Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د یوشع کتاب
پنځلسم فصل
د یهودا قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه
۱ د یهودا د قبیلې طایفو د ځمکې یوه برخه ترلاسه کړه چې په لاندې ډول تشریح کیږي. دا ځمکه د صین د دښتې جنوب یعنې د ادوم د پولې پورې رسېدله. ۲ دا جنوبي پوله د مړې بحیرې د جنوبي برخې په پای کې پیل شوې، ۳ د عقربیم د غاښي جنوب خواته تللې، د صین تر دښتې پورې غزېدلې ده او د قادش برنیع تر جنوب پورې وه. بیا هغه د حزرون څخه تېره شوې، پورته د ادار خواته تللې او د قرقع خواته ګرځېدلې ده. ۴ هغه د عصمون څخه تېره شوې او د هغه خوړ سره یوځای شوې ده چې د مصر د پولې سره ؤ او د مدیترانې په بحیره کې ختمه شوې ده. دا د ټولو اسراییلو جنوبي پوله هم وه.
۵ د یهودا د قبیلې ختیځه پوله مړه بحیره وه. دا پوله په شمال کې تر هغه ځای پورې غزېدلې ده په کوم ځای کې چې د اردن سیند د مړې بحیرې سره یوځای کیږي ۶ او هغه تر بیت حجله پورې غزېدلې ده، د بیت عربه شمال خواته تللې او د هغه ځای څخه د بوهن ګټ ته راوتلې ده. بوهن د روبین زوی ؤ. ۷ او دا پوله بیا د مصیبت له درې څخه پورته دبیر ته راوتلې او د شمال خواته د جلجال په لوري چې د درې په جنوب کې د ادومیم غاښي ته مخامخ ده، ګرځېدلې ده. بیا هغه د عین شمس د چینو خواته تللې او په عین روجل کې راوتلې ده. ۸ بیا دا پوله د غونډۍ جنوب خواته د هنوم د زوی د درې په لاره تېره شوې ده چېرته چې د یبوسیانو ښار یعنې اورشلیم پروت دی. دا پوله بیا د هغې غونډۍ سرته رسیږي چې د هنوم د درې په لوېدیځه خوا کې وه چې د رفاییم د درې شمالي برخه وه. ۹ د هغه ځای څخه دا پوله د نفتوح چینې او بیا هغو ښارونو ته تللې ده چې د عفرون غر ته نژدې وو. دا پوله هلته د بعله خواته ګرځېدلې ده چې اوس د قریتیعاریم په نوم یادیږي، ۱۰ چېرته چې دغه پوله د ادوم د غرنۍ سیمې په خوا کې د بعله د لوېدیځ څخه راچاپېره شوې ده. بیا هغه د یعاریم د غره شمالي خوا یعنې کسالون ته تللې، ښکته بیت شمس ته راوتلې او د تمنه څخه تېریږي. ۱۱ بیا دا پوله هغې غونډۍ ته وتلې ده چې د عقرون په شمال کې ده. بیا د شکرون خواته ګرځېدلې، د بعله د غره څخه تېره شوې او یبییل ته راوتلې ده. دا پوله د مدیترانې په بحیره کې ختمه شوې ده ۱۲ او هلته یې لوېدیځه پوله جوړه کړې ده.
د یهودا خلک په دې سرحدونو کې اوسېدل.
د کالیب له خوا د حبرون او دبیر نیول
(قاضیان ۱:۱۱-۱۵)
۱۳ څنګه چې څښتن یوشع ته حکم کړی ؤ، د یهودا د سیمې یوه برخه د یفنه زوی کالیب ته چې د یهودا د قبیلې څخه ؤ ورکړل شوه. هغه قریت اربع یعنې د حبرون ښار چې د عناق د نیکه یعنې اربع پورې یې اړه درلودله ترلاسه کړ. ۱۴ کالیب د عناق اولاده یعنې د شیشای، اخیمان او تلمای طایفې د ښار څخه وشړلې. ۱۵ کالیب د هغه ځای څخه د دبیر په اوسېدونکو باندې د حملې دپاره لاړ. دا ښار مخکې د قریت سفر په نوم یادېده. ۱۶ کالیب وویل: «هرچا چې قریت سفر فتح کړ، زه به خپله لور عکسه هغه ته په نکاح ورکړم.» ۱۷ د کالیب وراره او د قناز زوی عتنيییل هغه ښار ونیوه، نو کالیب خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه. ۱۸ د واده په ورځ عتنيییل هغه وهڅوله چې د خپل پلار څخه یو پټی وغواړي. عکسه د خپل خره څخه ښکته شوه او کالیب د هغې څخه پوښتنه وکړه: «څه غواړې؟» ۱۹ هغې په ځواب کې وویل: «زه د اوبو یو څو چینې غواړم. هغه ځمکه چې تا راته راکړې ده هغه په جنوبي دښته کې ده.» نو کالیب هغې ته پورتنۍ او ښکتنۍ چینې ورکړې.
