د قاضیانو کتاب

څلورم فصل

دبوره

۱د ایهود له مړینې څخه وروسته د اسراییلو خلکو بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. ۲نو څښتن هغوی یابین ته چې د کنعان یو پادشاه ؤ او په حاصور کې یې پادشاهي کوله په لاس ورکړل. د هغه د لښکر قوماندان سیسرا ؤ چې په حروشت حاجوئیم کې اوسېده. ۳یابین نهه سوه د اوسپنې جنګي ګاډۍ درلودلې او شل کاله یې په اسراییلو باندې سخت ظلم وکړ، نو اسراییلیانو د مرستې دپاره خدای ته فریاد وکړ.

۴په هغه وخت کې دبوره د لفیدوت ښځه پیغمبره وه او د قاضي په توګه یې د اسراییلو خدمت کاوه. ۵هغه به د خرما د یوې ونې لاندې چې د دبورې په نوم یادېدله او د رامه او بیت ئیل ترمنځ د افرایم په غرنۍ سیمه کې وه کښېناستله. اسراییلیان به د خپلو دعوو د فیصله کولو په خاطر هغې ته راتلل. ۶یوه ورځ هغې باراق د ابینوعم زوی چې د نفتالي په قادش کې اوسېده راوغوښت او ورته ویې ویل: <د اسراییلو څښتن خدای په تا باندې امر کوي چې لاړ شې او د نفتالي او زبولون د قبیلو څخه لس زره نفر د ځان سره واخلې او د تابور غره ته یې بوځې. ۷زه به د یابین د لښکر قوماندان سیسرا راولم چې د قیشون د سیند په غاړه ستاسو سره جګړه وکړي. د هغه سره به خپلې جنګي ګاډۍ او عسکر وي، خو زه به هغه تاته تسلیم کړم.>

۸بیا باراق هغې ته وویل: <که چېرې ته زما سره ځې نو زه به لاړ شم او که چېرې ته راسره نه ځې، زه به هم لاړ نه شم.>

۹دبورې وویل: <ډېر ښه، زه به ستا سره لاړه شم، خو دا یاد ساته چې که چېرې زه ستا سره لاړه شم او سیسرا مغلوب شي، نو ته به د دې بریالیتوب په خاطر هیڅ ویاړ ترلاسه نه کړې، ځکه چې څښتن به سیسرا یوې ښځې ته تسلیم کړي.> نو دبوره له باراق سره قادش ته لاړه. ۱۰باراق د زبولون او نفتالي د قبیلو خلک قادش ته راوغوښتل. لس زره نفره په هغه ځای کې سره راغونډ شول او باراق پسې روان شول. دبوره هم ورسره لاړه.

۱۱په هغه وخت کې حابر چې د قینیانو له طایفې څخه ؤ، ځان یې د نورو قینیانو څخه چې هغوی هم د حوباب له اولادې څخه وو، بېل کړی ؤ او خپله خېمه یې قادش ته نژدې په صعنایم کې د څېړۍ د ونې په څنګ کې ودرولې وه. (حوباب د موسیٰ د ښځې ورور ؤ.)

۱۲کله چې سیسرا خبر شو چې باراق د تابور غره ته تللی دی، ۱۳هغه خپلې ټولې نهه سوه جنګي ګاډۍ او خپل ټول نفر راوغوښتل او هغوی له حروشت حاجوئیم څخه د قیشون د سیند خواته روان شول.

۱۴بیا دبورې باراق ته وویل: <لاړ شه! دا هغه ورځ ده چې څښتن به سیسرا تاته تسلیموي. څښتن ستاسو په مخکې روان دی.> نو باراق د خپلو لسو زرو نفرو سره د تابور له غره څخه راکوز شو. ۱۵کله چې باراق د خپل لښکر سره حمله وکړه، څښتن سیسرا د خپلو ټولو جنګي ګاډیو او نفرو سره وارخطا کړ. سیسرا له خپلې ګاډۍ څخه کوز شو او وتښتېده. ۱۶باراق تر حروشت حاجوئیم پورې د جنګي ګاډیو او لښکرو پسې شو او د سیسرا ټول لښکر ووژل شو. یو نفر هم ژوندی پاتې نه شو.

۱۷سیسرا د یاعیل یعنې د قیني حابر د ښځې خېمې ته وروتښتېده، ځکه چې د حاصور د پادشاه یابین او د قیني د طایفې ترمنځ دوستانه اړیکې موجودې وې. ۱۸یاعیل د سیسرا هرکلي ته ورغله او ورته ویې ویل: <دننه راځه زما باداره، مه وېرېږه.> نو سیسرا د هغې خېمې ته ورننوت او یاعیل هغه په بړستن کې پټ کړ. ۱۹سیسرا هغې ته وویل: <زه تږی یم ماته لږې اوبه راکړه.> هغې د شیدو ژی خلاص کړ او لږې شیدې یې ورته ورکړې او هغه یې بېرته پټ کړ. ۲۰سیسرا هغې ته وویل: <د خېمې په دروازه کې ودرېږه، که چېرې څوک راشي او پوښتنه وکړي چې دلته څوک شته؟ ورته ووایه، نه.>

۲۱سیسرا ډېر ستړی شوی ؤ او په درانده خوب ویده شو. بیا یاعیل د حابر ښځې د خېمې یو مېخ او څټک راواخیستل او غلې غلې سیسرا ته ورغله. هغې دا مېخ د هغه په شقیقه باندې داسې ټک واهه چې سر یې په ځمکه کې ننوت او سیسرا مړ شو. ۲۲کله چې باراق د سیسرا د لټولو دپاره راغی، نو یاعیل د هغه مخې ته ورغله او ویې ویل: <راځه چې هغه سړی دروښایم چې ته یې لټوې.> نو باراق د هغې سره خېمې ته ننوت او هلته سیسرا په داسې حال کې چې مېخ یې په سر کې ننوتی ؤ، مړ پروت ؤ.

۲۳نو په هغه ورځ خدای اسراییلیانو ته د کنعان په پادشاه یابین باندې بری ورکړ. ۲۴له هغې ورځې څخه وروسته اسراییلیان د یابین په مقابل کې قوي کېدل، ترڅو چې هغه یې له منځه یووړ.