0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

نولسم باب

شمعون ته حواله شوې علاقه

۱ دوېمه پچه د شمعون قبيلې د کورَنو راووتله. دا علاقه د يهوداه قبيلې په علاقه کښې دننه وه. ۲ په دې کښې بيرسبع يا شيبا، مولاده، ۳ حصارسعول، بالاه، عضم، ۴ التولد، بيت‌ايل، حُرمه، ۵ صِقلاج، بيت‌مرکبوت، حصارسوسه، ۶ بيت‌لباوت او ساروحن شامل وُو، دا ديارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې کلى وُو. ۷ هلته عين، رِمون، عتر، عسن هم وُو، دا څلور ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۸ په دې کښې هغه ټول کلى شامل وُو چې تر لرې په جنوب کښې د بعلات بير يا راما نجب پورې ښارونه ترې نه تاو وو. دا هغه مُلک وو چې د شمعون قبيلې کورَنو ته مِلاو شوے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى. ۹ د يهوداه ميراث د ضرورت نه زيات وو نو په دې وجه د هغه علاقې يوه برخه د شمعون قبيلې له ورکړے شوې وه.

زبولون ته حواله شوې علاقه

۱۰ درېمه پچه د زبولون قبيلې د کورَنو راووتله. هغوئ ته چې کومه زمکه مِلاو شوه هغه ساريد ته رسېدلې وه. ۱۱ د مُلک سرحد د هغه ځائ نمرپرېواتۀ طرف مرعله ته تلے وو، چې دباست او د يقنِعام نمرخاتۀ طرف ته د نِهر سره لګېدو. ۱۲ د ساريد په بله غاړه دا نمرخاتۀ طرف ته د کِسلوت تبور سرحد ته او بيا دبرت او يفيع ته تلے وو. ۱۳ دا د هغه ځائ نه نمرخاتۀ په طرف جات‌حِفر او عته قاضين ته روان وو او د رِمون په لاره نيعه ته تاو وو. ۱۴ په شمال کښې سرحد د حناتون طرف ته تاو وو او د اِفتاح‌اېل وادۍ سره ختم وو. ۱۵ په دې کښې قطات، نحلال، سِمرون، اِداله او بيت‌لحم شامل وُو، دا ټول دولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۱۶ دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د زبولون قبيلې ته مِلاو شُو چې خپل ميراث يې شى.

د يساکار قبيلې ته حواله شوې علاقه

۱۷ په څلورم ځل پچه د يساکار قبيلې د کورَنو راووتله. ۱۸ د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم، ۱۹ حفارئيم، شِيون، اناخرات، ۲۰ ربيت، قِسيون، ابِض، ۲۱ ريمت، عين‌جنيم، عين‌حده او بيت‌فصيص شامل وُو. ۲۲ دا سرحد د تبور، شخصومه او بيت‌شمس سره هم لګېدو او د اُردن سره ختم وو. په دې کښې شپاړس ښارونه شامل وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۲۳ دا ښارونه او کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د يساکار قبيلې ته مِلاو شُو چې د هغوئ ميراث شى.

د آشر قبيلې ته حواله شوې علاقه

۲۴ په پينځم ځل پچه د آشر قبيلې د کورَنو راووتله. ۲۵ په دې کښې د حلقت، حلى، بطن، اکشاف، ۲۶ المُلک، عماد او مِسال علاقې شاملې وې. په نمرپرېواتۀ طرف باندې دا د کرمل او د سيحور لِبنات سره لګېدو. ۲۷ چرته چې دا نمرخاتۀ طرف ته تاو وو، نو د دې سرحد بيت‌دجون ته تلے وو او د بيت‌عميق او نعى‌اېل د شمال په لاره دا زبولون او د اِفتاح‌اېل وادۍ سره لګېدلو. دا په شمال کښې کابول ته روان وو، ۲۸ عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو. ۲۹ سرحد بيا د راما طرف ته تاو وو او د پَخو دېوالونو ښار صور ته رسېدلے وو، بيا دا حوسه ته تاو وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. په دې کښې مهلاب، اکزيب، ۳۰ عُمه، افيق او رِحوب شامل وُو، دا دوويشت ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۳۱ دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د آشر قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې خپل ميراث يې شى.

د نفتالى قبيلې ته حواله شوې علاقه

۳۲ په شپږم ځل پچه د نفتالى قبيلې د کورَنو راووتله. ۳۳ د دې سرحد د حلف نه د ضعننيم د څېړۍ ونې ته تلے وو، دا ادامى‌نقب او يبنى‌اېل ته تر لقُوم پورې روان وو او دا د اُردن سره ختم وو. ۳۴ دا سرحد هلته نمرپرېواتۀ طرف ته ازنوت تبور ته تاو وو او د هلته نه حُقوق ته تاو وو او په جنوب کښې د زبولون سره، نمرپرېواتۀ طرف ته د آشر سره او نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سره لګېدو. ۳۵ د پَخو دېوالونو ښارونه دا وُو، صديم، صير، حمات، رقت، کنرت، ۳۶ ادامه، راما، حصور، ۳۷ قادِس، ادرعى، عين‌حصور، ۳۸ ارون، مجدل‌اېل، حُريم، بيت‌عنات او بيت‌شمس، دا نولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۳۹ دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د نفتالى قبيلې کورَنو ته مِلاو شوى وُو چې د هغوئ ميراث شى.

د دان قبيلې ته حواله شوې علاقه

۴۰ په اوؤم ځل پچه د دان قبيلې د کورَنو راووتله. ۴۱ په هغې کښې دا علاقې شاملې وې، صُرعا، اِستال، عيرشمس، ۴۲ شعلبين، ايالون، اِتلاه، ۴۳ ايلون، تمنت، عقرون، ۴۴ التِقيه، جبتون، بعلات، ۴۵ يهود، بنى‌برق، جات رِمون، ۴۶ مےيرقون، رقون او داسې د يافا نه ګېرچاپېره علاقه هم. ۴۷ کله چې د دان د خلقو نه زمکه لاړه، نو هغوئ لشم ته لاړل او حمله يې پرې وکړه. هغه يې قبضه کړو، د دې خلق يې ووژل او په مُلک باندې يې خپله دعوىٰ وکړه. هغوئ هلته اوسېدل او د هغه ښار نوم يې د لشم نه دان ته بدل کړو، يعنې د خپل پلار نيکۀ نوم دان يې ورباندې کېښودو. ۴۸ دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د دان قبيلې کورَنو ته مِلاو شوى وُو چې خپل ميراث يې شى.

د آخرى زمکې حواله کېدل

۴۹ کله چې بنى اِسرائيلو د زمکې تقسيمول ختم کړل، نو هغوئ د نون زوئ يشوَع له د زمکې يوه حِصه ورکړه چې د هغۀ خپل ميراث شى. ۵۰ لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو، هغوئ يشوَع له هغه ښار ورکړو چې کوم يې غوښتے وو، يعنې د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د تمنت‌سِرح ښار هغۀ بيا جوړ کړو او هغه په کښې اوسېدو. ۵۱ اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع، د بنى اِسرائيلو د کورَنو مشرانو د زمکې دا برخې د پچې په ذريعه حواله کړې او په سيلا کښې يې د مالِک خُدائ سره د مشورې په مطابق د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې داسې وکړل، نو په دې طريقه هغوئ د زمکې تقسيمول ختم کړل.