د یهودا ښارګوټي
۲۰ دا هغه ځمکه ده چې د یهودا د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه: ۲۱ هغه لېرې جنوبي ښارونه چې د هغوی پورې یې اړه درلودله، یعنې هغه ښارونه چې د ادوم پولې ته نژدې وو دا وو: قبصییل، عیدر، یاجور، ۲۲ قینه، دیمونه، عدعده، ۲۳ قادش، حاصور، یتنان، ۲۴ زیف، طالم، بعلوت، ۲۵ حاصورحدته، قریوتحزرون یعنې حاصور، ۲۶ امام، شمع، مولاده، ۲۷ حزرجده، حشمون، بیتفالط، ۲۸ حزرشوعل، بیرشبع، بزیوتیه، ۲۹ بعاله، عییم، عاصم، ۳۰ التولد، کسیل، حرمه، ۳۱ صقلج، مدمنه، سنسنه، ۳۲ لباعوت، سلخیم، عین او رمون - د شاوخوا کلیو سره ټول نهه ویشت ښارونه وو.
۳۳ هغه ښارونه چې د غرونو په لوېدیځو لمنو کې پراته وو: اشتاول، زرعه، اشنه، ۳۴ زانوح، عینجنیم، تفوح، عینام، ۳۵ یرموت، عدولام، سوکوه، عزیقه، ۳۶ شعرایم، عدیتایم، جدیره او جدیروتایم - د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارونه وو.
۳۷ صنان، حداشاه، مجدلجاد، ۳۸ دلعان، مصفه، یقتییل، ۳۹ لاخیش، بصقت، عجلون، ۴۰ کبون، لحمان، کتلیش، ۴۱ جدیروت، بیتداجون، نعمه او مقیده - د شاوخوا کلیو سره شپاړس ښارونه وو.
۴۲ لبنه، عاتر، عاشان، ۴۳ یفتاح، اشنه، نصیب، ۴۴ قعیله، اکزیب او مریشه - د شاوخوا کلیو سره نهه ښارونه وو.
۴۵ عقرون د شاوخوا کلیو او بانډو سره، ۴۶ د عقرون څخه د مدیترانې تر بحیرې پورې هغه ټول ښارونه او کلي چې اشدود ته نژدې وو.
۴۷ اشدود او غزه د هغو د ښارګوټو او کلیو سره تر هغه خوړ پورې چې د مصر په پوله کې ؤ او د مدیترانې د بحیرې تر غاړې پورې.
۴۸ هغه ښارونه چې په غرنۍ سیمه کې وو: شامیر، یتیر، سوکوه، ۴۹ دنه، قریتسنه یعنې دبیر، ۵۰ عناب، اشتموع، عانیم، ۵۱ جوشن، حولون او جیلوه - د شاوخوا کلیو سره یوولس ښارونه وو.
۵۲ اراب، دومه، اشعان، ۵۳ یانوم، بیتتفوح، افیقه، ۵۴ حمطه، قریتاربع یعنې حبرون او صیعور - د شاوخوا کلیو سره نهه ښارونه وو.
۵۵ معون، کرمل، زیف، یوطه، ۵۶ یزرعیل، یقدعام، زانوح، ۵۷ قاین، جبعه او تمنه - د شاوخوا کلیو سره لس ښارونه وو.
۵۸ حلحول، بیتصور، جدور، ۵۹ معارات، بیتعنوت او التقون - د شاوخوا کلیو سره شپږ ښارونه وو.
۶۰ قریتبعل یعنې قریتیعاریم او ربه - د شاوخوا کلیو سره دوه ښارونه وو.
۶۱ هغه ښارونه چې په دښته کې پراته وو: بیت عربه، مدین، سکاکه، ۶۲ نبشان، د مالګې ښار او عینجدي - د شاوخوا کلیو سره شپږ ښارونه وو.
۶۳ خو د یهودا خلکو نه شو کولای چې یبوسیان د اورشلیم څخه وشړي. له دې امله هغوی تراوسه پورې د یهودا د خلکو سره په هغه ښار کې اوسیږي.