0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

شپاړسم باب

اِفرائيم او د نمرپرېواتۀ طرف منسى ته علاقه حواله کېدل

۱ د يوسف اولاد ته چې کوم مُلک حواله شوے وو د هغې جنوبى سرحد د يريحو سره نزدې د اُردن نه شروع شوے وو، دا هغه ځائ وو چې د يريحو چينو نمرخاتۀ طرف ته وو او صحرا ته تلے وو. دا د يريحو نه تلے وو او تر بيت‌ايل پورې د غرونو مُلک ته ننوتلے وو. ۲ د بيت‌ايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل. ۳ بيا دا د لاندينى بيت‌حورون پورې، نمرپرېواتۀ طرف ته د يفليطيانو علاقې ته تلے وو. دا د هغه ځائ نه جزر ته تلے وو او د مديترانى په سمندر باندې ختم وو. ۴ دا زمکه د يوسف اولاد، د اِفرائيم قبيلو او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى ته مِلاو شوه چې د هغوئ خپل ميراث شى.

اِفرائيم

۵ دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيت‌حورون ته تلے وو. ۶ او د هغه ځائ نه د مديترانى سمندر ته تلے وو. مکمتاه د هغوئ په شمالى طرف باندې وو. هلته نمرخاتۀ طرف ته سرحد د تانت سيلا طرف ته تاو وو او د ينوحاه نمرخاتۀ طرف ته تلے وو. ۷ بيا دا د ينوحاه نه لاندې عطارات او نعراه ته تلے وو، چې يريحو ته رسېدلے وو او د اُردن سره ختم وو. ۸ نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د تفوح نه د قاناه نِهر ته تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. دا هغه مُلک وو چې د اِفرائيم د قبيلې کورَنو ته ورکړے شوے وو چې د هغوئ ميراث شى، ۹ چې په کښې يو څو هغه واړۀ ښارونه او کلى هم شامل وُو کوم چې د منسى په سرحدونو کښې دننه وُو، خو د اِفرائيم قبيلې له ورکړے شوى وُو. ۱۰ خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.