0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

پينځلسم باب

د يهوداه قبيلې ته حواله شوې زمکه

۱ د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو. ۲ دا جنوبى سرحد د مالګې درياب د جنوبى سر نه لاړو، ۳ او په جنوب کښې د لړم درې نه واخله تر صين پورې تلے وو. دا په جنوب کښې د قادِس برنيع نه تلے وو، د حصرون نه تېر وو او ادار ته رسېدلے وو او قرقع ته تاو وو، ۴ او عضمون ته تلے وو او د مديترانى د سمندر ته د مِصر په سرحد باندې په نِهر باندې تلے وو، سرحد هلته ختم شوے وو. دا د يهوداه جنوبى سرحد وو. ۵ نمرخاتۀ طرف ته سرحد يې د مالګې درياب وو، دا تر هغه خليج پورې تلے وو چرته چې د اُردن سيند خالى کيږى. شمالى سرحد د هغه ځائ نه شروع کېدو، ۶ چې د بيت‌حجلاه پورې خور وو او د هغه غاړې په شمالى طرف تلے وو چې د هغې نه د اُردن وادى ښکارېده. بيا دا بوهن کاڼى پورې تلے وو، بوهن د روبين زوئ وو، ۷ د مصيبت د وادۍ نه تر دبير پورې او بيا په شمال کښې د جِلجال طرف ته تاو وو، چې مخ يې د وادۍ جنوبى طرف ته د ادميم درې ته دے. دا د عين‌شمس د چينو نه عين‌راجل ته تلے وو، ۸ کوم چې د غرۀ جنوبى طرف ته د هنوم وادۍ نه تېر شوے وو چرته چې د يبوسيانو يروشلم ښار وو. سرحد بيا د هنوم وادۍ نمرپرېواتۀ طرف ته پاس غر ته ختلے وو، چې د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے. ۹ د هغه ځائ نه دا د نفتوح چينو ته او بهر د عِفرون سره نزدې ښارونو ته تلے وو. دا هلته د بعله يعنې قِريَت‌يعريم طرف ته تاو وو، ۱۰ چرته چې دا د ادوم د غرونو مُلک طرف ته د بعله نمرپرېواتۀ طرف ته تاو وو، د يعريم يعنې کسلون غرۀ شمالى طرف ته، لاندې بيت‌شمس ته تلے وو او د تمنت نه تېر وو. ۱۱ سرحد بيا د عقرون شمالى طرف ته غرۀ ته تلے وو، د سکرون طرف ته تاو وو، د بعله غر نه تېر وو او يبنى‌اېل ته تلے وو. دا د مديترانى د سمندر سره ختم وو، ۱۲ چې د هغې نه نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى سمندر وو. په دې سرحدونو کښې د يهوداه د قبيلو خلق اوسېدل.

د کالب د حبرون او دبير فتح کول

۱۳ لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو، د يهوداه د علاقې يوه حِصه د يفُنه زوئ کالب له ورکړے شوې وه. هغۀ ته حبرون مِلاو شو، د هغه ښار نوم قِريَت‌اربع وو او اربع د عناقيانو پلار نيکۀ وو. ۱۴ کالب د عناقيانو هغه اولاد د ښار نه وويستلو، چې د سيسى، اخيمان او تلمى قبيلې وې. ۱۵ د هغې ځائ نه هغه لاړو چې د دبير په اوسېدونکو باندې حمله وکړى. هغه ښار مخکښې قِريَت‌سِفر بللے شو. ۱۶ کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې کوم سړے د قِريَت‌سِفر په قبضه کولو کښې کامياب شى.“ ۱۷ د کالب ورارۀ او د قنز زوئ عتنى‌اېل هغه ښار قبضه کړو، نو کالب خپله عکسه لور هغۀ ته وادۀ کړه. ۱۸ د وادۀ په ورځ هغې عتنى‌اېل دې ته رضا کولو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ څۀ غواړې.“ ۱۹ هغې ورته ووئيل، ”زما سره ښۀ وکړه، زۀ د اوبو يو څو چينې غواړم. تا چې ما له کومه زمکه راکړې ده هغه په اوچ مُلک کښې ده.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.

