Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن یوشع ته وویل: «مه وېرېږه او مه بې زړه کېږه. ټول لښکر د ځان سره واخله او عای ته لاړ شه. زه به تا د عای په پاچا، د هغه په خلکو او ښار باندې بریالی کړم او د هغه خاوره به ستا شي. ۲ ته به د عای او د هغه د پاچا سره داسې کار وکړې لکه څنګه چې دې د اریحا او د هغه ځای د پاچا سره وکړ. خو دا ځل تاسو کولای شئ چې د هغوی مالونه او څاروي د خپلو ځانونو دپاره وساتئ. تیار اوسئ چې په ناڅاپي توګه د شا له خوا په ښار باندې حمله وکړئ.»
۳-۴ نو یوشع د خپلو ټولو عسکرو سره تیار شو چې په عای باندې حمله وکړي. هغه د خپلو لښکرو څخه دېرش زره ډېر ښه کسان غوره کړل او په شپه کې یې د دې حکمونو سره ولېږل: «د ښار بل اړخ ته پټ شئ، خو د هغه څخه ډېر لېرې نه. د حملې دپاره تیار اوسئ. ۵ زه او پاتې کسان به ښار ته نژدې ورشو. کله چې د عای خلک د مخکې ځل په شان راووځي او په مونږ باندې حمله وکړي، نو مونږ به وتښتو. ۶ هغوی به تر هغې پورې زمونږ پسې شي، ترڅو مونږ هغوی وغولوو چې د ښار څخه لېرې شي، ځکه چې هغوی به فکر وکړي چې مونږ د مخکې په شان د هغوی څخه تښتو. ۷ بیا به تاسو د هغه پټ ځای څخه راووځئ او ښار به ونیسئ. زمونږ څښتن خدای به هغه ښار تاسو ته درکړي. ۸ لکه څنګه چې څښتن حکم کړی دی د ښار د نیولو څخه وروسته هغه ته اور ورواچوئ. د دې امرونو څخه په کلکه اطاعت وکړئ.» ۹ نو یوشع هغوی رخصت کړل او هغوی خپل د پټېدلو ځای ته لاړل یعنې د عای لوېدیځ خواته چې د بیت ییل او عای ترمنځ ؤ او هلته یې انتظار کاوه. خو یوشع شپه په کمپ کې تېره کړه.
۱۰ سبا ته سهار وختي یوشع پاڅېده او عسکر یې سره راټول کړل. بیا هغه او د اسراییلو مشرانو تر عای پورې د هغوی لارښوونه وکړه. ۱۱ هغه د ټولو عسکرو سره د ښار د اصلي دروازې خواته لاړ او په شمال کې یې خېمې ودرولې. د هغوی او عای ترمنځ یوه دره وه. ۱۲ هغه نژدې پنځه زره کسان بوتلل چې د ښار په لوېدیځ کې د عای او بیت ییل ترمنځ کمین ونیسي. ۱۳ عسکر د جګړې دپاره تیار کړای شول. اصلي کمپ د ښار په شمال کې ؤ او پاتې کسان په لوېدیځ کې وو. یوشع شپه په دره کې تېره کړه. ۱۴ کله چې د عای پاچا د یوشع کسان ولیدل، نو هغه زر لاس په کار شو. هغه د خپلو ټولو کسانو سره د اردن د درې خواته روان شو چې هلته د اسراییلیانو سره وجنګیږي، خو هغه نه پوهېده چې د شا له خوا به ورباندې حمله وشي. ۱۵ یوشع د خپلو کسانو سره داسې وښودله چې ګوندې هغوی په شا شول او د دښتې خواته وتښتېدل. ۱۶ د ښار په ټولو خلکو باندې غږ وشو چې په اسراییلیانو پسې روان شي. څنګه چې د عای خلک په هغوی پسې لاړل، نو اسراییلیانو هغوی وغولول او د ښار څخه یې لېرې کړل. ۱۷ په عای یا بیت ییل کې چې هرڅوک ؤ هغه ټول په اسراییلیانو پسې روان شول. هلته هېڅوک پاتې نه شو چې د ښار څخه دفاع وکړي او د ښار دروازې خلاصې پاتې شوې.
