د قاضیانو کتاب

پنځم فصل

د باراق او دبورې سندره

۱ په هغه ورځ دبورې او د ابینوعم زوی باراق دا سندره وویله:

۲ <د څښتن ستاینه وکړئ!

چې مشري د اسراییلو رهبران کړي

او په خوښې سره خلک پیروي د هغوی کاندي

۳ تاسې واورئ پادشاهانو وکړئ پام ای حاکمانو

غږومه به زه ساز وایم به سندره

اسراییلو څښتن خدای ته

۴ کله لاړې د سعیره نه چې څښتنه

چې راووتې د سیمې له ادومه

ځمکه په لړزه شوه له اسمانه باران راغی

هو اوبه شولې راتوی د ورېځو ځنی

۵ غرونه په لړزه شول د سینا د څښتن مخ کې

د څښتن د اسراییلو خدای په مخ کې

۶ د عنات د زوی شمجر په زمانه کې

د یاعیل په زمانه کې

سرکونه خطرناک وو کاروانو ته

مسافر په کږو لارو باندې تلل

۷ ای دبورې، د اسراییلو کلي وران پاتې شول

ستا تر راتګه پورې تش پاتې شول

د یوې مور په شان ته راغلې اسراییلو لره

۸ کړل اسراییلو کله غوره چې خدایان نوي

بیا په دې خاوره باندې جنګ راغی

د څلوېښت زرو اسراییلو منځ کې

یوه نېزه او یا یو سپر هم نه ؤ

۹ زه د اسراییل د قوماندې د مشرانو طرفدار یمه

د هغو خلکو په خوا چې حاضر شوي دي په خپله خوښه

د څښتن ستاینه وکړئ!

۱۰ واورئ ای کسانو چې سپرېږئ په ښو خرو باندې

او کښېنئ په کتو باندې

او هم هغو کسانو چې پیاده ګرځئ

۱۱ د سندرغاړو اوازونه ګودرو کې واورئ

بیانوي چې د څښتن فتحې

فتحې د قوم د اسراییلو فتحې

بیا د څښتن قوم ښکته روان شو

په طرف د دروازو یې د ښارګوټي

۱۲ شه راویښه، شه راویښه، دبورې!

شه راویښه په سندره کړه لاس پورې

ای باراقه، ای ته زوی د ابینوعمه

پاڅه بوځه اسیران درسره خپل دې

۱۳ بیا چې کوم خلک پاتې شوي وو

شو دوی راکوز خپلو مشرانو ته

د څښتن قوم ماته راغی چې جګړې ته اماده ؤ

۱۴ راغلل هغوی لاندې درې ته له افرایمه څخه

د بنیامین او د هغوی د خلکو پسې

له ماخیر څخه راکوز قوماندانان شول

منصبداران له زبولونه راغلل

۱۵ د دبورې سره مشران د یساکار راغلل

هو، یساکار او هم باراق راغی

دوی شول په منډه په دره کې د باراق پسې

خو د روبین په قبیله کې شو پیدا نفاق

پرېکړه یې ونه شوه کولی چې دوی راشي که نه

۱۶ خپلو پسونو سره ولې تاسو پاتې شولئ

چې غوږ ونیسئ شپنو ته چې رمو ته اوازونه کاندي؟

هو، د روبین په قبیله کې شو پیدا نفاق

پرېکړه یې ونه شوه کولی چې دوی راشي که نه

۱۷ قبیله د جاد شوه پاتې د اردن د سیند ختیځ کې

او قبیله د دان شوه پاتې د کشتیو سره

قبیله د اشیر پاتې شوه په غاړه د دریاب کې

بندرونو ته نژدې هغوی ساکن شول

۱۸ خو د زبولون او نفتالي خلکو

د جنګ میدان کې خپل ژوندون خطر کې واچاوه

۱۹ پادشاهان راغلل، په تعنک کې د مجدو د ویالې څنګ کې

هغوی وکړله جګړه

د کنعان شاهانو وکړله جګړه

خو هغوی سپین زر یونوړل

۲۰ ستورو کوله چې جګړه د اسمانونو څخه

چې په اسمان کې ګرځېدل به هغوی یو خوا بل خوا

د سیسرا په ضد هغوی جګړه کوله

۲۱ دښمنان له منځه یوړل د قیشون سیلاب

د قیشون څپې وهونکي سیند

ای زما ځانه، روانېږه او قوي اوسه

۲۲ د سیسرا اسونه تلل ښه په ترپکو باندې

ځمکه یې چیته کړله خپلو سومانو باندې

۲۳ د څښتن فرښته وایي: په میروز لعنت ووایئ

د هغه ځای په اوسېدونکو سخت لعنت ووایئ

ځکه چې دوی د څښتن مرستې ته راغلي نه دي

چې د غښتلیو جنګیالیو مقابله کې د څښتن سره کومک وکړي

۲۴ ډېره بختوره ده یاعیل

څوک چې ده ښځه د حابر قیني

زیات برکت دې هغه ومومي تر ټولو ښځو

چې په خېمو کې اوسي

۲۵ سیسرا وغوښتې اوبه خو هغې ورکړې شیدې

په شاهانه جام کې یې ورکړې شړومبې

۲۶ هغې واخیست په یو لاس کې د خېمې مېخ

او په بل لاس کې یې څټک د مزدور

هغې وواهه سیسرا او کړه ورماته یې کوپړۍ

او شقیقه یې کړه سورۍ د هغه

۲۷ سیسرا ولوېدلو پښو ته د هغې

هغه وغورزېد او هلته پروت ؤ

هغه وغورزېده پښو ته د هغې او ولوېد

هغه په ځمکه باندې مړ پرېوت

۲۸ د سیسرا مور د کړکۍ نه وکتل

په ځیر ځیر یې د جالۍ له شا کتل

هغې وکړله پوښتنه: په راتلو کې د هغه جنګي ګاډۍ ولې ځنډ وکړ؟

ولې نه اورو اواز د ګاډۍ د عرابو؟

۲۹ پوهې ملګرې د هغې ورته ځواب ورکوي

تکراروي هغه له ځانه سره دا خبرې:

۳۰ هغوی نیولی غنیمت او هغه وېشي سره

یوه نجلۍ یا دوه انجونې هر عسکر دپاره

رنګین لباس سیسرا دپاره

ګلدوزي شوې ټوټې زما غاړې ته

۳۱ ای څښتنه! دښمنان دې ستا هلاک شي د سیسرا په ډول ټول

خو دوستان دې ستا ځلیږي د روښانه لمر په شان>

له هغې وروسته په هغه خاوره کې څلوېښت کاله ارامي وه.