0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

يوولسم باب

د يشوَع يابين او د هغۀ ملګرو له شکست ورکول

۱ کله چې د بنى اِسرائيلو د فتحې خبر د حصور بادشاه يابين ته ورسېدو، نو هغۀ د مدون بادشاه يوباب، د سِمرون او اکشاف بادشاهانو له خبر ورولېږلو، ۲ او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن په وادۍ کښې بادشاهانو، د ګليل غرونو په لمن کښې بادشاهانو، او د دور سره نزدې د سمندر په غاړه بادشاهانو له يې هم خبر ورولېږلو. ۳ هغۀ کنعانيانو له چې د اُردن سيند په دواړو طرفونو باندې اوسېدل، او اموريانو، حِتيانو، فرزيانو او د غرونو په مُلک کښې يبوسيانو له هم خبر ورولېږلو او داسې هغه حِويانو له يې هم خبر ورولېږلو چې هغوئ د مصفاه په مُلک کښې د حرمون غرۀ په لمن کښې اوسېدل. ۴ نو هغوئ د خپلو ټولو فوجيانو سره راغلل، دا دومره ډېر سړى وُو لکه چې د سمندر په غاړه شګې وى. د هغوئ سره ډېر آسونه او جنګى ګاډۍ هم وې. ۵ دې ټولو بادشاهانو په خپلو کښې اِتحاد وکړو او په يو ځائ راغلل او د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ کولو دپاره يې د ميروم خوَړ سره خېمې ولګولې. ۶ مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. سبا تر دې وخته پورې به ما هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو دپاره وژلى وى. بيا تۀ به ضرور د هغوئ آسونه ګوډ کړې او د هغوئ جنګى ګاډۍ به وسوزوې.“ ۷ نو يشوَع او د هغۀ ټولو سړو د ميروم د خوَړ سره په هغوئ باندې اچانک حمله وکړه. ۸ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو. ۹ يشوَع د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو يعنې هغۀ د هغوئ آسونه شل ګوډ کړل او جنګى ګاډۍ يې ورله وسوزولې. ۱۰ بيا يشوَع راواپس شو، حصور يې ونيولو او د دې بادشاه يې ووژلو. په هغه وخت کښې حصور د ټولو بادشاهتونو مرکزى ښار وو. ۱۱ هغوئ هلته هر يو کس ووژلو، هيڅ څوک هم ژوندے پاتې نۀ شو او ښار وسوزولے شو. ۱۲ يشوَع هغه ټول ښارونه او د دې بادشاهان ونيول، هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ حُکم کړے وو. ۱۳ خو بنى اِسرائيلو هغه يو ښار هم ونۀ سوزولو کوم چې په غونډو باندې جوړ شوے وو خو يشوَع صِرف حصور سوزولے وو. ۱۴ بنى اِسرائيلو د دې ښارونو نه ټول مالِ غنيمت او څاروى بوتلل او د خپلو ځانونو دپاره يې وساتل. خو هغوئ ټول کسان ووژل، هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو. ۱۵ مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له حُکم ورکړے وو، موسىٰ دا حُکم يشوَع له ورکړو او يشوَع ورباندې عمل وکړو. هغۀ هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ موسىٰ ته د هغې حُکم کړے وو.

هغه علاقې چې حضرت يشوَع قبضه کړې وې

۱۶ يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو د غرونو مُلک، د غرونو لمنې، چې په شمال او جنوب دواړو طرفونو باندې وُو، د جشن ټوله علاقه او د دې جنوبى طرف ته خُشک مُلک او هم دې سره د اُردن د وادۍ. ۱۷‏-۱۸ هغه علاقه په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر نه واخله، په شمال کښې د بعل‌جاد پورې او د لبنان په وادۍ کښې د حرمون غر جنوبى طرف پورې خوره شوه. يشوَع د دې علاقې د بادشاهانو سره تر ډېر وخته پورې جنګ وکړو، خو هغۀ هغوئ ټول ونيول او وې وژل. ۱۹ جبعون هغه يواځينے ښار وو چې د بنى اِسرائيلو سره يې صُلح وکړه، هلته څۀ حِويان اوسېدل. باقى نور ټول په جنګ کښې فتح شوى وُو. ۲۰ مالِک خُدائ هغوئ په خپله تکړه کړى وُو چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى، نو داسې هغوئ بېخى تباه کړے شول او ټول په بې‌رحمۍ سره ووژلے شول. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د دې حُکم موسىٰ له ورکړے وو. ۲۱ په هغه وخت کښې يشوَع لاړو او د دېوانو نسل عناقيان يې تباه کړل چې د غرونو په مُلک کښې، حبرون، دبير، عناب او د يهوداه او بنى اِسرائيل د غرونو په ټول مُلک کښې اوسېدل. يشوَع هغوئ او د هغوئ ښارونه پوره تباه کړل. ۲۲ د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو عناقے هم پاتې نۀ شو، اګر چې څۀ عناقيان په غزه، جات او اشدود کښې پاتې وُو. ۲۳ يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.