0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

شلم باب

د پناه ښارونه

۱ نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل ۲ چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د پناه دپاره ښارونه خوښ کړئ لکه څنګه چې ما موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۳ کله چې څوک په غلطۍ سره يو کس ووژنى نو هغه کس هغه ځائ ته تښتېدے شى چې د بدل اخستونکو نه په امان کښې وى. ۴ نو هغه کس دې د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى او د ښار د دروازې سره د جرګې ځائ ته دې لاړ شى او چې څۀ شوى وُو نو هغه دې مشرانو ته بيان کړى. نو بيا به هغه کس له اجازت ورکړى چې ښار ته ورننوځى او د اوسېدو دپاره به يو ځائ ورکړى، نو هغه به هلته اوسيږى. ۵ کۀ هغه کس هلته هم ورپسې لاړ شى چې کوم بدل اخستل غواړى، نو د هغه ښار خلق دې هغوئ هيڅکله هغۀ ته نۀ حواله کوى. د ښار خلق به يې خامخا بچ کوى ځکه هغۀ به قصداً نۀ بلکې په غلطۍ سره کس وژلے وى. ۶ هغه به تر هغې پورې په هغه ښار کښې ايسار وى چې تر کومې پورې هغه مشر اِمام ژوندے وى او د هغۀ سره عوامى عدالت وشى. بيا دې هغه په خپل ښار کښې کور ته واپس لاړ شى، د کوم نه چې هغه راتښتېدلے وى.“ ۷ نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو. ۸ هغوئ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د يريحو نمرخاتۀ طرف ته د صحرا په اوچت ځائ باندې او د روبين په علاقه کښې بصر خوښ کړو، د جاد په علاقه جِلعاد کښې رامات، د منسى په علاقه کښې او په بسن کښې يې جولان خوښ کړو. ۹ دا د ټولو بنى اِسرائيلو او د پردى مُلک هغه ټولو مسافرو دپاره د پناه ښارونه وُو کوم مسافر چې د هغوئ سره اوسېدل. هر چا به چې هم په غلطۍ سره يو کس وژلے وو نو هغۀ ته به د هغه کس نه په هغه ښارونو کښې پناه مِلاوېده چا به چې بدل اخستل غوښتل، چې ترڅو پورې په هغۀ باندې په عوامى عدالت کښې فېصله نۀ وه شوې نو هيڅ څوک به نۀ شول وژلے.