Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په هغه ورځ دبورې او د ابینوعم زوی باراق دا سندره وویله:
۲ وکړئ ستاینه د څښتن
چې مشري د اسراییلو رهبران کړي
او په خوښۍ سره کړي خلک پیروي د هغوی
۳ تاسې واورئ پاچاهانو وکړئ پام ای حاکمانو
غږومه به زه ساز او وایم به سندره
د اسراییلو څښتن خدای ته
۴ کله لاړې د سعیر نه چې څښتنه
چې راووتې له سیمې د ادومه
ځمکه شوله په لړزه باران راغی د اسمان نه
هو، شولې د ورېځو نه راتوی اوبه
۵ د سینا د څښتن مخکې په لړزه شول غرونه
د څښتن د اسراییلو خدای په مخکې
۶ د عنات د زوی شمجر په زمانه کې
د یاعیل په زمانه کې
کاروانو ته خطرناک وو سرکونه
مسافر په کږو لارو باندې تلل
۷ ای دبورې، د اسراییلو کلي وران پاتې شول
ستا تر راتګه پورې تش پاتې شول
ته راغلې اسراییلو ته د یوې مور په شان
۸ کله چې غوره کړل اسراييلیانو نوي خدایان
بیا په دې خاوره باندې جنګ راغی
د څلوېښت زرو اسراییلو منځ کې
یوه نېزه او یا یو سپر هم نه ؤ
۹ د اسراییل د قوماندانانو طرفدار یمه زه
د هغو خلکو په خوا چې حاضر شوي دي
په خپله خوښه
وکړئ ستاینه د څښتن
۱۰ واورئ ای خلکو چې سپرېږئ
په ښو خرو باندې
او کښېنئ په کتو باندې
او هغو خلکو چې پیاده ګرځئ
۱۱ د سندرغاړو اوازونه ګودرو کې واورئ
بیانوي چې د څښتن فتحې
د اسراییلو د قوم فتحې
بیا د څښتن قوم روان شو ښکته
د ښار د دروازو په طرف
۱۲ شه راویښه، شه راویښه، دبورې
شه راویښه په سندره کړه لاس پورې
ای باراقه، ای ته زوی د ابینوعمه
پاڅه بوځه اسیران درسره خپل
۱۳ بیا چې کوم خلک وو پاتې شوي
شول راښکته هغوی خپلو مشرانو ته
د څښتن قوم ماته راغی چې جګړې ته ؤ تیار
۱۴ لاندې درې ته راغلل له افرایمه هغوی
د بنیامین او د هغوی د خلکو پسې
قوماندانان شولو راښکته د ماخیره څخه
منصبداران له زبولونه راغلل
۱۵ د دبورې سره مشران د یساکار راغلل
هو، یساکار او هم باراق راغی
دوی شول په منډه په دره کې د باراق پسې
خو د روبین په قبیله کې شو پیدا نفاق
پرېکړه ونه شوه کړای هغوی چې راشي که نه
۱۶ خپلو پسونو سره ولې تاسو پاتې شولئ؟
چې غوږ ونیسئ شپنو ته چې رمو ته
اوازونه کاندي؟
هو، د روبین په قبیله کې شو پیدا نفاق
پرېکړه یې ونه شوه کړای هغوی چې راشي که نه
۱۷ قبیله د جاد شوه پاتې د اردن د سیند ختیځ کې
او قبیله د دان شوه پاتې کشتۍ ګانو سره
قبیله د اشیر پاتې شوه د بحیرې په غاړه
بندرونو ته نژدې شول ساکن هغوی
۱۸ خو د زبولون او نفتالي خلکو
خطر کې واچاوه خپل ژوند
د جنګ میدان کې
۱۹ پاچاهان راغلل، په تعنک کې د مجدو
د ویالې څنګ کې هغوی وکړه جګړه
د کنعان شاهانو وکړه جګړه
خو یونوړل هغوی سپین زر
۲۰ ستورو کوله چې جګړه د اسمانونو څخه
چې په اسمان کې ګرځېدل به هغوی یو خوا بل خوا
هغوی کوله جګړه په ضد د سیسرا
۲۱ دښمنان له منځه یووړل د قیشون سېلاب
د قیشون څپې وهونکي سیند
ای زما ځانه، روانېږه او قوي اوسه
۲۲ د سیسرا اسونه تلل ښه په ترپکو باندې
ځمکه یې چیته کړله خپلو سومانو باندې
۲۳ د څښتن فرښته وایي: په میروز باندې لعنت ووایئ
د هغه ځای په اوسېدونکو سخت لعنت ووایئ
ځکه چې دوی د څښتن مرستې ته راغلي نه دي
چې کومک وکړي د څښتن سره
مقابله کې د قوي جنګیالو
۲۴ یاعیل ده ډېره بختوره
چې ده ښځه د حابر قیني
زیات برکت دې هغه ومومي تر ټولو ښځو
چې په خېمو کې اوسي
۲۵ سیسرا وغوښتې اوبه خو هغې ورکړې شیدې
په شاهانه جام کې یې ورکړې شړومبې
۲۶ هغې واخیست په یو لاس کې د خېمې موږی
او په بل لاس کې یې څټک د مزدور
هغې وواهه سیسرا او کړه ورماته یې کوپړۍ
او شقیقه یې کړه سورۍ د هغه
۲۷ سیسرا ولوېدلو پښو ته د هغې
هغه وغورځېد او پروت ؤ هلته
هغه وغورځېده پښو ته د هغې او ولوېد
هغه په ځمکه باندې مړ پرېوت
۲۸ د کړکۍ نه د سیسرا مور وکتل
په ځیر ځیر یې د جالۍ له شا کتل
هغې وکړله پوښتنه: ولې ځنډ وکړ په راتللو کې
جنګي ګاډۍ د هغه؟
ولې نه اورو اواز د ګاډۍ د ارابو؟
۲۹ پوهه ملګرې د هغې ورته ځواب ورکوي
تکراروي هغه د ځان سره دا خبرې:
۳۰ هغوی نیولی غنیمت او هغه وېشي سره
یوه انجلۍ یا دوه نجونې هر عسکر دپاره
رنګین لباس د سیسرا دپاره
ګلدوزي شوې ټوټې زما غاړې ته
۳۱ ای څښتنه! دښمنان دې ستا هلاک شي
د سیسرا په ډول ټول
خو دوستان دې ستا ځلیږي د روښانه
لمر په شان
له هغې وروسته په هغه خاوره کې څلوېښت کاله ارامي وه.