۱۸ بیا څښتن یوشع ته وویل: «خپله نېزه د عای خواته ونیسه، ځکه چې هغه تاته درکوم.» نو څنګه چې یوشع ته ویل شوي وو هغه هماغسې وکړل ۱۹ او څنګه چې هغه خپله نېزه پورته کړه، کوم کسان چې پټ وو هغوی زر د خپلو ځایونو څخه پاڅېدل، ښار ته په منډه ورننوتل او هغه یې ونیوه. هغوی سمدلاسه ښار ته اور واچاوه. ۲۰-۲۱ کله چې د عای کسانو شاته وکتل، نو ویې ولیدل چې د هغوی د ښار څخه اسمان ته لوګی پورته کیږي. یوشع او د هغه کسانو هم لوګی ولیده او هغوی پوه شول چې نورو اسراییلي عسکرو ښار نیولی دی او اور یې ورته اچولی دی. نو داسې ځای نه ؤ چې د عای کسان ورته د خوندي پاتې کېدلو دپاره وروتښتي. نو یوشع او د هغه کسان راوګرځېدل او د هغوی په وژلو یې پیل وکړ. ۲۲ نو هغه اسراییلیان چې په ښار کې وو په جګړه کې د برخې اخیستلو دپاره راښکته شول. نو د عای خلکو ولیدل چې اسراییلیانو هغوی بیخي کلابند کړي دي او هغوی ټول ووژل شول. هېڅوک ونه تښتېده او نه څوک ژوندی پاتې شو، ۲۳ پرته د عای د پاچا څخه. هغه ژوندی ونیول شو او یوشع ته راوړل شو.
۲۴ کله چې اسراییلیانو هغه ټول خلک چې په دښته کې وو او هلته یې هغوی تعقیب کړي وو، ووژل، نو بیا ټول اسراییلیان د عای ښار ته ورغلل او د هغه ځای ټول خلک یې ووژل. ۲۵-۲۶ یوشع خپله نېزه د عای خواته ونیوله او تر هغه وخته پورې یې کښېنښودله، ترڅو د هغه ځای ټول کسان قتل کړای شول. په هغه ورځ د عای ټول نفوس چې دولس زره کسان وو، له منځه یووړل شول. ۲۷ لکه څنګه چې څښتن یوشع ته ویلي وو، هغوی هغه څاروي او مالونه چې په ښار کې یې نیولي وو د خپلو ځانونو دپاره وساتل. ۲۸ نو یوشع عای وسوځاوه او په کنډواله یې بدل کړ. هغه ځای تر نن ورځې پورې هماغسې پاتې دی. ۲۹ هغه د عای پاچا په یوې ونې کې ځوړند کړ او د هغه مړی یې تر ماښامه پورې هلته پرېښود. د لمرپرېواته په وخت کې یوشع حکم وکړ چې هغه مړی دې لېرې کړای شي او د ښار د دروازې په خوله کې دې وغورځول شي. هغوی هغه د تیږو په لوی انبار کې پټ کړ چې تر نن ورځې پورې هلته دی.
۳۰ بیا یوشع د عیبال په غره باندې د اسراییلو د څښتن خدای دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ. ۳۱ هغه یې د هغه حکم سره سم جوړ کړ چې د څښتن خدمتګار موسی اسراییلیانو ته کړی ؤ، لکه څنګه چې د موسی په شریعت کې ویل شوي وو: «د قربانۍ ځای دې د هغو تیږو څخه جوړ شي چې هغه د اوسپنې د سامان الاتو په وسیله پرې کړل شوې نه وي.» په هغه باندې هغوی څښتن ته سوځېدونکې قربانۍ او همدارنګه خپلې د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې. ۳۲ یوشع هلته د اسراییلیانو په مخکې په تیږو باندې د موسی د شریعت یو نقل ولیکه. ۳۳ اسراییلیان د خپلو مشرانو، مامورینو، قاضیانو او هغو پردیو خلکو سره چې د هغوی په منځ کې اوسېدل، د څښتن د لوظ د صندوق دواړو اړخونو ته ودرېدل او هغو لاوي کاهنانو ته مخامخ وو چې صندوق یې وړلو. نیم قوم داسې ولاړ ؤ چې شا یې د جرزیم غره ته وه او نیمایي نورو خپله شا د عیبال غره ته اړولې وه. موسی حکم کړی ؤ چې هغوی دې په همدې ترتیب سره ودریږي او برکت دې اعلان شي. ۳۴ بیا یوشع د موسی د شریعت د کتاب څخه برکتونه او لعنتونه په لوړ اواز سره ولوستل. ۳۵ یوشع د اسراییلو ټولې غونډې ته چې په هغوی کې ښځې او ماشومان او هغه پردي خلک چې د هغوی په منځ کې اوسېدل، شامل وو د موسی ټول حکمونه ولوستل.