د يهوداه ښارونه

۲۰ دا هغه زمکه وه چې د يهوداه قبيلې کورَنو ته مِلاو شوه چې د هغوئ ميراث شى. ۲۱ په جنوب کښې په آخرى سر کښې دا ښارونه د هغوئ وُو، کوم چې د ادوم سرحد سره نزدې وُو، هغه دا وُو، قبضئيل، عدر، يجور، ۲۲ قينه، ديمونه، عدعده، ۲۳ قادِس، حصور، اِتنان، ۲۴ زيف، طلم، بعلوت، ۲۵ حصورحدته، قريوت‌حصرون يعنې حصور، ۲۶ اِمام، سمع، مولاده، ۲۷ حصار‌جده، حشمون، بيت‌فِلِط، ۲۸ حصارسعول، بيرسبع، بزيوتياه، ۲۹ بعله، عييم، عضم، ۳۰ التولد، کسيل، حُرمه، ۳۱ صِقلاج، مدمنه، سنسناه، ۳۲ لباوت، سِلحيم، عين او رِمون، دا ټول نهۀ‌ويشت ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى هم وُو. ۳۳ د غرونو په لمنو کښې دا ښارونه وُو، اِستال، صُرعا، اسنا، ۳۴ زنوح، عين‌جنيم، تفوح، عينام، ۳۵ يرموت، عدولام، شوکه، عزيقه، ۳۶ شعريم، عديتيم، جديره او جديروتيان، دا څوارلس ښارونه وُو چې د هغې نه ګېرچاپېره کلى وُو. ۳۷ هلته دا ښارونه هم وُو، ضنان، حداشه، مجدل‌جد، ۳۸ دلعان، مصفاه، يقتى‌اېل، ۳۹ لکيس، بُصقت، عجلون، ۴۰ کبون، لحماس، کِتليس، ۴۱ جديروت، بيت‌دجون، نعمه او مقيده، دا شپاړس ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو. ۴۲ هلته دا ښارونه هم وُو، لِبناه، عتر، عسن، ۴۳ يفتاح، اسنا، نصيب، ۴۴ قعيله، اکزيب او مريسه، يعنې نهۀ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۴۵ هلته د عقرون د ښارونو او د کلو سره وُو، ۴۶ او د عقرون نه د مديترانى د سمندر پورې، ټول د اشدود سره نزدې ښارونه او کلى. ۴۷ هلته اشدود او غزه، د خپلو وړو ښارونو او کلو سره وُو، چې دا د مِصر په سرحد باندې نِهر او د مديترانى د سمندر غاړې ته رسېدلى وُو. ۴۸ د غرونو په مُلک کښې دا وُو، سمير، يتير، شوکه، ۴۹ دناه، قِريَت‌سِفر يعنې دبير، ۵۰ عناب، استموع، عنيم، ۵۱ جشن، حولون او جلوه، يوولس ښارونه، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو. ۵۲ هلته عرب، دومه، اشعان، ۵۳ ينوم، بيت‌تفوح، افيقه، ۵۴ حُمطه، حبرون او صيعور وُو، نهۀ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۵۵ هلته دا ښارونه وُو، معون، کرمل، زيف، يُوطه، ۵۶ يزرعيل، يقدِعام، زنوح، ۵۷ قين، جبعه او تمنت، يعنې لس ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۵۸ هلته حلحُول، بيت‌صور، جدور، ۵۹ معرات، بيت‌عنات او التقون وُو، شپږ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۶۰ هلته قِريَت‌بعل يعنې، قِريَت‌يعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۶۱ په صحرا کښې بيت‌اراباه، مدين، سکاکه، ۶۲ نِبسان، د مالګې ښار، او عين‌جدى وُو، شپږ ښارونه چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۶۳ خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.