په ښار کښې يې هر يو کس ووژلو. ۳۳ د جزر بادشاه هورم د لکيس د مدد دپاره راغلو، خو يشوَع هغۀ او د هغۀ لښکر له شکست ورکړو او هغۀ يو کس هم ژوندے پرې نۀ ښودو. ۳۴ ورپسې، يشوَع او د هغۀ لښکر د لکيس نه عجلون ته لاړل، دا يې محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه. ۳۵ هغوئ هم په هغه ورځ دا قبضه کړو او هلته هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه يې د لکيس سره کړى وُو. ۳۶ د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر د عجلون نه حبرون ته وختل، حمله يې پرې وکړه ۳۷ او قبضه يې کړو. هغوئ بادشاه، په هغه ښار او ګېرچاپېره ټولو ښارونو کښې هر يو کس ووژلو. يشوَع هغه ښار پوره تباه کړو، هم هغه شان چې څنګه هغۀ د عجلون سره کړى وُو. په دې کښې هغوئ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودلو. ۳۸ بيا يشوَع او د هغۀ لښکر دبير ته ورواپس شول او په دې يې حمله وکړه. ۳۹ هغۀ دا، د دې بادشاه او ګېرچاپېره ښارونه يې قبضه کړل. هغوئ هر يو کس ووژلو. يشوَع په دبير او د دې د بادشاه سره هم هغه شان کار وکړو چې څنګه کار يې د حبرون او لِبناه او د دې د بادشاه سره کړے وو. ۴۰ يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو. ۴۱ يشوَع د قادِس برنيع نه واخله تر غزه پورې او د جشن ښار ګېرچاپېره علاقې نه واخله تر جبعون ښار پورې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو. ۴۲ يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو. ۴۳ د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې واپس کېمپ ته لاړل.